د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

افغانستان

مستغني: په ویلز کې د ناټو جوړېدونکې غونډې ته افغان حکومت بشپړ چمتوالی لري

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي؛ د بریتانیا په ویلز ښار کې د ناټو جوړېدونکې غونډې ته افغان حکومت بشپړ چمتوالی لري.

د دې وزارت ویاند شکیب مستغني نن په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ چې د هغو موظفو کاري کمېټو غړي لندن ته رسیدلي؛ چې د افغان حکومت له خوا دې کانفرانس ته ګمارل شوي دي.

ښاغلي مستغني وویل، تر وروستۍ شیبې به هم د انتخاباتو نتیجې ته منتظر پاته شي؛ خو که نتیجه معلومه نه شي، د افغانستان په استازیتوب به د دفاع وزیر بسم الله محمدي په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

طالبانو د کندهار د جهادي مدرسې د استاد "محمدعمر جان اخندزاده" مړینه تایید کړه

د طالبانو د یوې مدرسې انځور
د طالبانو د یوې مدرسې انځور

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د کندهار د جهادي مدرسې د استاد او د طالبانو د کره کتنې ادارې د غړي شیخ الحدیث محمدعمر جان اخندزاده مړینه تایید کړه.

په پاکستان کې ځینو سرچینو ویلي، دغه کس د بلوچستان ایالت کوټې ته نږدې په "نوي کلي" کې د یوه جومات ملا امام هم و چې پرون ناوخته د وسله‌والو په حمله کې وژل شوی دی.

د طالبانو یوې سرچینې ویلي، دغه ملا د طالبانو عمومي مشر ملا هبت الله اخندزاده ته له نږدې کسانو و.

مجاهد نن په خپله ایکس شبکه کې د محمد عمر جان اخندزاده د مړینې خبر تایید کړی، خو دا یې نه دي ویلي چې هغه چېرې وژل شوی دی.

د طالبانو ویاند نن په خپله ایکس شبکه کې ویلي، دا وژنه د اسلام د دښمنانو کار دی.

په بلوچستان کې د پولیسو یوه چارواکي جواد طارق د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې د دې پېښې په اړه څېړنې کوي.

د یونېسف شریکان په افغانستان کې د رواني ټولنیز ملاتړ د برابرولو لپاره چمتووالی لري

په هرات کې وروستیو بارانونو هم زیانونه اړولي دي.
په هرات کې وروستیو بارانونو هم زیانونه اړولي دي.

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، په افغانستان کې د دوی شریکان په ساحه کې دي او د رواني ټولنیز ملاتړ د برابرولو لپاره چمتووالی لري.

په افغانستان کې د یونېسف استازي تاج الدین اويوالي پرون په خپله ایکس شبکه کې لیکلي چې دغه مرستندویان د وروستیو سېلابونو او اورښتونو له کبله زیانمنو شویو ته لومړنۍ مرستې، د څښاک پاکې اوبه او د خوندیتوب بستې هم برابروي.

نوموړي په افغانستان کې د سېلابونو د زیانونو په باب پر خواشینوونکو راپورونو خپګان ښودلی او ویلي یې دي، اغېرمن شوي کسان یې په سوچونو او دعاوو کې دي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې خپل خپلوان یې په دغو سېلابونو کې مړه شوي دي.

د طالبانو د حکومت د هواپېژندنې ریاست وايي، د یکشنبې تر ورځې به د افغانستان په ۲۹ ولایتونو او همداراز سالنګونو کې اورښت دوام وکړي.

د طالبانو چارواکي وايي، د وروستیو ورځو د سېلابونو او اورښتونو له کبله ۷۰ تنه مړه شوي او ۵۶ نور ټپیان شوي دي.

ملګرو ملتونو د افغانستان له داخلي بېځایه شویو سره د چین د مرستو مننه کړې

ارشیف: په کابل کې د بېځایه شویو کډوالو د یوه کمپ څنډه
ارشیف: په کابل کې د بېځایه شویو کډوالو د یوه کمپ څنډه

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ د چین د دولت مننه کړې چې په افغانستان کې له داخلي بېځایه شویو سره د بشري مرستو په رسولو کې همکاري کوي.

