د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۳۵

خبرونه

ټرمپ: ایران امریکایي هلیکپټره ویشتلې او متحده ایالات اړدي چې دې برید ته ځواب ووایي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ وویل چې ایران د امریکا یوه اپاچي هلیکپټره ویشتلې چې د هرمز تنګي دپاسه یې د شپې له خوا ګزمه کوله او ژمنه یې وکړه چې دې کار ته به یې ځواب ووایي خو نور جزئیات یې ورنه کړل.

ټرمپ پرخپله ټولنیزه شبکه تروټ سوشال کې ولیکل: "ما ته همدا اوس زموږ ستر پوځ خبر راکړ چې تیره شپه ایرانیانو زموږ یوه ډېره پرمختللې اپاچي هلیکپټره هغه مهال وویشتله چې د هرمز تنګي پر سریې ګزمه کوله." هغه زیاته کړه: "په دې ماموریت کې دوو پیلوټانو حضور درلود چې دواړه روغ رمټ دي. له دې سره سره، متحده ایالات اړ دي چې دې برید ته ځواب ووایي."

د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ (سنټکام) د سه ‌شنبې په ورځ وویل چې د دغه هېواد AH-64 هلیکپټره د ایران په وخت د شپې شاوخوا درې بجې د عمان د سواحلو په شاوخوا کې د ګزمې پر مهال راوغورځېده. په بیان کې ویل شوي چې له پیښې شاوخوا دوه ساعته وروسته د هلیکپټرې دوه عمله د ژغورنې د عملیاتو په ترڅ کې وژغورل شول او روغتیايي وضعیت یې ښه دی. ایران تراوسه د دې پیښې په اړه رسمي څرګندونې ندي کړي.

د بنګله دیش په کوربه توب سیالیو کې د افغانستان د هنډبال د ملي ټیمونو ګډون

ټاکل شوې چې د افغانستان د هنډبال ملي لوبډلې د «جنوبي اسیا چلنج کپ» سیالیو کې نن لوبې ترسره کړي.

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او ورزش د عمومي ریاست د خبرپاڼې له مخې د افغانستان له ۲۰ کلنو کم‌ عمره لوبډله به خپله لومړۍ لوبه له بنګله‌ دېش او د ۱۸ کلنو کم‌ عمره لوبډله به خپله لومړۍ لوبه له مالډیف سره ترسره کړي.

د بنګله ‌دېش په کوربه ‌توب په دغو سیالیو کې چې چهارشنبې د جون په لسمه پیلیږي او تر ۱۴مې نېټې پورې دوام کوي، د شپږو هیوادونو، افغانستان، نیپال، هند، یمن، مالډیف او بنګله دیش ټیمونو ګډون کړی دی.

چهارشنبې د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د بارانونو او تیز و بادونو اټکل

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپیژندنې اداره د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په ۶ ولایتونو کې د سختو بارانونو او تندو بادونو اټکل کړی دی.

دې ادارې د سې شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې بدخشان، بغلان، خوست، بامیان، تخار او سمنګان کې به د باران اندازه له لسو نه تر ۲۰ملي مترو پورې وي او په ځینو سیمو کې هم د تندو بادونو اټکل کیږي.

دغه خبرداری داسې مهال ورکول کیږي چې د طالبانو د طبعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې د سې شنبې په ورځ وویل چې د روان کال له پیل راهیسې تراوسه ۳۰۱ تنه د ورښتونو او سیلابونو له امله مړه شوي او ۴۰۰ نورټپیان شوي دي. له اتلس زره زیاتې کورنۍ زیانمنې شوې او ډیرو بنسټیزو تاسیساتو او کرنیزو ځمکو ته هم زیانونه رسیدلي دي. افغانستان په وروستیو کلونو کې د سختو سېلابونو او د طبیعي پېښو له امله د پراخو زیانونو شاهد وو.

