تمه ده د ایران ولسمشربه سبا کابل ته راشي
16.12.1388
تمه كيږي د ايران ولسمشرمحمود احمدي نژاد له خپل افغان سيال سره د ليدنې په هدف سبا كابل ته راشي.
نړېوالو خبري اژانسونو د ايراني منابعو له قوله خبر وركړى، چې احمدي نژاد به له كابل څخه په يوه ورځنۍ ليدنه كې د دواړو هېوادونو د اړيكو او دغه راز د افغانستان او ايران ترمنځ د همكارېو په زياتوالي خبرې وكړي.
د ايران د جمهوررييس په توګه د احمدي نژاد له دوهم ځل انتخابېدوڅخه وروسته دا لومړى سفردى چې نوموړى يي كابل ته كوي.
افغان چارواكو د ښاغلي احمدي نژاد د دې سفرپه اړه كومه تبصره نه ده كړې خوخبري اژانسونو خبر وركړى چې دا سفرد ولسمشركرزي په بلنه ترسره كيږي.
افغانستان او ايران پخوانى تاريخي اړيكي لري خو په دې وروستيو كې داسې راپورونه خپاره شوي چې ګوندې ايران د افغان دولت له وسله والو مخالفينو سره پټې مرستې كوي، خو ايران دا ډول تورونه په جدي توګه رد كړي دي.