بارک اوباما د اوکراین نوی ولسمشر ته د ولسمشر کېدو مبارکي وکړه
23.11.1388
د امریکا ولسمشر بارک اوباما پرون د اوکراین د جمهوري ریاست د انتخاباتو ګټونکي ویکتور یانو کوویچ ته د جمهوري ریاست مبارکي ورکړه او هغه ته یې د بریالیتوب هیله وکړه.
سپینه ماڼۍ وایي اوباما د اوکراین د خلکو چې د فبروري په اومه نیټه یې ازاد اوعادلانه انتخابات یې ترسره کړل، ستاینه وکړه او ویې ویل، چې دا په اکراین کې د ډیموکراسي د ټینګیدو یو بل مثبت ګام دی.
دواړو مشرانو دغه راز د اټومي وسلو د نه پراختیا په چاره کې د همکاری پراهمیت موافقه وکړه او یو د بل هېوادونو ته یې د کاناډا په وانکوور کې د المپیک په ژمنیو لوبو کې د بریالیتوب هیله وکړه.
یانوکویچ خپلې سیالۍ صدارعظمی یولیا تیموشینکه ته د یکشنبې د ورځې په انتخاباتو کې د درینیم فیصده رایو په تفاوت ماته ورکړه.
خو نوموړي تراوسه خپله ماته نه ده منلې او ګوند یې په انتخاباتو کې د پراخو بې نظمیو د ادعا ترڅنګ د دغو انتخاباتو پرنتیجې شک څرګند کړی دی.