په لغمان له سیلابونو څخه د کرنیزو مځکو د ژغورلو هڅې روانې دي
12.12.1388
په لغمان ولايت کې د جاپان هېواد په مرسته سلګونه جريبه ځمکې د سيلابونو له خطره وژغورل شوې.
چارواکي وايي، په لغمان کې هر کال لسګونه جريبه ځمکې سېلابونه وړي چې له امله يي بزګرو ته تاوان رسېږي او اوس يي د ژغورنې هڅې پيل شوي.
د لغمان د والي وياند سيد احمد ساپي وويل، د جاپان هېواد په څه ناڅه ٧٢ زره امريکايي ډالره مرسته د لغمان د مرکز اړونده تر ٢ سوه مترو زيات استنادي ديوال ورغول شو.
ده وويل، د دغه ديوال په جوړېدو سره لسګونه جريبه ځمکه او په سلګونو کورونه د سېلابونو له خطر څخه وژغورل شول.
په دې وروستيو څومياشتو کې په لغمان کې د راغاونې په برخه کې مهم پرمختګونه شوي د لغمان د والي وياند وايي، د تېرو درېو مياشتو راهيسې په لغمان کې د سړکونو، پلونو، مکتبونو، کلينيکونو او استنادي ديوالونو رغول پيل شوي.
که دا پروسه همداسې روانه وي، نو په راتلو نکي لږ وخت کې به په لغمان کې ډېر کار وشي، د دغه ولايت اوسېدونکي وايي، د اليشنګ او الينګار د سيندونو دواړه غاړې هر کال سلګونه جريبه ځمکې په اوبو لاهو کوي، چې حکومت يې بايد په پراخه کچه د رغونې لپاره اقدام وکړي، خو چارواکي وايي: په وړو پروژوکې د استنادي ديوالونو رغول هم د سيمه ايزو بزګرو په راتلونکي ښه اغېز لري.