د هلمند په یوې چاودنه کې ۲۴ کسان مړه او ژوبل شوي
04.12.1388
د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي چې د هلمند د لشكرګاه د ښار په نني چاودنه كي ۸ كسان مړه او ۱۶ نور ژوبل شويدي .
د كورنيو چارو د وزارت لخوا په يوي خپري شوي اعلامي كي راغلي دي چي بم په يوه بايسكل كي ځاي پرځاي شوي وه .
اعلاميه زياتو چې دغه راز د ننګرهار ولايت د سره رود په دوه سركه كي د يوه بم د چاودني له امله دوه كسان مړه او دوه نور ژوبل شويدي .
طالبانو تر دي مهال ددغو دواړو پيښو په اړه څه نه دي ويلي .