دغې ادارې نن په خپله ایکس شبکه کې لیکلي: "ستاسو ملاتړ له موږ سره مرسته کوي چې په افغانستان کې یو شمېر زیانګالو خلکو ته امېد او مرسته چمتو کړو."

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، دا مهال په افغانستان کې د داخلي بېځایه شویو شمېر درې میلیونه او دوه نیم لکه دی او پنځه میلیونه او درې لکه نور افغانان په ګاونډیو هېوادونو کې د پناه غوښتونکو په توګه ثبت شوي دي.

که څه هم ژمی ختم شوی، خو د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې اورښتونه روان دي چې د دغو بېځایه شویو ژوند یې هم اغېزمن کړی دی.

د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د واورې، باران، تالندې، برښنا او سېلابونو اټکل شوی

وروستیو بارانونو او سېلابونو په ننګرهار کې زیانونه اړولي. دغه کس د خپل ویجاړ شوي کور په پاتې شونو ګرځي.
وروستیو بارانونو او سېلابونو په ننګرهار کې زیانونه اړولي. دغه کس د خپل ویجاړ شوي کور په پاتې شونو ګرځي.

د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د واورې، باران، تالندې، برښنا او سېلابونو وړاندوینه شوې ده.
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ریاست وايي، د یکشنبې تر ورځې به د افغانستان په ۲۹ ولایتونو او همداراز سالنګونو کې ورښت دوام وکړي.
دې ادارې پرون (پنجشنبې) پر خپله ایکسپاڼه ولیکل چې په بدخشان، تخار، بغلان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشیر، لوګر، غزني، کاپیسا، کابل، پروان، سمنګان، بلخ، سرپل، فاریاب، بامیان، میدان وردک، ډایکنډي، پکتیا، پکتیکا، خوست، بادغیس، غور، هلمند، اروزګان، کندهار او زابل ولایتونو کې د ورښت وړاندوینه کوي.
د هواپېژندنې د ریاست له اټکل سره سم به د باران اندازه له ۱۵ تر ۶۰ میلي مترو پوري او د واورې له ۱۵ تر ۳۹ سانتي مترو پورې وي.
له پېښو سره د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې، د وروستیو ورځو د سیلونو او ورښتونو له کبله ۷۰ تنه مړه شوي او ۵۶ نور ټپیان شوي دي.

طالبان: د ترکیې د ډاکترانو یوه ډله افغانستان ته راغلې

د ترکیې د ډاکترانو ډله چې افغانستان ته رسېدلې ده.
د ترکیې د ډاکترانو ډله چې افغانستان ته رسېدلې ده.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي چې د ترکیې د ډاکترانو یوه ډله افغانستان ته ورغلې ده.

دغه وزارت پرون پنجشنبې پر خپله ایکسپاڼه خبر ورکړ چې د ترکیې د ډاکترانو ډله به د افغان ډاکترانو په همکارۍ د کابل په اتاترک روغتون کې د ماشومانو د یورولوژۍ پېچلي او اختلاطي جراحي عملیات په وړیا توګه ترسره کړي.

دا ډله به همداراز له افغان ډاکترانو سره د یورولوژۍ په برخه کې خپلې تجربې شریکې کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان د فبرورۍ په میاشت کې په یوه راپور کې ویلي وو چې ۲۰۲۴م کال به د افغانستان لپاره په روغتیايي سکتور کې له ستونزو ډک کال وي.

د اسیا فوټسال سیالۍ؛ افغانستان له کویټ سره سیالي لري

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله

د اسیا د فوټسال د سیالیو په دوام کې د افغانستان لوبډله سبا شنبې له کویټ سره مخامخ کېږي.

دا سیالي به د افغانستان په وخت د ماسپښین په یوه نیمه بجه په تایلنډ کې پیل شي.

پرون افغانستان خپله لومړۍ لوبه پر ایران درې پر یو وبایلله.

