طالبانو د ملا برادر نیونه بیا رد کړه
29.11.1388
طالبانو يوځل بيا هغه راپورونه رد كړل چې ګوندې د دوى مهم مشر ملا عبدالغنې برادر د امريكايي او پاكستاني استخباراتي ځواكونو له خوا نيول شوي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ازادي راډيو ته له يوه نامعلوم ځاى څخه وويل، چې ملابرادر نه دى نيول شوى او اوس هم د افغان دولت او بهرنيو ځواكونو په وړاندې په فعاليت بوخت دى.
د نوموړي په اړه خپاره شوې راپورونه وايي چې ملا برادر څو ورځې مخكې د پاكستان په كراچۍ ښار كې نيول شوى، امريكايي چارواكو هم تاييد كړې چې ملا برادر يې په كراچۍ كې نيولى دى.