شنبه 30 ثور 1391 سیمه ییزوخت 11:01 PM


پروګرامونه / ولایت په ولایت

فراه ولايت

د حرفواندازه - +
19.12.1390
دا لړۍ مو فراه ولایت ته رارسولې. ورپسې هلمند، اورزګان، کندهار، ته ځو او تر کونړ او نورستانه یې رسوو. فراه څه باندې اته څلوېښت زره کیلومتر مربع مساحت لري چې د جنوبي کوریا د مساحت نیمايي ته رسېږي. د دې ولایت مرکز هم فراه نومېږي، بکواه، انار دره، بالابلوک، ګلستان، خاک سفید، لاش و جوین، پُرچمن، پشت رود، قلعه کاه او شیب کوه یې ولسوالۍ دي. په انګلیسي ویکي پیډیا کې د فراه نفوس څه باندې نهه لکه ښوول شوی چې په سلو کې تر اتیا زیات یې په خټه پښتانه دي خو د دې ولایت نیمايي اوسېدونکي په دري ژبه ږغېږي.

اړیکي