نن په کابل کې د کانکور متفرقه ازموینه واخیستل شوه
29.10.1388
نن تر غرمې مخكې د هېواد د ۱۱ ولايتونو د زده كوونكو څخه د كانكور متفرقه ازموينه واخيستل شوه.
د لوړو زده كړو وزارت مسلكي مرستيال محمد عثمان بابري وايي، د كانكور په دغه ازموينه كې ۴۹۰۰ د ۱۲ ټولګي فارغينو ګډون كړى.
ځينو زده كوونكو، چې په دغه ازموينه كې يې برخه اخيستې وايي، چې د امنيتي ستونزو له امله ډېر زده كوونكي په دې نه دي توانېدلي، چې په نا ارامو ولايتونو كې د كانكور په ازموينه كې ګډون وكړي.
د افغانستان د لوړو زده كړو وزارت چارواكي وايي، ټاكل شوې چې دا كال د كانكور په ازموينو كې زرګونه زده كوونكي ګډون وكړي.