د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د ګزڼ د واکسین کمپاین پیل شو
25.11.1388
د يونسيف ادارې مسوولين وايي، چې سرله ننه د افغانستان په څوارلسو ولايتونوكې د پوليو يا ګزڼ په وړاندې د ماشومانو د واكسين كمپاين پيل شو.
د دې ادارې په يوه خپره شوې اعلاميه كې راغلي، چې په دې درې ورځني كمپاين كې له پنځوكلونوڅخه دوه مليونه اواته لكه كم عمرلرونكې ماشومان واكسين شي.
په خبركې ويل شوي، چې د پوليو دا كمپاين به په فراه ، ارزګان، كندهار، هلمند، زابل، نيمروز، كنړ، نورستان، لغمان، ننګرهار، پكتيكا، خوست، پكتيا اوغزني كې تطبيق شي.