ناټو په هلمند کې د یولسو وسلوالو طالبانو د وژلو ادعا کړې
26.10.1388
د ناټو په مشرې نړيوال سوله ساتي ځواكونه وايي د هلمند په نادعلي ولسوالې كې يي د يولړ عملياتو په ترڅ كې يولس وسلوال وژلي دي.
ددغو ځواكونو له لورې په يوې خپرې شوې اعلاميي كې راغلي ددې عملياتو په نتيجه كې چې تيره شپه شوي يواندازه مخدر مواد او د چاوديدونكو موادو او بمونو د جووړولو وسايل هم ترلاسه شوي دې.
په خبرپانې كې ويل شوي چې په دې عملياتو كې ملكيانو ته هيڅ ډول زيان نه دې اووښتی.
په دې اړه لا وسلوالو طالبانو څه نه دي ويلي.
ددغو ځواكونو له لوري په يوه بله خپره شوي خبرپاڼه كي راغلي دي چي دطالبانو ديوه نامتو قومندان او ګڼو ماين جوړونكو په پلټنه يي دلښكرګاه په شاوخوا سيمو كې عمليات كړي دي ؟
خبرزياتوي چې په دې عملياتو كې يو وسلوال طالب وژل شوی او پنځه ژوندي نيول شوي.
په خبرپاڼه كي ليكل شوي دي چې نيول شوي كسانوځان وژونكي حملې ترتيبولې او دماينونو په جوړولو كي يي هم دطالبانو سره مرسته كوله
خو طالبانو د خپلو کسانو د نیونې خبر په کلکه رد کړی دی .
دطالبانو وياند قاري يوسف احمدي ويلي دي چي دهلمند په مارجه سيمه كي بهرنيو ځواكونو پرملكي كسانو چاپه وهلي ده لس ملكيان يي وژلي دي او اته نفره يې دځان سره ژوندي بيولي دي .
خو دا ادعا چارواكو ناسمه بللې.