په ننګرهار کې د سرحدي پوليسو پراخه قرارګاه پرانستل شوه
07.11.1388
د امريکا د متحده ايالاتو په ١٤ ميلون امريکايي ډالره لګښت د ختيزو سيمو د سرحدي لوا عمومي قرار ګاه د جلال اباد د جنوب په ٣ کيلو مترۍ کې جوړه او د چارشنبې په ورځ پرانستل شوه.
د ختيزو سيمو د سرحدي پوليسو قومندان جنرال محمد زمان مموزي وويل، دا قرار ګاه د سرحدي پوليسو د کمپلکس په بڼه په ٤٨ جريبه ځمکه کې، ودانه شوې او له امله يې د سرحدي پوليسو ستونزې حل شوي.
ده زياته کړه، د پوليسو د استوګنې منظم او پراخه ځايونه، طعام خوري، پارکينګونه، سپورت ميدانونه او داډول ګڼ د اړتيا وړ ځايونه په دغه ساحه کې ودان شوي، چې له امله يې دسرحدي پوليسو ډېرې ستونزې حل شوې.
د سرحدي يوليسو دغه لوى کمپلکس ته د افغانستان د څلورو ختيزو ولايتونو قومي مشران هم رابلل شوي وو.