د ولسي جرګې غړي سر له سبا په ژمنیو رخصتیو روانیږي
27.10.1388
د ولسې جرګې غړو پرېكړه وكړه، چې سرله سبا به په ژمنيو رخصتيو ولاړ شي.
د ولسې جرګې رييس محمد يونس قانوني نن د دې جرګې په عمومي غونډه كې وويل، په ولسې جرګې كې د خلكو استازي به د حوت يا كب په لومړۍ نېټه بېرته خپلو وظيفو ته راستانه شي.
د اساسي قانون له مخې د ولسې جرګې د غړو رخصتۍ د لیندۍ قوس له پنځلسمې څخه د دلوې ياسلواغې ترلومړۍ نيټې پورې وي، خو په دوو پړاوونو كې د نوې كابينې غړو ته د راي وركولو له امله دغه رخصتۍ وځنډېدې.
دا په داسې حال كې ده، چې تراوسه د حكومت د نوې كابينې يوازې ۱۴ تنه غړي د ولسې جرګې له خوا تاييد شوي او داسې ښكاري، چې پاتې لس تنه وزيرانو ته به د دې جرګې غړي د حوت په مياشت كې راى وركړي.