راتلونکې خپرونه


خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

مطبوعاتو ته کتنه

پنجشنبه د سلواغې ۲۹ مه

29.11.1388

کابل چاپ ورځپانو په خپلو مطالبو او سرمقالو کې د افغانستان روان حالت، له ولسمشر څخه د کابینې بشپړ کول، په کوټه کې د طالبانو پرضد پیل شوي عملیات، د ملابرادر نیول او داسیې مسایلو ته کتنه کړې، چې حمید مهمند یې لنډیز رااخیستی.

پخوانیبل
دلو 1388
پنجشنبه 29 دلو 1388

پنجشنبه د فبروري ۱۸مه

لوېدځیو ورخپاڼو او خپرونو د افغانستان د پوځ د روزنې په اړه مطالب خپاره کړي دي، وال سټریټ ژورنال، هند د افغانستان د پوځ د روزلو لپاره یو ښه کاندید ګڼي.

چهارشنبه 28 دلو 1388

چهارشنبه د سلواغې۲۸مه

په کابل کې نننیو ورځپاڼو د ملابرادر د نیولو په اړه مطالب لیکلي، چې د ازادۍ راډیو خبریال په لاندیني مطالب کې رانغاړلي دي.

چهارشنبه د فبرورې۱۷مه

نن نړېوالو ورځپاڼو هریو نیویارک ټایمز او واشنګټن ټایمز په خپلو نننیو ګڼو کې د جګ پوړي مشر ملابرادراو د هلمند د عملیاتو په اړه لیکنې کړي، چې جان اقا الکوزي ترې لاندیني مطالب راچاڼ کړي.

سه شنبه 27 دلو 1388

سې شنبه د سلواغۍ ۲۷مه

په کابل کې نننیو ورځپاڼو په افغانستان کې د اوباما جنګي سیاست څیړلې اوهمدارنګه د کرکټ د لوبغاړو د بریا په اړه مطالب لیکل شوي، چې د ازادۍ راډیو خبریال حمید مهمند لاندیني مطالب ترې راچاڼ کړي.

سې شنبه د فبرورې۱۶مه

زیاترونړېوالوورځپاڼو په خپلو ورستیو ګڼو کې د هلمند په مارجې سیمه کې د روانو عملیاتواود هغې د راتلونکې په اړه مطالب او مقالې لیکلي دي،چې د ازادۍ راډیو خبریال رضوان مراد ترې لاندیني مطالب را چاڼ کړي.

دوشنبه 26 دلو 1388

دوشنبه د فبروري۱۵مه

نړیوال نیویارک ټایمز او سنډې انډیپنډنټ ورځپاڼود مارجې عملیاتو په اړه مطالب لیکلي، چې نوریاس نوري ورته کتنه کړې.

یکشنبه 25 دلو 1388

یکشنبه د فبرورۍ۱۴ مه

نیویارک ټایمز او وال سټریټ نړېوالو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان په هلمند ولایت کې د مارجې د فوځي عملیاتو په اړه مطالب لیکلي.

یکشنبه د سلواغې ۲۵مه

په کابل کې نننیو ورځپاڼو د افغانستان په روانو حالاتو ګڼ مطالب لیکلي چې د ازادۍ راډیو خبریال حمید مهمند ورته کتنه کړې.

شنبه 24 دلو 1388

شنبه د فبروري۱۳مه

نن باسټن ګلوب او د ترکیې حریت نړېوالو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د امریکا د کانګرس د یوه پخواني غړي مړینه، چې پخوا یې د افغانستان د مجاهدینو ملاتړی و او افغانستان سره د ترکیې هېواد مرستو ته ځانګړي کړي.

شنبه د سلواغې ۲۴مه

په کابل کې ننیو ورځپاڼو د راتلونکي جرګې په اړه مطالب لیکلي، چې په کابل کې د ازادۍ راډپو خبریال حمید مهمند ورته کتنه کړې.

پنجشنبه 22 دلو 1388

پنجشنبه د سلواغې ۲۲ مه

نن د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو سرمقالو مطالبو کې په سالنګ کې د وروستیو توفانونو او واورو ښوېدو په پېښه کې مرګ ژوبلې او هلمند کې د چاڼیز عملیاتو ته اشاره کړې، چې حمید مهمند ورته لنډه کتنه کړې.

پنجشنبه د فبروري ۱۲مه

فایننشل ټایمز او کریسچن ساینس مانیټور ورځپاڼو کې له افغانستان څخه د هالنډ او کاناډا هېوادونو د پرېکړې په اړه، چې خپل سرتېرې به افغانستان څخه اوباسي او په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په اړه د ترکیې هېواد رول ته اشاره کړې.

چهارشنبه 21 دلو 1388

چهار شنبه د سلواغې ۲۱ مه

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو مطالبو او سرمقالو کې په سالنک کې د واورو او توفانونو، په هلمند کې د چاڼیز عملیاتو او په هېواد کې د بهرنیو ارګانونو، چې په فساد ککړ دی، ځای ورکړی. چې حمیدمهمند ترې لاندنی مطالب راچاڼ کړي دي.

دوشنبه 19 دلو 1388

دو شبنه د سلواغې ۱۹ مه

کابل چاب ورځپانو په هلمند کې د پراخو چاڼیزو عملیاتو، د مونښن په غونډه کې د ولسمشر ویناوو او په بنګله دیش کې د افغان لوبغاړو لاس ته راوړنو په اړه مطالب او سرمقالې خپرې کړي، چې حمید مهمند ترې لاندني مطالب چاڼ کړي دي.

یکشنبه 18 دلو 1388

یکشبنه د سلواغې ۱۸مه

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو سرمقالو او مطالبو کې د افغانستان روان حالت څېړلي او لیکلي یې دي، چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه د تروریزم پر ضد د زړه له کومې مبارزه نه کوي، مرستندویه هېوادونه دې خپلې مرستې د افغان حکومت له لارې ولګوي او د ګورباچیف له خولې لیکي، چې امریکا دې له موږ څخه عبرت واخلي.

یکشنبې د فبروري ۷ مه

واشنګټن پوست او انټرنشنل هرالډ ټریبیون ورځپاڼو په هلمند کې د ایتلافي او افغان ځواکونو ګډ عملیاتو په اړه مطالب خپاره کړي دي، چې د ناټو د عمومي قومندان له خولې یې لیکلي: مخالف لوري ته مرګ ژوبله اړول جګړه نوره هم اوږدوي، ډېر ښه بریالیتوب دا دی، چې له یوه ډز پرته جګړه وګټل شي.

شنبه 17 دلو 1388

شنبه د سلواغې ۱۷ مه

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو مطالبو او سرمقالو کې د افغانستان په اړه د ناټو د عمومي منشي وروستي څرګندونه او په مونښن کې د امنیتي غونډې ته اشاره کړې، چې حمید مهمند ورته لنډه کتنه کړې ده.

شنبه د فبروري ۶ مه

نیویارک ټایمز ورځپانې "له افغانستان څخه د شوریانو د عبرت درسونه" تر سرلیک لاندې د شوروي د پخواني مشر میخایل کورباچیف یوه لیکنه خپره کړې ده او لیکلي یې دي، چې په افغانستان کې د وسله والو په نسبت عامه خلکو ته دېره مرګ ژوبله اوړي او د ګارډین ورځپاڼې په هلمند کې وسله والو پر ضد د پراخو علیماتو د ترسره کولو ته اشاره کړې ده.

پنجشنبه 15 دلو 1388

پنج شنبه د سلواغې ۱۵ مه

کابل چاپ ورخپاڼو په هېواد د سولې د بهیر په اړه مطالب خپاره کړي او لیکلي یې دې، چې ایا وسله وال طالبان د افغان دولت شرطونه ومني؟ کابل کې زموږ همکار حمید مهمند ترې مهم ټکي را چاڼ کړي او په لاندني مطالبو کې رانغاړلي دي.

پنج شنبه: د فبروري ۴ مه

ستراتفور کامینتري خپرونې او انټرنشنل هیرالد تربیون ورځپاڼې د افغانستان د پولیسو د حالت او د پاکستاني ستر جنرال اشفاق کیاني د ورستیو څرګندونو په اړه مطالب خپاره کړي، چې جان اقا الکوزي ورته لنډه کتنه کړې ده.

