راتلونکې خپرونه


خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

ګالري

په کابل کې واورې

Afghanistan - Heavy snow falling in Kabul, 05 Feb 2012

16.11.1390

نو که څه هم ژمی روان دی تیريږي، خو په ځينو سیمو کې تر پسرلي وروسته هم واوره لیدل کيږي. د نړۍ په ځینو نورو هېوادونو کې چې کله واوره وه ووري، نو په ځینو ځانګړو ځایونو کې د سکي لوبه ترسره کيږي، سکي د ښويندوکي په څېر لوبه ده، چې د ښويندونکي لوبه افغاني ځوانان هم ډیره خوښوي. د موسم او هوا بدلون هم د انسان په اروا باندې اغيز کوي، که په ژمي کې پيتاو پسې ګرځي، په اوړي کې سيوری لټوي، د باران له څاڅکو هم ځینې کسان ځان ساتي، خو ځینې ځوانان بیا په بارانه کې تګ او لوبې کول خوښوي او له زړه غواړي چې د باران څاڅکي یې لوند کړي.

پخوانی 
دلو 1390
شنبه 15 دلو 1390

ویډیو د مسکو په سړه هوا کې تودې مظاهرې

نن په ماسکو کې چې د تودوخې درجه په کې د سانتي ګرید په حساب منفي شلو ته رسیدله زرګونه تنه مظاهرو ته راوتلي وو. دې کسانو چې په پراخو مظاهرو کې یې ګډون کړى، په راتلونکې میاشت کې د جمهوري ریاست تر انتخاباتو لا دمخه د صدارعظم ولادیمیر پوتین د واکمنی ختمیدل غواړي .

پنجشنبه 13 دلو 1390

ویډیو مصر کۍ د فوټبال د نندارچیانو ترمنځ شخړه

د مصر واکمنې پوځي شورا په بور سعید بندري ښار کې د فوټبال د دوو ټیمونو د نندارچیانو ترمنځ په شخړه کې د اویا تنو له وژل کېدو وروسته درې ورځې ملي ماتم اعلان کړ. د د مصر واکمني پوځي شورا مشر فیلد کارشال حسین طنطاوي نن په قهرې کې د فوټبال له لوبغاړو سره له کتنې وروسته خبریالانو ته وویل: (زه په هغه څه چې په بور سعید کې وشول افسوس کوم او د هغو کسانو په فکر کې یم چې شهیدان شول، پر ژوبل شوېو کسانو هم ډېر خوابدی یم.) د چهارشنبې د ورځې پېښه په مصر کې د فوټبال په مسابقو کې د تشدد تر ټولو خونړۍ او ناوړه پېښه بلل شوې ده. له ۱۹۹۶ راپه دې خوا په نړۍ کې په یوه سپورتي مسابقه کې داسې خونړۍ پېښه نه وه شوې

دوشنبه 10 دلو 1390

د عکسونو ګالري ازادي راډيو لس کلنه شوه

نن د ازادۍ راډيو لسمه کاليزه ده. دا راډيو د ٢٠٠٢م کال په جنورۍ کې د ډيموکراتيکو ارزښتونو، بشري حقوقو، د قانون د حاکميت او د بيان د ازادۍ د ودې او پراختيا لپاره جوړه شوه. ازادي راډيو توانېدلې په تېرو لسو کلونو کې د دقيقو او پر وخت خبرونو، تحليلونو، سياسي بحثونو او نورو تفرېحي پروګرامونو په خپرولو سره په افغانستان کې د يوې معتبرې او باوري رسنۍ حيثيت خپل کړي.

چهارشنبه 05 دلو 1390

ویډیو په سترګو ړنده د زړه په سترګو شکور اوبي

د چارسدې د میرزا ډېر اوسېدونکې ۶۱ کلنه نورماله چې په سترګو ړنده ده، خو اوس هم په خپلو ګوتو رنګ رنګ شکورونه او ټوکري اوبي، وايي درې کلنه وه، چې سترګو یې کار پرې اېښی دی. دا اوس د خپلې کورنۍ چې یوولس تنه دي، یوازنۍ ګټندویه مېرمن ده. د ۲۰۱۰م کال په سیلاونو کې یې کور هم اوبو وړی وو او نورو سیمو ته کډه شوې وه. د سرډ په نامه یو خیریه ادارې له هغې سره د خپل کار په بدل کې مرستې هم کړې او د دې په لاسونو جوړ شکورونه یې په پېښور کې یوې نندارې هم وړاندې کړي وو. د مشال همکار ګل اياز د ″نورماله″ د کار او ژوند په اړه دا ویډيويي رپوټ برابر کړی.

سه شنبه 04 دلو 1390

د عکسونو ګالري د رحمان بابا پر ژوند ډرامه: "هغه ښکلي ښکلي خلک"

د پښتونخوا په مرکز پېښور کې د پښتنو د ستر صوفي شاعر عبدالرحمان بابا پر ژوند،کلام او پیغام جوړه شوې ډرامه ” هغه ښکلي ښکلي خلک، د جنورۍ پر ١٦ مه د پېښور په نښتر هال کې وړاندې کړل شوه. دې ډرامې ته په سلګونه کسان لیدو ته تللي ول چې د کتونکو لخوا یې زښته ډېره ستاینه وشوه. د رحمان بابا پر ژوند ،کلام او پیغام دا ډرامه نامتو لیکوال او شاعر اباسین یوسفزي لیکلې او د ډایرېټکرۍ چارې یې د پښتو فلم یوه وتلي ستوري عجب ګل ترسره کړې. ددغې ډرامې کتونکو تمه څرګنده کړه چې د پښتونخوا حکومت به د پښتنو پر نورو اتلانو لکه خوشحال خان بابا،پیرروښان ،فقیر ایپي،باچاخان او داسې نورو هغو پر ژوند او مبارزه هم ورته ډرامې جوړې کړې. د ډرامې تنظيموونکي وايي، چې په پېښور کې په لومړي ځل داسې ډرامه ښودل کېږي چې په لومړۍ ورځ ورته خواوشا ۷۰۰ کسان نندارې ته ورغلي وو.

دوشنبه 03 دلو 1390

د عکسونو ګالري اسيايانو نوى قمري کال په جشنونو پيل کړ

میلیونونه اسیایان په اورلوبو، دودیزو جشنونو او له خپلو کورنیو سره په یوځای کېدو سره د نوي کال پیل چې د ښامار په نوم یاد شوی لمانځي. نوی قمري کال چې نن یې لومړی ورځ ده، په اسیا کې د ډېرو خلکو لپاره یو مهم جشن دی. د چين د حیواناتو په دوولس کلن کلیز کې ښامار تر ټولو محبوب او د خلکو د درناوي وړحیوان بلل کیږي.

شنبه 01 دلو 1390

د عکسونو ګالري د ملي شورا د ۱۶تقنیني دورې دوهم کال

ټاکل شوې، چې د افغانستان د ملي شورا د 16 تقنیني دورې دوهم کال نن پیل شي. تمه کیږي، چې په دغو مراسمو کې د افغان ولسمشر په ګډون نور لوړ چاوراکي او بهرني ډیپلوماټان برخه واخلي. ولسي جرګه په خپله تیره کاري دوره کې تر ډیره په خپلو جنجالونو کې بنده پاته شوه او دې جرګې ته پر ورسپارل شوو مسایلو یې لازم کار ونه کړ. د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، چې دا ځل به تر ډیره پر ملي مسایلو خبرې وکړي. افغان حکومت وايي، ډیر ژره به د کابینې او سترې محکمې پاته غړي او د ځینو خپلواکو ادارو غړي به ولسي جرکې ته د باور د رايي اخیستلو لپاره ور ولیږي.

پخوانی 
دلو 1390
د حرفواندازه - +

کلیز

My Yahoo Google

اړیکي

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس