شنبه 30 ثور 1391 سیمه ییزوخت 10:47 PM


راپورونه

پاکستان کې د طالبانو له يوې ډلې پر افغان پوستو د حملې نه کولو غوښتنه

د حرفواندازه - +
23.11.1390
په پاکستان کې د وسله والو طالبانو یوې عمده ډلې په نورو وسله والو ږغ کړی دی چې له افغانستان سره په پوله سیمو کې د پوځ پر پوستو د حملو نه کولو تړون ته خپل تعهد ټینګ وساتي
17-23 دلو 1390
یکشنبه 23 دلو 1390

د امريکا وتلې سندرغاړې ویټني هیوسټن مړه شوه

د امریکايي سندرغاړې ویټني هیوسټن د سندرو مینه وال نن د غم په ټغر کښینستل . د میرمن هیوسټن مړۍ نن د امریکا د لاس انجلس په یوه هوټل کې موندل شوی دی .

په کامې ولسوالۍ کې د ګيس ډبې چاودنې ٩ تنه ټپيان کړل

د یکشنبې په ورځ ماسپښین دننګرهار ولایت کامې ولسوالۍ دګهيک په سيمه کې د صدراعظم په نوم ديوه تن په کور کې ګيس ډبه چاودلې ، چې له امله يې نهه تنه ټپيان شوي دي .

په مس عينک کې تاريخي اثار له زوال سره مخ دي

څه باندې له یوې لسیزې راهیسې طالبانو په بامیان کې د بودا تاریخي مجسمه ډرې وړې کړه، چې د نړیوالو اعتراضونه یې راوپارول. اوس دا هېواد چې د بېلابېلو فرهنګې میراثونو خاوند دی

په ترکمنستان کې نن د ولسمشرۍ انتخابات وشول

په ترکمنستان کې د ولسمشرۍ انتخابات روان دي او د دې هېواد له دریو میلیونو زیات وګړي چې په انتخاباتو کې د ګډون وړ دي، د دې هېواد راتلونکی مشر ټاکي.

ګيلاني: پر ولسمشر زرداري لګېدلي تورونه سياسي انګېزه لري

د پاکستان صدراعظم له الجزیرې ټلویزیوني شبکې په مفصله مرکه کې په قبایلي سیمو کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو او په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو په اړه هم خبرې کړې دي.

ښايي په افغانستان کې د سپېشل فورس ساتل قمار وي

امریکايي رسنیو څو ورځې مخکې راپور ورکړ چې امریکا غواړي له ۲۰۱۴ کال وروسته چې خپل ټول متعارف ځواکونه باسي، د خپلو ځانګړو ځواکونو څه کم لس زره سرتېري په افغانستان کې پرېږدي.

کاکړ: په ولسوالیو کې د موادو د ویش لپاره منظم سیسټم نشته

په ژمي کې زیانمنیدونکو سیمو ته پر وخت د خوراکي موادو د نه لیږدېدو له امله، د خلکو د شکایتونو سره جوخت، له طبیعي پیښو سره د مبارزې د تیاریو ...

افغان سرحدي پوليسو پر پوله درې پاکستانيان وژلي

د بلوچستان شمال ختيځ لوري ته د باديني سيمې چارواکي وايي افغانستان سرحدي ځواکونو له دې سيمه څخه دوه تنه او ځينې وايي درې تنه پاکستاني اتباع له وسلوالو طالبانو سره د لاس لرلو په تور وړي

صميم: د پکتيا بيارغونې ته سمه پاملرنه نه ده شوې

د پکتيکا والي وايي چې د بيارغونې په برخه کې دغه ولايت ته تر نورو هغو کمه پاملرنه شوې او له مرکزي دولته غواړي چې د دغه ولايت ستونځو ته خاصه پاملرنه وکړي.

″د حیرتان له ګمرکه درې نیم ملیارده افغانۍ ورکې شوي دي″

په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې عالي اداره وایي، چې د بلخ ولایت په حیرتانو ګمرک یې د دری نیم میلیارډه افغانیو د ورکیدو په اړه پراخ تحقیقات پیل کړي.

″د ټوکیو نړېوالې غونډې لپاره تیارۍ روانې دي″

په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د اقتصادې ستونزو د را ولاړیدو په اړه اندیښنې موجودې دي، د بهرنیو چارو وزارت...

″د ملي امنیت په توقیف ځایونو کې بندیان شکنجه کیږي″

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمیر غړي په هیواد کې د ملي امنیت په توقیف ځایونو کې د زندانیانو د زورولو په هکله د ملي امینت په ریاست نیوکه کوي.

افغانستان او ګرجستان د دوه اړخیزو همکاریو تړون لاسلیک کړ

د ګرجستان د بهرنیو چارو وزیر، چې اوس مهال په کابل کې له افغان مشرانو سره د دغه هیواد د ولسمشر د لیده کاته مقدمات بشپړوي ډاډ ورکړ، چې هیواد به...

″د افغان پوځ له خوا پر نړیوالو عسکرو د حملې امکان ډېر کم دی″

افغان حکومت په یوې ویډیو کې خپره شوې دا ادعا چې په افغان پوځ کې یو شمېر روزل شوي سرتیري پر نړیوالو عسکرو د حملو لپاره چمتو دي رد کړې ده.

فرانسه: د افغانستان په پوځي ماموریت کې تېروتنې شوې دي

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر الن ژوپې ویلي، په ۲۰۰۱م کال کې هغه مهال چې ولسمشر شیراک او صدراعظم ژوسپین په افغانستان کې د فرانسې د پوځي...

شنبه 22 دلو 1390

روسيه: په منفي ٣٠ درجې هوا کې د ٢٠٠ کسانو مظاهره

د روسیې د سایبریا په چیتا ښار کې د شنبې په ورځ د هوا د سړښت درجه منفې دېرشو ته رسېدلې وه خو شاوخوا دوه زرو کسانو د صدراعظم ولاديمير پوتین په ملاتړ لاریون وکړ.

ويسا:که څوک کوکنار کري، وبه نيول شي

د کندهار والي، د امنيې قومندان او په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستیال نن په یوه غونډه وویل چې د تاریاکو کروندګر، نېښ وهونکي او نور کاروباريان به ونیسي او سخت مجازات به یې کړي.

″د کاپیسا په پېښه کې ناټو ته غلط معلومات ورکړل شوي وو″

د چهارشنبې په ورځ په کاپیسا ولایت کې د ناټو ځواکونو په هوایي برید کې ۷ تنه کوچنیان ووژل شول او سېمې ته استول شوی هیات وایي...

د ولسي جرګه د دوهم مرستیال لپاره ټاکنې یو ځل بیا نتیجه ورنه کړه

په پام کې ده ، چې د ولسي جرګې د دوهم مرستیال د ټاکلو نهم ځلي انتخابات د یکشنبې په ورځ ترسره شي.د شنبې په ورځ د ولسي جرګې د دوهم مرستیال...

″د پېژندپاڼو او تذکرو توپیر د پاسپورټ ويش له ستونزو سره مخ کړی″

د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ ریاست وايي چې د شاوخوا نوي فیصدو هغو پیژندپاڼو معلومات ناسم دي، چې ایراني حکومت راستنیدونکو افغان کډوالو ته ...

د کابل د ۳ ماڼیو د بیاجوړولو لپاره د پیسو ټولو کمپاین پیل شو

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د دارالامان، تاج بیک او چهل ستون ماڼیو د بیارغونې لپاره د پیسو د ټولو په هدف څه باندې درې زره ټکټونه چاپ کړي...

مشرانو جرګه د ۱۳۹۱ کال بودجه غیر متوازنه بولي

د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړي د ۱۳۹۱ کال بودجه غیرمتوازنه بولي او وايي، د دې جرګې د کمیسیونونو له خوا پرې بحثونه دوام لري.

