To get best possible experiance using our website we recommend that you upgrade to a newer version or other web browser. A list of the most popular web browsers can be found below.
Just click on the icons to get to the download page
د امريکا په کانګرس کې د بلوچستان د خپلواکې په اړه وړاندې شوى پرېکړه ليک په پاکستان کې په حکومتي کچه په کلکه غندل شوې او هغه يې د ملګرو ملتونو له منشور او نړېوالو قوانينو سرغړاوى بللى دى.
د امریکا د کانګرس څو تنو د جمعې په ورځ یوه لایحه وړاندې کړه، چې په کې د پاکستان د بلوچستان د ملي حاکمیت غوښتنه شوې ده.
په کوټه کې له تېرو درېوو کلونو عامو خلکو او تجارانو له سړي تښتوونکيو سر ټکاوه، پړه به يې پر حکومت ور اچوله او ايالتي وزيران يې په کې دخيل بلل، خو په دې وروستيو په
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالباسط په تازه څرګندونو کې ویلي، چې هېواد يې د افغان دولت او وسله والو طالبانوترمنځ د سولې او روغې جوړې د خبرو ملاتړ کوي، خو ټینګار
نن په اسلام اباد کې د افغانستان، ايران او پاکستان درېواړو هېوادونو د ولسمشرانو په مشرۍ درې اړخيزه غونډه کېږي، چې د ترهګرۍ په ضد جنګ، له وسلوالو طالبانو سره د مذاکراتو
د پاکستان پر قبايلي سيمه شمالي وزيرستان باندې د امريکا د بې پيلوټکه جاسوسي الوتکو له خوا نن په يوۀ تاز بريد کې شپږ پاکستاني وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د امریکا کانګرس د تروریزم ضد مبارزې کې د پاکستان د ژمنتیا او تهعد په اړه پرلپسې پوښتنې راپورته کوي او پاکستان بیا د ناټو د هغه برید له کبله په غوسه دی چې په قبایلي سیمو
پاکستان د تروریزم ضد جګړې کې د امریکا او نړېوالې ټولنې په څنګ کی ولاړ دی خو په پوځي مشرانو یې تور لګیږي چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي او تروریستان په پاکستان کی امن ځایونه لري.
پاکستان په دې وروستیو کې له افغانستان او امریکا سره د خپلو پيکه اړيکو د ښه کولو یا په بله معنی د ځان سپينولو هڅې ګړندۍ کړې.
پرون د بلوچستان په تربت سيمه کې د يوۀ تعميراتي شرکت اووه تنه کارکوونکي د نامالومو کسانو په ډزو وژل او دوه نور ټپيان شوي دي. دغه کسان...
د تیلو جګو بیو پاکستان هڅولی، چې په موټرو کې د پرس شوي طبیعي غاز ((CNG د استعمال مخکښ هیواد شي. طبیعي غاز د تیلو په نسبت ارزانه دی او دغه راز د پطرولو، ډیزلو او اوبلن غاز په پرتله یې د ژوند چاپریال ته زیان هم کم دی.
د سترې محکمې د عالي رتبه قاضیانو اووه کسیزې ډلې تر لنډ سماعت وروسته خپله پریکړه صادره کړه، چې له مخې یې صدراعظم د سترې محکمې د اوامرو د نه منلو له امله تورن و پيژندل شو.
په بلوچستان کې خرابو امنيتي حالاتو ته په پام سره د مجلس وحدت المسلمين په نامه د شعيه او سني عالمانو د يوې ټولنې له خوا يو ورځنى کنفرانس شوى چې...
په پاکستان کې د وسله والو طالبانو یوې عمده ډلې په نورو وسله والو ږغ کړی دی چې له افغانستان سره په پوله سیمو کې د پوځ پر پوستو د حملو نه کولو تړون ته خپل تعهد ټینګ وساتي
د پاکستان صدراعظم له الجزیرې ټلویزیوني شبکې په مفصله مرکه کې په قبایلي سیمو کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو او په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو په اړه هم خبرې کړې دي.
ټاکل شوې د پاکستان یوه ځانګړې پوځي محکمه نن د دغه هیواد د یوه عالي رتبه پوځي افسر محاکمه پيل کړي.دغه افسر چې ډګروال علي خان نومیږي او د پوځ...
د پاکستان پر قبایلي سیمو د امریکا د بې پیلوټه الوتکو وروستۍ پرله پسې بریدونه ښايي ددې څرګندونه کوي چې دغو حملو یو ځل بیا شدت غوره کړی دی.
د امريکا د کانګرس د بهرنيو چارو کومېټې د بلوچستان د وروستۍ خرابې امنيتي وضعې، په دې ايالت کې د بشري ضد اعمالو، د بلوڅو ملتپالو پر وسلوال مقاومت او د بلوچستان د خپلواکۍ غوښتنې د هڅو په اړه يوه غونډه کړې ده.
د پاکستان په قبائلي سیمه شمالي وزیرستان کې امنيتي مسوولین وايي د مشکوکو بې پيلوټه امريکايي الوتکو په یوه تازه بريد کې لږ تر لږه لس تنه وسله وال وژل شوي.
د پاکستان د دفاع وزیرنن وویل، چې هېواد به یې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لپاره لوژیستیکې لارې بیرته خلاصې کړې که ایتلافي ځواکونو سره یوه ښه معامله وکړي.
د امریکا متحده ایالات له پاکستان سره د خپلو اړیکو د بیرته ښه کیدو لپاره په نژدې راتلونکې کې اسلام اباد ته یو لوړ رتبه پوځي قومندان استوي.
د پنجاب ايالت په لاهور ښار کې د ګازو د ډبې چاودنې د يوې فابريکې ودانۍ نړولې چې شاوخوا شپېته تنه تر لاندې شوي، تر اوسه پورې د شپاړسو تنو مړي ځنې...
د بلوچستان د ايالتي اسمبلۍ يوې غړې پرون د برهمداغ بګټي د خور او خورځې د وژنو په خلاف له خپل غړيتوبه استعفى اعلان کړه،د ډومکي کورنۍ د وژنو په خلاف په بلوچستان کې
د پیسو نړېوال صندوق یا ای ایم ایف پاکستان ته د مالي کسر او اقتصادي ودې په خاطر خبرداری ورکړ او ویې ویل: د دغه هېواد اقتصاد له سخت خطر سره مخامخ دی.
د پاکستان صدراعظم د پاکستان افغان ضد پاليسي غندلې او ويلي يې دي چې هغه يوه پوځي ديکتاتور جوړه کړې پاليسي وه او نور به يې د هېواد بهرنۍ پاليسي يو سړى نه، بلکې منتخبى.
د بلوچستان په نوشکي سيمه کې نامالومو وسلوالو دوه تنه په ډزو وژلي دي، چې يو د بلوچستان او بل د پنجاب اوسېدونکى دى،د وژنې مسووليت يې د بلوڅو يوۀ وسلوال
د پاکستان استخباراتي ادارو په خپل يوۀ افشا شوي راپور کې حکومت ته خبردارى ورکړى چې په دې هېواد کې وسلوالو او غيرقانوني سازمانونو ته دننه له پاکستانه او بهر څخه د نغدو پيسو مرسته به دې ته لاره هواره کړي
د بخښني نړيوالې موسسې د جمعې په ورځ وويل، چې پاکستاني چارواکي بايد په خپل هېواد کې د احمديانو د ساتنې لپاره هڅې زياتې کړي. دا غوښتنه په دې ...
وسله والو طالبانو د پاکستان په قبائلي سیمه کرمه اجنسۍ کې یوارې بیا پر دولتي ځواکونو درنه حمله کړې،پوځي مقامات وايي، دا حمله د پنجشنبې او جمعې ترمنځې شپې ناوخته مهال
د پاکستان هوايي ځواک د ددې هيواد په لرې پرته قبایلي سیمه اوکزو اجنسۍ کې د سخت دریځو وسله والو پر مرکزونو بریدونه کړي، چې په ترڅ کې د یوه قوماندان په ګډون
په پاکستان کې د دولتي ځواکونو او مخالفو وسله والو ترمنځ په نښته کې ۶۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دا نښته نن سهار د وخته په قبايلي سیمه کرمه اجنسۍ کې شوې.
د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما په بې سارې ډول ومنله، چې د دې هیواد بي پیلوټه الوتکې د پاکستان په خاورې حملې کوې او دا یې هم په ډاګه کړه چې په دې حملو کې د ملیکانو د مرګ ژوبلې په راپورونو کې مبالغه کیږي.
د امريکا يوه عالي رتبه چارواکي تاييد کړه چې د پاکستان په ايبټ اباد کې د اسامه بن لادن د کور په موندلو کې يوه پاکستاني ډاکټر مهم نقش درلود.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر په داسې حال کې کابل ته روانه ده، چې له تیرې څه مودې راهیسې د دواړو هیوادونو ترمنځ په سیاسي اړيکو کې رامنځته شوې خلا لا هم پر خپل ځای پاتې ده
د بلوچستان په سويي سيمه کې تېره شپه نامالومو وسلوالو د ملېشه ځواکونو پر يوه امنيتي پوسته بريد کړى او پينځه ملېشه سرتېري يې وژلي دي،همدارنګه د دې ايالت په مرکز کوټه
د پاکستان په کراچۍ ښارکې ترڅو مياشتو کرارۍ وروسته نن بيا مرګ ژوبله شوې ده، نامالومو موټرسايکلو سپرو وسلوالو په دې ښار کې درې تنه شعيه قانونپوهان په ډزو وژلي او يو بل تن يې ټپي کړى دى.
د پاکستان په پنجاب ايالت کې له حکومتي روغتونه ناروغانو ته د جعلي درملو د ورکولو له امله پينځه اويا تنه مړه شوي دي او شاوخوا دوه سوه تنه د لاهور...
په پاکستان کې د ښځو د حقوقو لپاره کارکوونکيو سازمانونو د يوه شخصي ټلويزيون پر يوه خپرونه کلکې نيوکې کړې دي او هغه يې د بشري حقونو خلاف او د خلکو په شخصي ژوند کې مداخله کوونکې خپرونه بللې ده.
د پاکستان پوځ په يوه مفصل راپور کې ويلي، د نومبر د شپږ ويشتمې نېټې په حمله کې لومړی د دغه هېواد عسکرو ډزې نه دي کړي،امريکا تر دې مخکې ويلي و، چې لومړي پاکستاني پوځيانو پر افغان او امريکايي پوځيانو
د پاکستان په قبائلي سیمه شمالي وزیرستان کې د مشکوکو بې پيلوټه امريکايي الوتکو په یوه تازه برید کې پينځه تنه مشکوک وسله وال جنګيالي ووژل شول.
د پښتو ژبې مشهورې سندرغاړې نازيه اقبال اعلان کړی چې نور به د سندرو پر ځای د مذهب تبليغ کوي. په دې وروستيوو کې ډيرو سندرغاړو د کورونو د نه اجازې، ژوند ته