په هلمند کې د نیالګیو ایښولو لړۍ پیل شوه
13.12.1388
د هلمند د كرنې چارواكي وايي، چې نن په دغه ولايت كې د نيالګيو ايښولواوويشلو لړۍ پيل شوه.
د هلمند د كرنې رئيس غلام سخي رسنيو ته ويلي، چې په دغه لړۍ كې نژدې يو لك میوه لرونکي او غير میوه لرونکي نيالګي شامل دي، چې په ښاراوولسواليو كې به كښېنول شي.
نوموړي وايي، چې دغه ټول نيالګي د كرنې رياست له خوا برابر شوي او د دغو نيالګيو د اوبو لګولو لپاره يی هم پوره تياري نيولي دي.
همدارنګه نوموړى وايي، چې نن په دغه ولايت كې اته زره نيالګي ولسي خلكو ته په وړيا توګه وركړل شوي دي.