خوست کې د یو کمپاین پر ګزمې دوه چاودنې وشوې
04.11.1388
د خوست ولايت په يعقوبيو ولسوالۍ كې نن سهار د كمپاين د ګزمې او د سړكې جوړونې د يوې خصوصي كمپنۍ په موټرو دوه چاودنې شوي دي.
د يعقوبيو ولسوال زرميد مخلص ازادی راډيو ته وويل چې په دغو چاودنوكې يوازې د كمپاين يوسرتيرى ټپى شوی دى.
د پيښې مسووليت د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد منلى او ادعا يې كړې، چې په دې چاودنو كې د كمپاين څلور سرتيري وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي، خو د خوست ولايت سيمه ايز چارواكي دا ادعا ردوي.