په تخار کې د ښوونکو لپاره د ښارګوټو د رغولو لړۍ پیل شوه
30.05.1389
د تخار ولایت سیمه ایز چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یې د ښوونکو لپاره د ښارګوټو د جوړولو لړۍ پیل کړې ده.
د افغانستان د پوهنې وزارت هم د دغه خبر په منلو سره په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې نن د تخار ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د ښوونکو لپاره د یولک او پنځوس جریبه ځمکې د ویشلو لړۍ پیل شوه .
ویل شوي، چې دغه ځمکې به د دغه ولسوالۍ په ۳۳۸ ښوونکو وویشل شي، د پوهنې وزارت ویلي چې ټاکل شوې سږ به په دولسو ولایتونو کې کابو ۲۴ زره ښوونکو ته ځمکې وویشي.