د پاکستان پوځ خپل یو لوړ پوړی پوځي چارواکى محاکمه کوي

ټاکل شوې د پاکستان یوه ځانګړې پوځي محکمه نن د دغه هیواد د یوه عالي رتبه پوځي افسر محاکمه پيل کړي.دغه افسر چې ډګروال علي خان نومیږي او د پوځ...

سوریه: په بمي چاودنو کې لسګونه تنه مړه او ټپیان شول

د سوریې دولتي ټلویزیون وایي، په شمالي ښار ″الیپو″ کې د جمعې په ورځ په دوو موټربم چاودنو کې ۲۸ کسان مړه او له دوه سویو زیات ټپیان شوي دي.

جمعه 21 دلو 1390

ننګ: د ښوونکو د ژوند حالت به ښه شي

د افغانستان د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې په۱۳۹۱ لمریز کال د ښوونکو د ژوند د ښه والي ته لا ډیره پاملرنه وکړي. د پوهنې وزارت داسې مهال ...

د ″امریکن اماتور″ کمېټه افغان ورزشکارانو ته مسلکي روزنه ورکوي

د المپیک د ملي کمیټې او د «امریکن اماتور» په نامه د یوې امریکایۍ کمیټې ترمنځ د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوتړون لاسلیک شو.

د پاکستان پر قبایلي سیمو د ډرون حملې زياتېږي

د پاکستان پر قبایلي سیمو د امریکا د بې پیلوټه الوتکو وروستۍ پرله پسې بریدونه ښايي ددې څرګندونه کوي چې دغو حملو یو ځل بیا شدت غوره کړی دی.

د افغانستان، پاکستان او ایران ولسمشران په اسلام اباد کې غونډه کوي

د پاکستان په بلنه د افغانستان، ایران او د کوربه هېواد ولسمشران په داسې حال کې په اسلام اباد کې سره غونډه کوي چې افغان حکومت له طالبانو سره د...

په سوريه کې بيا لسګونه کسان وژل شوي

په داسې حال کې چې د سوریې په حمص ښار کې د دولتي ځواکونو پراخ پوځي عملیات روان دي د حکومت مخالف فعالان وايي چې پرون هلته لسګونه کسان وژل شوي دي.

ولسمشر کرزي د ناټو له خوا د ٧ ماشومانو وژنه وغندله

افغان ولسمشر حامدکرزي پرون په یوه خبرپاڼه کې د کاپیساولایت په نجراب ولسوالۍ کې د نړیوالو ځواکونو بمباري په کلکه وغندله.

کانګرس: څرګنده نه ده له ګوانتنامو خوشې شوي بنديان د لوېديځ پرضد فعاليت کوي که نه

د امریکا کانګرس په یوه راپور کې ویلي، څرګنده نه ده هغه بندیان چې له ګوانتانامو زندان څخه خوشې کېږي، بیا به هم د لویدیځ پرضد په فعالیتونو کې ښکېل وي کنه.

پنجشنبه 20 دلو 1390

م.م د افغانستان له روغتیا وزارت سره ۶ ملیونه ډالره مرسته کوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري، چې له دې مرستې نه د امیدواره میندو او ماشومانو د روغتیا او د دوی د مړینې د کچې د کمولو په برخه کې کار واخلي.

″يوازې يوفيصده افغان ځواکونه په مستقل ډول د عملیاتو توان لري″

د امریکايي ځواکونو د یوه لوړ رتبه قوماندان دې وینا، چې د افغان پولیسو او عسکرو یوازې یو فیصد په مستقل ډول د عملیاتو د ترسره کولو توان او قابلیت...

د م.م په سلګونه ټنه خوراکي توکي د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو څانګه وایي، چې له پاکستان سره یې نه د خوراکي توکو په انتقال کې خبرو کومه نتیجه نه ده ورکړې او د بلې لارې په لټه کې دي. دغه اداره وایي، چې له بیوزله خلکو سره د مرستو ټولې زیرمې یې خلاصې شوې دي او د پنجشبنه په ورځ یې وروستي مواد خلکو ته وویشل.

امریکا د خپلو پوځي سلاکارانو ډلې افغانستان ته استوي

″جنرال کورټس سکاپروتي″ د متحده ایالاتو د دفاع په وزارت کې خبریالانو ته وویل، هغه غواړي له دې نه مخکې چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو شمېر کم شي، افغان ځواکونه د زیاتو عملیاتو مشري پر غاړه واخلي.

د امريکا کانګرس په بلوچستان کې د ملتپالو بلوڅو د خپلواکۍ غوښتنې د مبارزو ملاتړ وکړ

د امريکا د کانګرس د بهرنيو چارو کومېټې د بلوچستان د وروستۍ خرابې امنيتي وضعې، په دې ايالت کې د بشري ضد اعمالو، د بلوڅو ملتپالو پر وسلوال مقاومت او د بلوچستان د خپلواکۍ غوښتنې د هڅو په اړه يوه غونډه کړې ده.

مسعود: د افغانستان کرکټ ټیم به له پاکستان سره ښه لوبه وکړي

ټاکل شوې ده د جمعې په ورځ د افغانستان او پاکستان د کرکټ د ملي ټیمونو ترمنځ په شارجه کې لوبه وشي. د افغانستان د کرکټ بورډ مسوولان وایي، چې دې لوبې ته ښه تیاری نیول شوی اوهیله ده، چې افغان کرکټ ټیم په کې ښې لاس ته راوړنې ولري.

″د کلیو د پراختیا وزارت خپله ۶۳ سلنه پراختیايي بودجه لګولې ده″

د وزارتونو له خوا د پراختیایي بودجې د کم مصرفیدو په اړه د ازادي راډیو د راپورونو په لړۍ کې داځل د کلیو د پراختیا وزارت انتخاب شوی.

په کندهار کې د ديني زده کړو دارالعلوم پرانیستل شو

د احمد ولي کرزي په نوم د دیني علومو دغه مرکز، چې په پنځه جریبه مځکه کې د یو ملیون ډالرو په لګښت جوړ شوی، لس درسي خونې او نور ملحقات لري.

امریکا غواړي له طالبانو سره د سولې خبرې چټکې کړي

د امریکا متحده ایالات غواړي، چې له وسله والو طالبانو سره خبرې اترې چټکې کړي، څو د مې په میاشت کې د ناټو په غونډه کې له دې ډلې سره د جدي خبرو اترو د پیل اعلان وکړي.

چهارشنبه 19 دلو 1390

Audio د ګلف لوبغاړي له مډالونو سره سره ګیله من کورونو ته لاړل

عمران علي او حشمت الله سروري له دې لوبو دوه ورځې وروسته په داسې حال کې کابل ته راورسیدل چې د هرکلي لپاره يي د المپیک هيڅ کوم چارواکی مخې ته نه وو ورغلی او ګیله من کورونو ته ولاړل.

امریکا له طالبانو سره د سولې نازکې خبرې چټکوي

د ولسمشربارک اوباما اداره هیله لري، چې له طالبانو سره له یو کلنو لومړینو او نا مطمئنو تماسونو وروسته، په شیکاګو ښار کې د ناټو په غونډې کې چې د مې په شلمه او ۲۱ مه به جوړه شي

د غاليو په سیالۍ کې افغان غاليو لومړی مقام وګاټه

له هغې وروسته چې افغاني قالینو د څوارلسو هېوادونو ترمنځ د قالینو په سیالۍ کې لومړۍ درجه وګټله، افغان چارواکې وایي، دا د هېواد د صنعت د ښکلي ډیزاین او لوړ کېفیت

څېړونکي:کرزی د سولې د هلو ځلو مخه نیسي

ولسمشر حامد کرزي په ظاهر کې وایي، په خپل ټول وس زیار باسي چې له طالبانو سره د سولې خبرې وکړې، خو داسې معلومیږي چې دی پخپله له وسله والو سره په خبرو او د سولې په عملیې کې د امریکا د متحده ایالاتو د هلو ځلو مخه نیسي.

د لغمان قومي مشران:له پاکستانه امنیتي ګواښونو ته اندېښمن یو

که څه هم د لغمان دغه قومي مشران د خپل ولایت په موجوده وضع خوښ بریښي، خو هغو ګواښونو ته اندیښمن دي، چې د دوې په وینا د دې ولایت امنیت ته د پاکستان له لوري متوجه دي.

محصلین:د کابل پوهنتون د زده کړو بهیر لا هم ستونزې لري

د کابل پوهنتون ځيني محصلین شکایت کوي، چې د مسلکي ښوونکو، لاربراتوارونو او کتابتونونو کمښت لا هم هغه ستونزه ده چې دوې ورسره د زده کړې په بهیر کې مخ دي.

"د پروان له زندانه تر اوسه ۱۳۰زندانیان د څرخي پله زندان ته استول شوي"

د پروان له زندان څخه د افغان حکومت زندانونو ته د افغان بندیانو د لیږد د پروسې له پیل سره جوخت د کورنیو چارو وزارت چارواکي وایې، چې تر اوسه یوسل او دیرش تنه بندیان د

"تمه ده چې د کابیني پاتې غړي به ژر راوپیژندل شي"

د ولسي جرګې اداري پلاوي له ولسمشر کرزي سره تر لیدنې وروسته تمه ښودلې، چې د افغان کابینې پاتې غړي به تر راتلونکو دوو دریو ورځو پورې د باور رایو د ترلاسه کولو

"تحصیلي بورسونه به د کانکور ازموینې له لارې ځانګړي شي"

د ولسمشر کرزي له سپارښتنې سره سم د لوړو زده کړو وزارت پریکړه کړې، چې پس له دې به د کانکور د ازموینې له لارې ممتاز محصلان د لوړو زده کړو لپاره بهرنیو هېوادونو ته واستوي.

"ایران دې د وژل شوي افغاني کورنۍ د ۶غړو جسدونه راوسپاري"

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې له ایرانیو چارواکو سره په دې هېواد کې د شپږو افغان کډوالو د وژنې د پيښې په اړه په تماس کې دي او له هغوې یې غوښتي چې د دغو افغانانو جسدونه یې ور وسپاري.

د حقاني شبکې لس تنه وسله وال ووژل شول

د پاکستان په قبائلي سیمه شمالي وزیرستان کې امنيتي مسوولین وايي د مشکوکو بې پيلوټه امريکايي الوتکو په یوه تازه بريد کې لږ تر لږه لس تنه وسله وال وژل شوي.

ولې ځینې خلک هلک تر نجلې غوره ګڼي؟

د افغانانو یو شمیر کورنۍ تر لوڼو هلکان غوره ګڼي. دا مساله په وروستیو کې وروسته تر دې په نړۍ کې مطرح شوه چې یوه ځوانه افغانه د دې له امله خپل میړه ووژله چې سر په سر یې دریمه لور وزیږوله.

امریکا په افغانستان کې پوځي عملیات بدلوي

یو امریکایی لوړ پوړی چارواکی امیرالبحر وایي، امریکایي ځانګړي ځواکونه په افغانستان کې خپل عملیات پراخوي او د دې لپاره تیاریانې روانې دي.

سه شنبه 18 دلو 1390

ایا افغانان پر خپل ملي پوځ باور کولای شي؟

دا ریښتیا ده چې د افغانستان په جنوب کې د طالبانو حضور او فعالیت کم شوی، خو دا د دې معنی نه لري چې په دې سېمې کې طالب وسله وال بیخي له منځه تللې دې.

"ناټو لپاره مو لوژیستیکي لارې بیرته پرانیستې "

د پاکستان د دفاع وزیرنن وویل، چې هېواد به یې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لپاره لوژیستیکې لارې بیرته خلاصې کړې که ایتلافي ځواکونو سره یوه ښه معامله وکړي.

″پاکستان دې له افغانستان سره کړې ژمنې عملي کړي″

د مشرانو جرګې یوشمېر غړي چې له پاکستان څخه بېرته هیواد ته را ستانه شوي، وایي، چې پاکستان باید له دوی سره په خپلو کړیو ژمنو عمل وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سوریې ته ولاړ

نوموړي په داسې حال کې د مشق ته ځي، چې روسیې په وروستیو کې ملګروملتونو د امینت شورا هغه پریکړه لیک ویتو کړ، چې په کې د سوریې د رژیم له خوا د مخالفانو د ځپونکو اعمالو غندنه شوې وه.

″د افغانستان د خښتو په بټیو کې ډېري کارکوونکي ماشومان دي″

“ای. اېل. او” یا د کارنړیوال سازمان په یوې سروې کې ویلي، چې د افغانستان د خښتو په بټیو او فابریکو داسې ماشومان کار کوي چې عمرونه یې له اتلسو کالو ټیټ دي.

"د شیکاګو په سرمشریزه کې به د افغان ځواکونو د تمویل اندیښنې پای ته ورسیږي"

افغان چارواکي تمه لري، چې په شیکاګو کې به د ناټو د غړېو هېوادونو د سرمشریزې په غونډه کې د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل او تجهیز په اړه موجوده اندیښنې پای ته ورسیږي.

امریکایی پوځي: د افغانستان د جګړې په اړه غلط تصویرونه خپریږي

د امریکا د متحده ایالاتو یوه پوځي د دې هېواد پر پوځ تور لګولی، چې امریکایانو ته یې د افغانستان د جګړې غلط او بې لارې کوونکی تصویر ورکړی دی.

"راتلونکو ۳کلونو کې به نیمايي نفوس ته د څښاک اوبه برابرې شي"

د افغانستان د کلیو د پراختیا وزارت وايي، چې دا مهال د هېواد څه کم دیرش فیصده خلک د څښاک روغتیايي اوبو ته لاس رسی لري او دوې هڅه کوي چې په دریو کلونو کې دغه شمېر پنځوس فیصدو ته ورسوي.

امریکا پاکستان ته د اړیکو د ښه کولو لپاره یو لوړ رتبه پوځي قومندان استوي

د امریکا متحده ایالات له پاکستان سره د خپلو اړیکو د بیرته ښه کیدو لپاره په نژدې راتلونکې کې اسلام اباد ته یو لوړ رتبه پوځي قومندان استوي.

ملي امنیت: د سیمې استخبارات زموږ د بدنامولو هڅه کوي

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، چې د سیمې د هیوادونو استخباراتي او ترهګري ډلې هڅه کوي، چې پر دې ادارې تورونه ولګوي او بدنامه یې کړي.

"د قطر په خبرو کې بین الافغاني خبرو ته زمینه نه ده برابره شوې"

په کابل کې د امریکا سفیر د سولې په اړه د بین الافغاني خبرو له پیل نه مخکې د افغان او قطر حکومتونو ترمنځ تماس او د طالبانو له خوا د نړېوال تروریزم غندل او د سیاسي حل لارې ملاتړ ضروري بولي.

په پنجاب کې د ګازو د ډبې چاودنې ۱۶ تنه و وژل

د پنجاب ايالت په لاهور ښار کې د ګازو د ډبې چاودنې د يوې فابريکې ودانۍ نړولې چې شاوخوا شپېته تنه تر لاندې شوي، تر اوسه پورې د شپاړسو تنو مړي ځنې...

