په زابل کې ۱۰ تنه طالب وسلوال وژل شوي
22.12.1388
په زابل ولايت کې دولتي چارواکو د لسو و سلوالو طالبانو د وژلو خبر ورکړ.
د زابل د والي مرستيال ګلاب شا علي خيل په يوه ټیلیفوني اړيکه کې وويل، چې نوموړي طالبان تېره شپه د شملزو ولسوالۍ د سره ځنګل په سيمه کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې ووژل شوه د ده په خبره، چې سيمه سرحدي سيمه ده او دوي ته تر اوسه پورې د لسو تنو د وژنې خبر ورکول شوي او امکان شته، چې ياده شمېره نوره هم زياته شي.