حماس یو بریتانوی ژورنالیست ونیوه
26.11.1388
د حماس ډلې پولیسو د غزې په تړانګه کې یو برتانوی ژورنالیست نیولی دی. د فلسطینیانو د کورنیوچارو وزارت یوه ویاند اېحاب ال غسین وویل چې دا آزاد خبریال پاول مارتین نومېږي.
غسین پرته له دې چې نور جزییات څرګند کړي وویل چې برتانوي ژورنالیست د فلسطینیانو له قوانینو څخه داسې سرغړاوی کړی چې د فلسطینیانو ملي امنیت ته یې ګواښ پېښ کړی.
په بیت المقدس کې د بهرنیومطبوعاتو په نوم ټولنې تایید کړې ده چې په دې نامه خبریال له څو کلونو راپه دې خوا په دې سیمه کې کار کاوه