لویاني(Lojane) کلی چې د مسدونیا په هېواد کې موقیعت لري او له سربیا سره ګډه پوله هم لري په دې وروستیو څو کلونو کې د افغان مهاجرینو، پاکستاني او د عرب مهاجرینو په تم ځای بدل شوی چې غواړي له دې ځایه لویدیځې اروپا ته لاړ شي.
دوي شپې او ورځې په لویاني کلي کې تیروي او سربي پولیسو له پولو اوښتل دوي ته ستونزمن کړي دي.