راتلونکې خپرونه


خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

خبرونه

نن په بغلان ولایت کې حزب اسلام او وسله والو طالبان سره ونښتل

15.12.1388

د راپورونو له مخې د بغلان ولایت په څو ولسوالیو کې له نن سهار راپه دې خوا د وسله والو طالبانو او حزب اسلامي ډلو ترمنځ نښته روانه ده، چې د دواړو غاړو لسګونه تنه په کې مړه او ټپیان شوي دي.

د بغلان ولایت د مرکزي بغلان امنیه قومندان سمنوال محمد امین منګل، ازادي راډیو ته یې په یوې ځانګړې مرکه وویل، چې نښته د سیمو پر وېش او د عشر او ذکات د لاسته راوړلو پر سر رامنځ ته شوې او تر اوسه هم روانه ده.

د نوموړوي په وینا په دې نښته کې، د حزب اسلام له ډلې ۳۵ تنه او د وسله والو طالبانو له خوا په کې ۱۵ تنه مړه شوي دي، د دواړو خواوو څخه ګڼ شمېر ټپیان شوي او له یوبل نه یې اسیران هم نیولي دي.

د ښاغلي منګل په وینا، په دې نښته کې له درنو وسلو څخه هم کار اخیستل شوی، چې ملکي خلکو ته په کې کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې. پولیس په دې نښته کې دخالت نه کوي، یوازې هڅه کوي، چې ملکي خکلو ته په کې کوم زیان وانه وړي.

د مرکزي بغلان د امینه قومندان په وینا پخوا هم د دغو ډلو ترمنځ نښتې کېدې، خو نننۍ نښتې وروسته له هغې زورر واخیست چې وسله والو طالبانو د حزب اسلامي ډلې یو قومندان یې خلع سلاح او بندي کړ.

د حزب اسلامي ویاند رسنیو ته ویلي، چې دا یوه معمولي نښته وي او کومه مرګ ژوبله نه لري.

پخوانیبل
شنبه 15 حوت 1388
پخوانیبل
شنبه 15 حوت 1388
د حرفواندازه - +

کلیز

فروردین
اردیبهشت
خرداد
تیر
مرداد
شهریور
مهر
آبان
آذر
دی
بهمن
اسفند
شیدسچپج
24252627282930
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
29123456
دکتګورۍ انتخاب :
My Yahoo Google

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس