د هلمند ولايت په مارجې ولسوالۍ كې لا عمليات روان دي
02.12.1388
په هلمند کې د مارجې ولسوالۍ قومي مشرانو په يوه غونډه كې رسنيو ته ويلي دي، چې دعملياتو دا وږدېدو له په خاطر پرخلکو قيامت راغلی دى.
دوي له دولت نه غوښتنه كوي، چې په مارجه كې بندو كورنيو له پاره دې غذايي مواد هرڅه ژر ورسوي.
د مارجې له پاره لا د وړاندې ټاكل شوي ولسوال حاجي ظاهر خان ويلي دي، چې طالبان له خلکو نه د سپر په ډول كار اخلي.
د مارجې د۳۴كسيزي شورا يوتن غړي علي شاه خان ويلي دي، چې پرخلکو د غذايي مواد د كموالي ترڅنګ د روانو جنګونو له امله كوچنی قيامت راغلى دى.
ويل كيږي، په مارجه كې د عملياتو سره جوخت غلاوې او شكونې هم زياتې شوي دي.