څو ساعته وروسته د استامبول غونډه پیلږي
05.11.1388
ټاكل شوې، چې تر راتلونكو څو ساعتونو پورې په استامبول كې د تركيې، پاكستان او افغانستان درې اړخيزه غونډه جوړه شي.
د ولسمشر يو وياند احمد ضيا سيامك ازادي راډيو ته وويل، چې ښاغلى كرزى به د خپل تركي او پاكستاني سسيال سره د اړيكوو د پياوړتيا او د تروريزم په وړاندې د مبارزې د لارو، چارو پر سر خبرې وكړي.
ولسمشر كرزى تېره ورځ تركيې ته ولاړ، چې په استامبول كې به په يو سيمه یيز كنفرانس كې تر ګډون ورسته جرمني ته ولاړ شي او بيا به د لندن په كنفرانس كې ګډون وكړي.