د افغانستان درېیمه سیالي به د دوشنبې په ورځ له بحرین سره وي.

دا سیالۍ د اپرېل په ۲۸مه پای ته رسېږي.

د ترکیې ځواکونو د ایوالیک په ساحل کې ۴۰ افغان کډوال نیولي

ارشیف: د ترکیې پولیسو د بېلابېلو هېوادونو کډوال نیولي
ارشیف: د ترکیې پولیسو د بېلابېلو هېوادونو کډوال نیولي

د ترکیې ساحلي ساتونکي وايي چې ۴۰ افغان کډوال یې د ایوالیک ښار په ساحل کې نیولي دي.

د ترکیې رسنیو پرون پنجشنبه راپور ورکړ چې دا کډوال، چې په یوه بېړۍ کې سپاره وو، له نیول کېدو وروسته په ایوالیک ښار کې د کډوالو د بیرته ستنېدو مرکز ته وسپارل شول.

اکثره افغانان له ترکیې څخه یونان او نورو اروپايي هېوادونو ته ځي.

په وروستیو کې د ترکیې پولیسو د غیرقانوني کډوالو نیونې ډ‌ېرې کړي دي.

دغه هېواد زرګونه افغانان بېرته افغانستان ته بېرته ستانه کړي دي.

طالبان: پاکستان د افغان ملي بانک د غصب شویو جایدادونو په ورستنولو کې همکاري نه کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو د حکومت کونسل عبدالجبار تخاري وايي، د پاکستان حکومت د افغان ملي بانک د غصب شویو جایدادونو په ورستنولو کې مرسته نه کوي.

ده پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې له هلوځلو سره سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او پولیس د افغان ملي بانک د شتمنیو په بېرته ورسپارلو کې همکاري نه ده کړې.

تخاري زیاته کړې، لا هم د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت سره خبرو ته دوام ورکوي چې د افغان ملي بانک غصب شوي جایدادونه خلاص کړي.

د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بریتانیا سنا رونډا ته د یو شمېر افغان پناه غوښتونکو د لېږلو پلان رد کړ

د بریتانیا پارلمان او د دې هېواد بیرغ
د بریتانیا پارلمان او د دې هېواد بیرغ

د بریتانیا مشرانو جرګې رونډا ته د یو شمېر افغان پناه غوښتونکو د لېږلو پلان رد کړ.

د بریتانیا حکومت په پام کې لرل چې یو شمېر افغان کډوال، چې پخوا یې په افغانستان کې له برتانوي پوځیانو یا حکومتي موسسو سره همکاري کړې وه، رونډا ته واستوي.

خو پرون پنجشنبې سنا جرګې د حکومت دا طرحه د ۱۹۵ مخالفو رایو په وړاندې په ۲۴۷ موافقو رایو رد کړه.

د یوناما مشرې له افغانانو سره د هند د بشري ملاتړ او حیاتي مرستو مننه کړې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما مشره روزا اوتنبایووا
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما مشره روزا اوتنبایووا

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما وايي، د دې ادارې مشرې روزا اوتنبایووا په نوي ډیلي کې د هند د بهرنیو چارو له وزیر ایس جی شنکر سره په کتنه کې له افغانانو سره د هند د بشري ملاتړ او حیاتي مرستو مننه وکړه.

د یوناما د اعلامیې له مخې اوتنبایووا په دې کتنه کې په افغانستان کې د موجوده چلنجونو ختمېدو لپاره د هند د سیمه ییز او نړیوال ملاتړ پر ارزښت هم بحث وکړ.

شنکر پر خپله ایکس شبکه لیکلي چې په دې کتنه کې یې د افغانستان پر اوسني وضعیت نظرونه تبادله کړل او دا موضوع یې هم یاده کړه چې هند افغانستان ته د غنمو، درملو، قرطاسیې او نورو توکو په برخه کې مرسته کړې ده.

هند ویلي چې له ستونزو او محدودیتونو سره سره په افغانستان کې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG