ژوندۍ خپرونې

دري خپرونه

راتلونکې خپرونه

خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

ګالري

په کابل کې د اسلامي کتابونو نندارتون

30.05.1389

په کابل کې دغه نندارتون د روژې د مبارکې میاشتې په ویاړ د هغو ټولنو له خوا چې اسلامي چارو ته کار کوي د یوې اونۍ لپاره پرانیستل شوی.

دغې نندارې ته بېلابېلو ټولنو کتابونه وړاندې کړي او همدارنګه د خطاطۍ، انځورګرۍ او نقاشۍ اثار هم ایښودل شوي دي.
د نندارې لیدونکي وایي چې د کتابونو بیې ډیرې لوړې دي او ځوانان نه شي کولای چې وایې خلي.

پخوانیبل
اسد 1389
جمعه 29 اسد 1389

ویډیو امریکايي ځواکونو وروستۍ محاربوي لېوا له عراقه

پنتاګون وايي، په عراق کې د متحده ایالاتو د محاربوي ځواکونو ماموریت به له پروګرام سره سم د روانې جولاې میاشتې په پای ختم شي. د پنجشنبې په ورځ د امریکايي ځواکونو وروستۍ مخاربوي لیوا هم له عراق څڅه ووتله. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند فلیب کرولي وویل، په عراق کې د متحده ایالاتو ماموریت له پای څخه ډیر لرې دی،خو د نوموړي په وینا دا ماموریت به زیاتره پر ملکي چارو متمرکز وي. چې ددې چارو لپاره به د دوی زرګونه سرتیري په عراق کې پاتې شي.

یکشنبه 17 اسد 1389

د عکسونو ګالري په پلخمري کې د نساجی فابریکه

د ا چې د بغلان پلخمري نساجي فابریکه د ۷۰ کالو راهیسې مشهور نوم لري ددوي د مسولینو په وینا دې فابریکې ته تر اوسه چا پام نه دی را اړولې .

سه شنبه 12 اسد 1389

ویډیو پاکستان کې سیلابونه لا هم دوام لري

راپورونه وايي چې تر اوسه پورې د تېرې اونۍ سیلابونو په پاکستان کې تر یو نیم زرو زیات کسان وژلي او په زرګونو کورونه یې نړولي دي. سیلابونو ډېر تاوان په خیبر پښتونخوا کې اړولی دی . خو اوس ویل کېږي چې سند ایالت هم د سیلابونو له سخت خطر سره مخ دی . دلته د سیلابونو د زیانونو یوه ویډیو کتلی شۍ .

دوشنبه 11 اسد 1389

ویډیو په كابل كې د بهرنيوځواكونو پرضد لاريون

د بهرنيو ځواكونواو وسله والو طالبانو پرضد په سلګونو كسانو نن په كابل كې مظاهرې وكړې. مظاهره كوونكو له دواړو خواوو څخه وغوښتل، چې نور دې په افغانستان كې ملكي خلك نه وژني. مظاهره كوونكو دغه راز پر نړېوالو ځواكونو سخت انتقادونه وكړل او ويي ويل كه دوى په دې هېواد كې د ډيموكراسۍ او بشر له حقوقو څخه د دفاع لپاره راغلي وي نو ولې په پوځي عملياتو كې د ملكي خلكو ژوند ته پاملرنه، نه كوي. دوى د تېرې جمعې په ورځ په كابل كې د بهرنيو ځواكونو له خوا پرملكي وګړو بريد او دغه راز په هلمند ولايت كې يې د دې ځواكونو له خوا د ملكي وګړو وژل كېدل سخت وغندل.

د عکسونو ګالري Anti US Protest in Kabul

Anti US Protest in Kabul

یکشنبه 10 اسد 1389

ویډیو په كابل كې د ايساف په موټر د تيږو باران

د كابل ښارپه نهمه ناحيه كې د بهرنيو او ملكي وګړو د موټرو د ټكر په پايله كې څلور ملكي وګړي ووژل شول. د كابل د امنيې قوماندانى د جنايي امر سيد عبدالفغار سيدزاده د پېښې په سيمه كې خبريالانو ته وويل، چې په پېښه كې د امنيې قوماندانۍ سرپرست او امنيتي مرستيال خليل الله دستيار له څو پوليسو سره ټپيان شوي دى.

د عکسونو ګالري په كابل كې د بهرنيو ځواكونو پرضد لاريون

د بهرنيو ځواكونواو وسله والو طالبانو پرضد په سلګونو كسانو نن په كابل كې مظاهرې وكړې.

مظاهره كوونكو له دواړو خواوو څخه وغوښتل، چې نور دې په افغانستان كې ملكي خلك نه وژني.

مظاهره كوونكو دغه راز پر نړېوالو ځواكونو سخت انتقادونه وكړل او ويي ويل كه دوى په دې هېواد كې د ډيموكراسۍ او بشر له حقوقو څخه د دفاع لپاره راغلي وي نو ولې په پوځي عملياتو كې د ملكي خلكو ژوند ته پاملرنه، نه كوي.

دوى د تېرې جمعې په ورځ په كابل كې د بهرنيو ځواكونو له خوا پرملكي وګړو بريد او دغه راز په هلمند ولايت كې يې د دې ځواكونو له خوا د ملكي وګړو وژل كېدل سخت وغندل.

