ژوندۍ خپرونې

دري خپرونه

راتلونکې خپرونه

خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

خبرونه

په چین کې د امریکا سفیر احضار شو

30.11.1388

د چین حکومت په پیکنګ کې د امریکا سفیر احضار کړ او هغه ته یې په سپینه ماڼۍ کې د تبت له جلا وطنه مذهبي مشر دالای لامه سره د جمهورریس بارک اوباما د کتنې په وړاندې خپل اعتراض وړاندې کړ.

د چین د بهرنیو چارووزارت پرون وویل، په سپینه ماڼۍ کې دغه کتنه د امریکا له هغو بیانونو څخه سرغړونه ده چې تل یې تبت د چین د خاوری جز بللی دی.

د بهرنیو چارووزارت وویل د غې کتنې د چین او امریکا دوه اړخیزو اړیکو ته ډیرزیان رسولی او هغه د چین په کورنیو چارو کې د مداخلی ښکارندویي کوي.

د بهرنیو چارووزارت زیاته کړی چی د بهرنیو چارومرستیال وزیرچو تیانکو په پیکنګ کې د امریکا سفیر جان هنټسمن احظارکړ اوهغه ته یې ددې کتنې په وړاندې دچین جدي اعتراض وړاندی کړ.

د چین حکومت د تبت مذهبي مشر دالای لاما تورنوي چې له چین څه د تبت د خپلواکۍ لپاره هلې ځلې کوي. خو دالای لاما وایي دی دسیمې لپار د زیاتې خودمختارۍ غوښتنه کوي.

سپینی ماڼی وویل اوباما دالای لاما ته وویل چی دی د تبت د فرهنګی میراث او د تبتیانو د بشری حقونو د ساتنی ملاتړ کوي.
چارواکو وویل اوباما همداشان د چین د حکومت او د تبتیانو ترمنځ خبروکی د دالای لاما هڅې وستایلی.

د حرفواندازه - +

کلیز

فروردین
اردیبهشت
خرداد
تیر
مرداد
شهریور
مهر
آبان
آذر
دی
بهمن
اسفند
شیدسچپج
262728293012
3456789
10111213141516
17181920212223
24252627282930
1234567
دکتګورۍ انتخاب :
My Yahoo Google

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس