کندهار او پکتیکا کې ۳ تنه ماین خښوونکي نیول شوي
01.11.1388
په كندهار كې د ملي امنيت چارواكي وايي، چې دوه ترورستان يې د ماينونو د ځای پرځای كولو پرمهال نيولي دي.
د افغانستان د ملي امنيت د رياست له خوا په يوې خپري شوي اعلاميې كې راغلي دي، چې دغه دوه تنه د كندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ اوسيدونكي دي، چې غوښتل يې دوه حلقي ماينونه همدي ولسوالي ته په غزيدلي لاره ځای پرځای كړي.
خبر زياتوي، چې نيول شويو كسانو له امنيتي ځواكونو سره وسلوال مقاومت هم كړی و، چې بيا وروسته ونيول شول.
په عين حال كې په پكتيكا كې هم د يوه ماين خښونكي د نيول كېدو خبر هم وركړل شوی دی.