کابل کې شدیدې یخنۍ د ۱۵ کډوالو ژوند واخیست

د کابل ښار ختیځ ته د بګرامیو په سیمه کې په واورو د پوښلې تپې په لمن په خړو کیږدو کې، د شدیدې یخنۍ وروستیو څپو یو شمېر میندې بورې کړي دي.

د بلوچستان د ايالتي اسمبلۍ يوې غړې نسرين کېتراڼ استعفى وکړه

د بلوچستان د ايالتي اسمبلۍ يوې غړې پرون د برهمداغ بګټي د خور او خورځې د وژنو په خلاف له خپل غړيتوبه استعفى اعلان کړه،د ډومکي کورنۍ د وژنو په خلاف په بلوچستان کې

Audio سیاسي اپوزيسيون: له حنا رباني سره مو د فدرالي نظام مسئله نه ده مطرح کړې

د افغان حکومت سیاسي مخالفې جبهې هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګواکې دوې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرې سره د لیدنې په مهال په افغانستان کې د فدرالي نظام د واکمنولو مسئله مطرح کړې وه.

ای ایم ایف:د پاکستان اقتصاد له سخت خطر سره مخ دی

د پیسو نړېوال صندوق یا ای ایم ایف پاکستان ته د مالي کسر او اقتصادي ودې په خاطر خبرداری ورکړ او ویې ویل: د دغه هېواد اقتصاد له سخت خطر سره مخامخ دی.

رومانیا کې د استخباراتو ريئس نوی صدراعظم شو

د رومانيا ولسمشر ترايان باسيکو پرون د استخباراتو رييس ميهاي رزوان انګورينو (Mihai Razvan Ungureanu) د نوي صدراعظم په توګه ونوماوه.

"د ايران په اړه ډېرې بې ځوابه پوښتنې پاتې دي"

د امريکا ولسمشر بارک اوباما وايي، متحد ايالتونه په دې اړه سم اټکل کړی، چې ايران څه وخت اتومي وسله جوړولی شي،ده په عين حال کې خبرداري ورکړ، چې لا د ايران د

امریکا له سوريي نه خپل ټول ډیپلوماټان ایستلي

د امريکا متحد ايالتونه وايي، له سوريې څخه يې خپل ټول ديپلوماتان ايستلي دي، په همدې حال کې بريتانيا په سوريه کې د تشدد د پراختيا په اړه له دمشقه خپل سفير د سلا مشورې لپاره ورغواړي.

ګیلاني د افغانانو په مشرۍ د سولې د طرحو پر ملاتړ ټینګار وکړ

د پاکستان د صدراعظم دفتر د رضا ګيلاني له قوله وويل، چې ده د قطر له صدراعظم سره په کتنه کې د خپل حکومت پر دې دريځ ټيینګار وکړ، چې د افغانستان د سولې لپاره د افغانانو په

دوشنبه 17 دلو 1390

مسکو ٢٢ کاله مخکې په همدې ورځ د سترو مظاهرو د صحنې شاهد و

د هغو ځوانانو په لیکو کې چې په مسکو کې د شنبې ورځې مظاهرو مخکښان بلل کېږي، هغه متقاعدین هم لیدل کېدل چې د اعتراضونو د یوې پخوانۍ دورې ګډون کوونکي وو.

“د افغانستان لپاره د امريکا پاليسي ډېره نه ده بدله شوې“

د امریکا چاپ نشنل انترست خپرونې، په ۲۰۱۴ کال کې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د امریکا د ونډې په اړه یو تحلیلي مطلب خپور کړی.

ولسي جرګه د ځینو دولتي ادارو مسوولین استجوابوي

ولسي جرګه وایي، هغه وزیران او د خپلواکو ادارو مسوولین چې په تیر کال کې یې خپله څلویښت فیصده پراختیایي بودجه هم نه ده مصرف، باید استجواب شي.

په ۲۰۱۳ کې له افغانستان د امریکايي عسکرو وتل مثبت ګام دی؟

د امریکا چاپ درې میاشتنۍ خپرونه، نشنل انټرسټ لیکي، د امریکا دفاع د وزیر لېون پنیټا دا څرګندونې، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پوځي ع

ناټو: د افغان ځواکونو د غښتلتیا په اړه جدي خبري پیل شوي

په افغانستان کې د ناټو چارواکي وایي، چې تر 2014 کال وروسته د افغان ځواکونو پر غښتلتیاوو یې له افغان حکومت او هغو هیوادونو سره خبرې پيل کړي، چې له دې هیواد سره پوځي او مالي مرستې کوي.

"د تېرو څلور لسیزو سیاسي تحولات په ښوونځي کې نه تدریس کیږي"

د پوهنې وزارت د تاریخ په مضمون کې د تیرو دریو لسیزو د پیښو او بدلونونو د نه شاملولو یو اساسي علت دا بولي، چې په دغه موده کې په افغانستان کې رامنځ ته شوي بدلونونه

د کونړ د مرکز او مرورې ترمنځ پول بیا ورغول شو

د کونړ ولایت د مرکز او مرورې ولسوالۍ ترمنځ د کونړ په سیند یو پوخ پول، چې پخوا جوړ شوی وو او د تیر کال د سختو سیلابونو له امله ویجاړ شوی، په کونړ کې د امریکا د

"فکر نه کوم چې اسراییلو به پر ایران د برید پریکړه کړې وي"

ولسمشر بارک اوباما ویلي، هغه فکر نه کوي چې اسراییلو به په دې اړه چې دا هېواد باید د ایران په وړاندې څه وکړي، کومه پریکړه کړي وي،اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د ولسمشر اوباما په حواله وايي

د پاکستان صدراعظم پر افغان سولې د خبرو لپاره قطر ته لاړ

د پاکستان صدراعظم سيد يوسف رضا ګېلاني نن قطر ته روان شو چې له قطري چارواکو سره د افغانستان د سولې پر هڅو خبرې وکړي، په دغه هېواد کې وسلوالو طالبانو او امريکايي چارواکو لومړني ارتباطات پيل کړي دي.

"د نوي کال په پیل کې الکترونیکي تذکرې ویشو"

د کورنیو چارو وزارت وایي، د الکترونیکي تذکرو ویش یوه اوږد مهاله پروژه ده، چې د نوې لمریز کال په لومړیو کې به پیل شي،د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي

"د سولې د هغو هڅو ملاتړ کوو، چې مشري يې افغانان کوي"

د پاکستان صدراعظم د پاکستان افغان ضد پاليسي غندلې او ويلي يې دي چې هغه يوه پوځي ديکتاتور جوړه کړې پاليسي وه او نور به يې د هېواد بهرنۍ پاليسي يو سړى نه، بلکې منتخبى.

Audio افغان میرمنو د زور زیاتي پر خلاف څنګه غږ پورته کړ؟

افغان میرمنې له بل هر وخته اوس ډیرې د خپلو حقونو غوښتنه کوي او د زور زیاتي په خلاف خپل غږ پورته کوي،که څه هم دا ډول ښځې ډیرې کمې دي، چې دومره جرات کوي.

بلوچستان کې وسلوالو او امنيتي سرتېرو ٤ کسان وژلي

د بلوچستان په نوشکي سيمه کې نامالومو وسلوالو دوه تنه په ډزو وژلي دي، چې يو د بلوچستان او بل د پنجاب اوسېدونکى دى،د وژنې مسووليت يې د بلوڅو يوۀ وسلوال

ګیلاني په افغانستان کې د سولې د پروسې په اړه نن قطر ته ځي

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلانی نن قطرته ځي چیرې چې ټاکل شوې، طالبان د خپل ځان لپاره سیاسي دفتر پرانیزي،پاکستانی چاروکو ویلی چې ګیلانی به په دی سفر کې

17-23 دلو 1390

کلیز

راپورونه