چهارشنبه 14 دلو 1388

چهار شنبه د سلواغې ۱۴ مه

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو مطالبو او سرمقالو کې سعودي عربستان ته د ولسمشر کرزي پر سفر او له وسله والو طالبانو سره د سولې په ټینګښت کې د سعودي عربستان رول څېړلی، چې حمید مهمند ترې لاندني مطالب راچاڼ کړي دي.

چهارشنبه د فبروري ۳ یمه

باسټن ګلوب او نیویارک ټایمز ورځپاڼو د افغانستان په اړه د لندن کنفرانس، د امریکايي سیاست والو ترمنځ تضاد او د امریکا او ولسمشر کرزي تر منځ د توافق نشتوالي په اړه مطالب خپاره کړي دي.

سه شنبه 13 دلو 1388

سې شنبه د سلواغې ۱۳ مه

کابل چاپ ورخپاڼو په خپلو مطالبو او سرمقالو کې د افغانستان روان حالت، پاکستان ته د امریکايي پوځیانو ننوتل او په ایران کې د په ایران کې د افغان مهاجرینو حالت ته ځای ورکړی، چې حمید مهمند ورته کتنه کړې.

دوشنبه 12 دلو 1388

دوشنبه د سلواغې ۱۲مه

کابل چاپ ورځپاڼو په افغانستان کې د سولې د بهیر او په دې کې د عربستان د رول په اړه مطالب او سرمقالې خپاره کړي، چې زموږ همکار حمید مهمند ترې لاندني مطالب راجاڼ کړي دي.

یکشنبه 11 دلو 1388

یکشنبه د سلواغې ۱۱ مه

کابل چاپ ورځپاڼو د افغانستان روانو حالاتو او له وسله والو طالبانو سره د سولې په اړه مطالب او سرمقالې خپاره کړي دي، چې حمنید مهمند ورته لنډه کتنه کړې ده

جنوري۳۱

ګارډین بریتانوۍ ورځپاڼې د یوه متقاعده پاکستاني صاحب منصب له قوله لیکلي چې د طالبانو مشر تیار دی له القاعده څخه ځان خلاص کړي .

شنبه 10 دلو 1388

شنبه د سلواغې ۱۰ سمه

کابل چاپ ورځپاڼو خپل ننني مطالب او سرمقالې د افغانستان په اړه د لندن غونډې ته چې د بنج شنبې په ور تېره شوه ځانګړي کړي او هیله څرګنده کړې، چې ډېر ژر دې امنیت افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

د جنوري ۳۰ مه

فایننشل ټایمز او ډیلي ټیلګراف ورځپاڼو په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د خضور په اړه مقالې لېکلي دي .

پنجشنبه 08 دلو 1388

پنجشنبه د سلواغلې ۸ مه

کابل چاپ ډیري ورځپاڼو خپل مطالب او سرمقالې په لندن کې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس ته چې نن پیلیږي ځانګړي کړي او لیکلي یې دي، چې دغه غونډه به د افغانستان روان حالت کې مثبت بدلون راولي.

چهارشنبه 07 دلو 1388

چهارشنبه د سلواغې ۷ مه

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو مطالبو او سرمقالو کې د ولسشمر کرزي په اړه په کابل کې امریکا سفیر اعتراضیه لیک او په ترکیه کې سیمه ییزې غونډه اشاره کړې ده، چې حمید مهمند ترې لاندني مطالب راچاڼ کړي دي

چهار شنبه د جنوري ۲۷ مه

ډيلي ټیلیګراف ورځپاڼې او سټراټفور کامینتري خپرنې وسله والو طالبانو سره د روغې جوړې او په ترکیه کې د افغانستان، پاکستان او ترکیې په اړه مطالب خپاره کړي، چې سلطان سرور یې لنډېز په لاندني مطالبو کې رانغاړلي دي.

سه شنبه 06 دلو 1388

سې شنبه د سلواغې ۶ مه

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو سرمقالو او مطالبو کې ترکیه کې سیمه ییزه غونډه او د ناټو د قومندان مل کرېسټل ورستیو څرګندونو ته اشاره کړې، چې حمیدمهمند ورته لنډه کتنه کړې.

سې شنبه دې جنوري ۲۶ مه

بهرنیو ورځپاڼو ته سلطان سرور لنډه کتنه کړې ده.

دوشنبه 05 دلو 1388

یکشنبه د سلواغې ۵ مه

کابل چاپ ورځپاڼو د افغانستان د ولسي جرګي د ټاکنو د ځنډولو او د افغانستان په اړه د لندن کنفرانس په اړه مطالب خپاره کړي دي، چې حمید مهمند ورته لنډه کتنه کړې.

دو شنبه د جنوري ۲۵ مه

سنډې ټلګراف خپرونې او انډیپنډينټ ورځپاڼې په افغانستان کې د ولسي جرګې د ټاکنو د ځنډېدو او د ولسمشر کرزي له خوا د کیمیاوي سرې په اړه د فرمان جاري کولو په اړه مطالب خپاره کړي دي، چې نوریاس نوري ورته کتنه کړې ده.

یکشنبه 04 دلو 1388

یکشنبه د سلواغې ۴ مه

د کاکابل چاپ ورځپاڼو په خپلو مطالبو او سرمقالو کې د افغانستان روان حالت او په هېواد کې روغې جوړې روان بهیر څېړلی، چې حمید مهمند ورته لنډه کتنه کړې.

یکشنبه د سلواغې ۴ مه

د کاکابل چاپ ورځپاڼو په خپلو مطالبو او سرمقالو کې د افغانستان روان حالت او په هېواد کې روغې جوړې روان بهیر څېړلی، چې حمید مهمند ورته لنډه کتنه کړې.

یکشنبه د جنوري ۲۴ مه

واشنګټن پسټ او نیویارک ټایمز ورځپاڼو د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګېټس د وسله والو طالبنو په اړه چې یوه سرطاني دانه ګڼلې او خوست کې د امریکا د CIA د اوو تنو وژل کېدو په اړه مطالب خپاره کړي، چې احمد تکل یې لنډيز رااخیستی.

شنبه 03 دلو 1388

شنبه د سلواغې ۳ یمه

کابل چاپ ورځپاڼو د هېواد روانو حالتو او له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو په اړه مطالب خپاره کړي دي. چې حمید مهمند ورته لنډه کتنه کړې ده.

شنبه د جنوري ۲۳ مه

لوېديځو خپرونو او ورځپاڼو د افغانستان د روانو حالتو په اړه مطالب خپاره کړي او د سټراټفور کامینټري خپرونه لیکي که وضعه په همدې شکل دوام وکړي نو د افغانستان جګړه به په یوې استخباراتي جګړې بدله شي.

جمعه 02 دلو 1388

جمعه د جنوري ۲یمه

نیویارک ټایمز او میامی هرالد تربیون ورځپاڼو د وسله والو طالبانو د نوې جګړې او د امریکا له خوا افغانستان ته د برېښنا نوي دستګاه په اړه مطالب خپاره کړي، چې زموږ همکار نوریاس نوري یې لنډیز په لاندي مطالبو کې رانغاړي ډي

پنجشنبه 01 دلو 1388

پنجشنبه: د سلواغې لومړۍ نېټه

نن کابل چاپ ورځپاڼو په افغانستان کې د اداري فساد په اړه دملګرو ملتونو وروستي راپور په اړه مطالب او سرمقالې خپاره کړي، ځینو یې لوېديځوال په دې تورن کړي چې د افغانستان په اداري فساد کې لوی لاس لري، چې کابل کې زموږ همکار حمید مهمند ترېنه لاندني مطالب راچاڼ کړي دي.

پنجشنبه د جنوري ۲۱ مه

لوېدیځو ورځپاڼو د افغاني او پاکستاني وسله والو طالبانو د همغږي او په افغانستان کې د اداري فساد په اړه مطالب خپاره کړي، چې سلطان سرور ورته لنډه کتنه کړې.

پخوانیبل
دلو 1388
د حرفواندازه - +

کلیز

دکتګورۍ انتخاب :
My Yahoo Google

مطبوعاتو ته کتنه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس