امریکايي بې پیلوټه الوتکۍ پر قبایلي سیمه تازه برید کړې
19.11.1390
وايي، چې د امریکا مشکوکې بې پیلوټه الوتکۍ افغان سرحد ته نژدې د پاکستان پر قبایلي سیمه تازه حمله کړې ده.
ویل کیږي، چې په حمله کې اته مشکوک وسله وال وژل شوي دي.
په پیښور کې یوه پوځي مقام وویل، بې پیلوټه الوتکۍ په شمالي وزیرستان کې یو کور په نښه کړې او دوه توغندي يې پري ویشتي دي.
په سمدستي توګه په دې اړه زیات څه نه دي خپاره شوي.