رومانیا افغانستان ته ۶۰۰ نور عسکر راستوي
02.11.1388
رومانیا پرون اعلان وکړ، چی سږ کال افغانستان ته خپل ۶۰۰ نور عسکر استوي.
د دغو عسکرو په رسېدو سره به په افغانستان کې د رومانیایي قواوو شمېر ۱۶۰۰ کسانو ته ورسیږي.
رومانیا چې په ټولې اوروپا کې دوهم بې وزلی هیواد دی او څلور کاله پخوا یې د ناټو غړیتوب ترلاسه کړی په افغانستان او عراق کې د امریکا د پوځي هلو ځلو ټینګ ملاتړ کړی دی.
رومانیا اوس مهال په افغانستان کې ۹۸۲ عسکر لري، چې د نړیوالو سوله ساتونکو، ایساف ځواکونو سره خدمت کوي.
دغه راز ۳۸ نور رومانیایي عسکر د امریکا په مشری ایتلافی ځواکونو سره عملیات کوي.
افغانستان ته دېرشو زرو نورو امریکایي عسکرو په رسېدو به د ایساف ځواکونو ماموریت سږکال پراخه شي.