د بښنې نړیوال سازمان: طالبان دې له سوله ییزو لاریون کونکو سره تاوتریخوالی نه کوي

د بښنې نړیوال سازمان، امنیستي انټرنشنل د هغو راپورونو په اړه ژوره اندیښنه ښکاره کړې چې وایي په هرات کې د طالبانو سرتیرو د معترضینو پریوه لاریون ډزې کړي دي. د امنیستي انټرنشنل د جنوبي آسیا څانګې د سې شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي، د راپورونو له مخې د طالبانو لخوا د لاریون کوونکو پر ضد د مرمیو کارول، په افغانستان کې د سوله ‌ییزو لاریونونو د حق، د بیان ازادۍ او د ښځو د حقونو پر وړاندې د دوی د روانو بریدونو یو خطرناک زیاتوالی دی.

امنیستي انټرنشنل وایي، هغه کسان چې په سوله ‌ییز ډول اعتراض کوي باید هېڅکله له مرمیو او تاوتریخوالي سره مخ نه شي. د دې سازمان په خبره طالبان باید سمدستي د سوله‌ ییزو لاریون کوونکو پر وړاندې د غیرقانوني زور کارول بند کړي، نیول شوي کسان خوشې کړي، او د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي. د راپورونو له مخې په هرات ولایت کې د سې شنبې د ورځې لاریون د طالبانو له خوا د بد حجابۍ په تورد نیول شویو ښځو په غبرګون کې شوی دی. یوشمیررسنیو د څوتنو د نیول کیدو او یوشمیرنورو د ټپي کیدو راپورونه ورکړي دي خو ازادي راډیو یې کره والی او شمیرنشي تاییدولی.

ریچارډ بېنیټ: په هرات کې د سوله ییزو لاریون کوونکو په وړاندې له حده زیات زور کارولو اندېښمن کړی یم

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ وايي، په هرات ولایت کې په ظاهرا د سوله ییزو لاریون کوونکو په وړاندې له حده زیات زور کارولو اندېښمن کړی.

د افغانستان یو شمیر کورنیو رسنیو او فعالان نن سه شنبې د هرات په جبراییل سیمه کې د لاریون خبر ورکړ او ویډیوګانې یې هم ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې دي.

ویل کیږي چې طالبانو د معترضانو په وړاندې له زور او ځواک څخه کار اخیستی او ډزې یې کړې دي.

خو د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام په یوه غږیز پیغام کې د محتسبان له خوا په هرات ولایت کې د ښځو نیول شایعات او اوازې بللي دي.

دغه پیغام د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون خپور کړی دی.

د څو معترضانو د ټپي کیدو راپورونه هم خپاره شوي.

د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ازادي راډیو په خپلواکه توګه دغه ادعاوې نه شي تاییدولی.

بېنیټ نن پر خپلې ایکس پاڼې لیکي، د تاواتریخوالي مسول کسان باید حساب ورکړي.

هغه وړاندې ویلي،"اوس د دې وخت دی چې تاواتریخوالی کم شي، خلکو ته د بیان ازادي ورکړل شي د ښځو په ګډون ټولو ته باید احترام وشي او د تاوتریخوالی مخنیوی وشي".

په هرات ولایت کې د نن ورځې لاریونونه د طالبانو له خوا د حجاب په اړه د ښځو د نیولو په غبرګون کې شوي دي.

د هرات اوسیدنکې ادعا لري چې د طالبانو د حکومت د امربالعمروف او نهې المنکر کارکوونکو په وروستیو کې د دوی په ټکو د "ناسم حجاب" له کبله د ښځو د نیولو لړۍ پیل کړې وه.

په دغه ولایت کې یو شمیر ښځو ازادي راډیو سره خبرو کې ویلی چې د حجاب او ماسک درلودلو سره د طالبانو له خوا نیول او ځورول کیږي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازی: طالبان لا هم د "یرغمل نیونې ډیپلوماسي" کاروي

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازی جفري بارتوس وايي، د طالبانو له خوا د "یرغمل نیونې ډیپلوماسي" لا هم دوام لري.

هغه پرون دوشنبې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې د دغې شورا له غړو هېوادونو وغوښتل چې د طالبانو له خوا د امریکايي وګړو "ناعادلانه" نیول وغندي.

د هغه په ټکو، په افغانستان کې د امریکا لومړیتوب د امریکایي وګړو ساتنه او د ملي امنیت ټينګښت دی.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو راهیسې پنځه امریکايي وګړي د طالبانو له بنده راخوشي شوي دي.

د راپورونو له مخې لا هم دوه امریکايي وګړي د طالبانو په بند کې دي.

افغان الاصله امریکايي محمود شاه حبیبي په ۲۰۲۲کال کې په افغانستان کې ونیول شو.

د هغه کورنۍ ادعا کوي چې حبیبي د طالبانو استخباراتو نیولی دی.

طالبان د حبیبي د نیولو په اړه بې خبري ښيي.

د راپورونو له مخې، یو بل امریکايي وګړی هم چې هویت يې په ډاګه شوی نه دی د طالبانو په بند کې دی.

په پکتیکا کې د یوې ناچاودنې مرمۍ چاودنې اووه کسان وژلي

د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د یوې ناچادوې مرمې د چاودنې له کبله اووه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پېښه پرون ماښام د برمل په ډنګرلیګډ کلي کې هغه مهال وشوه چې کباړي غوښتل مرمۍ اره کړي.

په وژل شویو او ټپیانو کې د دوو لویانو په ګډون نور ټول ماشومان دي.

د امریکا د پوځ یوه هیلوکوپټره هرمز تنګي ته نژدې غورځیدلې ده

د امریکا د پوځ یوه هیلوکوپټره هرمز تنګي ته نژدې غوځیدلې ده.

نیویارک ټایمز د دوو باخبره سرچېنو په حواله راپور ورکړی چې دا اپاچي ډوله هلي کاپټره وه چې د غورځېدو له پيښې یې دوه سپاره کسان ژوندي پاته دي.

تراوسه معلومه نه ده چې دغه هیلوکوپټره ایراني ځواکونو نسکور کړې او که د تخنیکي ستونزې له کبله رالویدلی ده.

د دې خبر له خپریدو وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د دغې هیلوکوپټرې غورځیدل تایید کړل او زیاته کړه چې جزییات به يې وروسته خپاره شي.

د افغانستان د تنکیو ځوانانو د هندبال ټیمونه بنګله دیش ته ولاړل

د افغانستان د هندبال ټیمونه بنګله دیش ته دسفر په مهال
د افغانستان د هندبال ټیمونه بنګله دیش ته دسفر په مهال

د طالبانو ترکنټرول لاندې د افغانستان دبدنې روزنې او ورزش عمومي ریاست اعلان وکړ چې د هندبال د ۲۰ او ۱۸ کلونو څخه د کم عمر ټیمونه د اسیا د جنوب په سیالیو کې ګډون لپاره بنګله دیش ته ولاړل.

اعلامیه وايي چې د لسو هیوادونو د ټیمونو ترمینځ دغه سیالي د غبرګولې په ۲۰ مه پیلیږي.

اعلامیه زیاتوي چې د لوبو په لومړنۍ ورځ دافغانستان د شلو کلونو د کم عمر د هندبال ټیم دکوربه هیواد بنګله دیش په وړاندې او د افغانستان د هندبال د ۱۸ کلونو څخه د کم ټیم د مالدیف په وړاندې لوبې کوي.

افغانستان کې په روان لمریز کال کې لسګونه کسان په اوبو کې ډوب شوي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی

د افغانستان په جنوب کې د لامبو  یو انځور ، ارشیف
د افغانستان په جنوب کې د لامبو یو انځور ، ارشیف

افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي په روان لمریز کال کې ۷۵ تنه په هیواد کې په اوبو کې غرق شوي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د طبیعي پیښو په وړاندې د مبارزې د چمتوالي د ملي ادارې ویاند محمد یوسف حماد وايي په قربانیانو کې ۲۷ کسه نارینه ، ۷ ښځې او ۴۱ کوچنیان شامل دي .

د ازادي راډیو وروستیو رپوټونوهم وویل چې په افغانستان کې د لامبو په مهال د غرقیدو پیښې زیاتې شوي دي.

دقربانیانو ځینو خپلوانو ازادي راډیو ته وویل چې د څو ورځو په تیریدو سره یې هم د خپلو عزیزانو اجساد نه دي میندلي.

ځینې لامبوزن کسان وايي چې د غرقیدو ډیری پیښې د ناپوهۍ ، نه پاملرنې او بي احتیاطۍ څخه را مینځ ته کیږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG