د هلمند په واشیر ولسوالۍ کې یو طالب قومندان وژل شوی
27.11.1388
چارواكي وايي، د هلمند په واشير ولسوالۍ كې د يوه طالب قومندان په ګډون پنځه تنه طالبان وژل شوي دي.
د هلمند د والي وياند داوود احمدي ازادۍ راډيو ته وويل، چې په دغو وژل شوېو طالبانو كې څلور تنه عربان وه او وژل شوي طالب قومندان سراج الدين نومېده چې حكمت باندې مشهور وه .
ده زياته كړه، طالب قومندان سراج الدين په هلمند كې د بهرنيو طالبانو د تنظيم دنده په غاړه درلوده .
طالبان دا نه مني، چې ګواكې كوم قومندان يي وژل شوي وي او زياتوي چې په سيمه كې د امنيتي ځواكونو له خوا ۱۱ ملكي كسان وژل شوي دي.
افغان چارواكي د ملكي خلكو د وژل كېدو خبر نه مني خو د سيمي خلك وايي، چې په وژل شوېو كسانو كې دواړه طالبان او ملكي وګړي شامل دي.