نن له غرمې وروسته د كندهار ښار يوې درنې چاودنې ولړزاوه
10.12.1388
د كندهار امنيتي چارواكي وايي، چې يوه ځان وژونكي برید كوونكي د چاودېدونكو توكو ډك موټر د امنېي قومندانۍ مخې ته و چاودید.
په كندهار كې ازادۍ راډيو خبريال د عيني شاهدانو له خولې وايي، چې په دغه چاودنه كې ملكي خلكو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ويل شوي، چې د دې چاودنې له امله نږدې ودانۍ ډيرې زيانمنې شوي دي.
تر دې وړاندې نن سهار يو ځان وژونكي برید كوونكي د ترنك په سيمه كې پر بهرنيو ځواكونو چاودنه كړې وه.
چارواكو ويلي، چې په دغه چاودنه كې ۴ ولسي او يو بهرنۍ سر تېرى وژل شوي او ۵ نور ملكي خلك ژوبل شوي وه.