شنبه 09 اسد 1389

د عکسونو ګالري د افغانستان كرنيز محصولات

د افغانستان د كرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نن په كابل كې د كوپراتيفونو نړېواله ورځ ولمانځله. د افغانستان د كرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزير په دې اړه په جوړې شوې غونډه كې د كوپراتيفونو په اغيزمن توب د ټينګار تر څنګ په هېواد كې د كوپراتيفونو د پياوړتيا په برخه كې د افغانستان د كرنې له وزارت سره د فرانسې هېواد نوې مرسته هم اعلان كړه.

ویډیو په ترافيكي پېښه كې ۴ ملكيان وژل شوي

د كابل ښارپه نهمه ناحيه كې د بهرنيو او ملكي وګړو د موټرو د ټكر په پايله كې څلور ملكي وګړي ووژل شول. د كابل د امنيې قوماندانى د جنايي امر سيد عبدالفغار سيدزاده د پېښې په سيمه كې خبريالانو ته وويل، چې په پېښه كې د امنيې قوماندانۍ سرپرست او امنيتي مرستيال خليل الله دستيار له څو پوليسو سره ټپيان شوي دى.

ویډیو Today’s Kabul Accident footage

Today’s Kabul Accident footage

جمعه 08 اسد 1389

ویډیو په خیبر پښتونخوا کې د سیلا زپلو د ژغورنې چارې

په سلګونو خلک ورک دي ، په زرګونو بې ځایه شوي ، کورونه نړیدلي او د ژوند هر څه اوبو وړي دي

د عکسونو ګالري په كابل كې د موټرو په ټكر۴ ملكيان ووژل شو

د كابل ښارپه نهمه ناحيه كې د بهرنيو او ملكي وګړو د موټرو د ټكر په پايله كې څلور ملكي وګړي ووژل شول. د كابل د امنيې قوماندانى د جنايي امر سيد عبدالفغار سيدزاده د پېښې په سيمه كې خبريالانو ته وويل، چې پېښه د كابل ښار په نهمه ناحيه كې وشوه. نوموړي زياته كړه، چې په پېښه كې د امنيې قوماندانۍ سرپرست او امنيتي مرستيال خليل الله دستيار له څو پوليسو سره ټپيان شوى دى.

پنجشنبه 07 اسد 1389

د عکسونو ګالري سيلابونو خلكو ته زيات زيانونه اړولي

د چهارشنبې له سهار راهيسې د جلال اباد ښار په ګډون د ننګرهار ولايت په مختلفو سيمو کې راوتلو سېلابونو دروند تاوان اړولى دى.

د جلال اباد ښار د ختيځې څنډې په بېز اکمالاتي کې راوتلي سېلاب سلګونه کورونه يا ويجاړ کړي او يا يې زيانمن کړي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي وويل، سمدستي د سېلابونو د زيان معلومات نه شي کېدى ده وويل: د خوګياڼيو ولسوالۍ په چمتله کې د سره رود ولسوالۍ په ځينو سيمو کې په مومندره، اچين، سپين غر او نورو سيمو کې سېلابونه راوتلي او لاهم دوام لري.

دوشنبه 04 اسد 1389

د عکسونو ګالري د محمد مسعود حلیم خطاطي او هنري اثار

محمد مسعود حلیم یو افغان ځوان خطاط دی، چې تر اوسه یې څلور ځلې قران کریم خطاطي کړی، چې لومړی یې د سعودي عربستان پاچا ته، دویم یې د افغان ولسمشر حامد کرزي په مرسته د کویټ پاچا، درېیم یې په خپله ولسمشر کرزي ته او څلورم یې د امریکا په متحده ایالتو کې د نړۍ تر ټولو ستر کتابتون یعنې د نیویارک کتابتون ته ډالۍ کړی او اوس غوړاي چې د پنځم ځل لپاره قران پاک خطاطي کړي، چې تر اوسه یې د قران پاک له اوو منزلو څخه دوه منزله خطاطي کړي دي.

ده خپل هنري اثار په لسګونو ځلې په هېواد کې دننه او بهر په سیالیو او په ننندارتونونو کې نندارې ته وړاندې کړي دي، چې هر ځلې د بري لیکونو او ستاینلکونو په ترلاسه کولو د هېواد ویاړ ګرځېدلی.

ښاغلی مسعود حلیم وردک چې په خپله صاحب منصب دی او په داخله وزارت کې دنده لري، د قران کریم د خطاطي ترڅنګ نور هنري اثار لکه د قران پاک لنډې سورې او ایاتونه، کلمې شریفې او د بېلابېلا شاعرانو شعرونه په بېلابېل سبک خطاطي کړي دي.

شنبه 02 اسد 1389

د عکسونو ګالري هرات په تصویرونو کې

د هرات ولایت مشهور ځایونه، چې هریو یې په سوونو کلونو پخوا جوړ شوي دي او تاریخي ارزښت لري، لکه په هرات د تکړه شعار خواجه عبدالله انصار زیارت، د هرات پخوانی شین جومات د هرات پنځه پخواني څلي او په هرات کې د ګوهرشاد بېګم ملکې زیارت په تصویرونو کې لیدلای شئ.

پخوانیبل
اسد 1389
د حرفواندازه - +

کلیز

My Yahoo Google

اړیکي

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس