کندهار کې د بهرنیو ځواکونو په کاروان ځان وژونکی برید شوی
د كندهار په باغ پل سيمه كې نن سهار د بهرنيو ځواكونو د موټرو په كاروان ځان وژونكې حمله وشوه، چې د تلفاتو په اړه يې بيلابيل راپورونه وركړل شوي دي.
د كندهار د امنيې قومندان سردار محمد ځاځي خبريالانو ته وويل، چې حمله كوونكى په موټر سايكل سپور و، چې چاودنه يې وكړه. هغه د پيښې د تلفاتو دقيق شمېر ونه ښوده.
بل خوا په كندهار كې د ملي اردو يوه چارواكي رسنيو ته ويلي چې په حمله كې يو امريكايي عسكر وژل شوى او درې نور ټپيان دي.
ده ويلي، چې يو ملكي كس هم مړ او څلور نور ټپيان شوي دي. په كندهار كې د ميرويس روغتون چارواكي بيا وايي چې شپږ ټپيان دوى ته ورسيدلي دي.
بل خوا د وسلوال طالبانو يوه وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې په حمله كې نولس بهرني عسكر وژل شوي او اته نور ټپيان دي. چارواكو د دوى ادعا رد كړې ده.