To get best possible experiance using our website we recommend that you upgrade to a newer version or other web browser. A list of the most popular web browsers can be found below.
Just click on the icons to get to the download page
د ښاري پراختیا وزارت چارواکي وایي، چې په روان ۱۳۹۰ هجري لمریز کال کې یې له پنځه ویشت میلیونه ډالرو څخه زیاته پراختیایي بودیجه درلوده، چې تر اوسه یې څه باندې اته شپیته فیصده لګولې ده.
د واورې وروستیو ورښتونو که څه هم ډیر خلک د وچکالۍ پای ته رسیدو ته خوشبینه کړي، خو د کابل ښار اوسیدونکي بیا د واټونو په سر د واورې پرتو ډیرونو په تګ راتګ کې له ځینو
که څه هم چې د هرات ولایت امنیتي چارواکي د امنیتي پرمختګونو ادعا کوي او وایې، چې د تیرو څو میاشتو په پرتله د تښتونې پیښې کمې شوي خو خلک په تیره سوداګر لا هم په کراره نه دي.
د ولسي جرګې د غونډې په تالار کې هغه وخت وکیلان حیران شول، چې یوه وکیل عبدلرحیم ایوبي د زنداني په شان لاسونه او پښې یې ولچک او په غاړې کې له ځنځیرونو سره تالار ته
د راپورونو له مخې ولسمشرحامدکرزي د پاکستان د یوې مذهبي ډلې مشر ته ویلي چې د طالبانو هغه مشران چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته یې لېوالتیا ښودلې یا نیول شوي یا وژل شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هیله مندې دې، چې له امریکا سره د اوږد مهاله ستراتیژیکو اړیکو د سند په اړه روانې خبرې به په نږدې راتلونکې کې نهایې شي.
یو شمېرهغه خبریالانو، چې له اریانا ټلویزیون څخه یې په ډله ایزه توګه استعفې کړې وایې، چې دوي به د خپلو حقونو د اعادې لپاره نړېوالو ادارو او عدلي او قضایي ادارو ته مراجعه وکړي.
په کونړ کې د ولایتي شورا د ریاست په سر پیداشوې لانجه اوس هم دوام لري او له امله يي نن هم په کونړ کې مظاهرې روانې دي،د مظاهرې ترتیب کوونکې حاجي نورالدین ازادۍ راډیو ته
د افغانستان ولسمشرحامد کرزي د شنبې په ورځ په پاکستان کې له هغو مذهبي مشرانو سره وکتل، چې له طالبانو سره اړیکي لري،دغو مشرانو وویل، ولسمشر کرزي ورڅخه وغوښتل
د امريکا په کانګرس کې د بلوچستان د خپلواکې په اړه وړاندې شوى پرېکړه ليک په پاکستان کې په حکومتي کچه په کلکه غندل شوې او هغه يې د ملګرو ملتونو له منشور او نړېوالو قوانينو سرغړاوى بللى دى.
د افغان پوځ افسران وايي، د اردو په لیکو کې د طالبانو د مخنیوي په خاطر له هغو عسکرو چې کورنۍ او یا نژدې خپلوان يې په پاکستان کې دي غوښتنه کیږي چې خپل عزیزان افغانستان ته انتقال کړي.
افغانستان په نړۍ کې د اپینو ستر تولیدونکې هېواد دی او دغه راز په دې هېواد کې په نشه یې موادو د معتادو یا روږدو کسانو شمېر هم مخ په زیاتیدو دی.
د افغانستان د سوک وهنې ملي لوبغاړې صدف رحیمي د تمریني لوبو لپاره بریټانیې ته لاړه، د افغانستان د سوک وهنې د نجونو ملي روزونکي وویل، صدف رحیمي د شنبې په ورځ سهار مهال لندن ته روانه شوه
د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان د اسلام اباد د درې اړخیزې غونډې په اعلامیې کې ځای شوي مسایل مهم بولي، خو د عملي کېدو په اړه یې جلا جلا نظرونه لري.
ولسي جرګې دې شنبې په ورځ د مالي او کورنیو چارو وزیران غونډې ته استیضاح کړی و، ترڅو د جرګې د غړو پوښتنې چې مخکې له مخکې مطرح شوي وې ځواب کړې.
ویل کېږي، چې روسیه د نشه یي موادو پر ضد د متحده ایالاتود هغه پلان مخه نیسي چې غواړي له افغانستان څخه مرکزي اسیا ته د نشه یي موادو قاچاق بند شي.
د پښتو ژبې مشر لیکوال او شاعر مراد خان شینواری نن د شنبې په ورځ د فبروري پر اتلسمه نیټه له د ۸۵ کالو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې،نوموړی د پښتو ژبې د وتلي شاعر او غزل
په داسې حال کې، چې افغان حکومت د بهرنیو ځواکونو د شپې د عملیاتو بندیدل غواړي، په کابل کې د ناټو چارواکي بیا دا عملیات موثره بولي.
د امریکا د کانګرس څو تنو د جمعې په ورځ یوه لایحه وړاندې کړه، چې په کې د پاکستان د بلوچستان د ملي حاکمیت غوښتنه شوې ده.
په کوټه کې له تېرو درېوو کلونو عامو خلکو او تجارانو له سړي تښتوونکيو سر ټکاوه، پړه به يې پر حکومت ور اچوله او ايالتي وزيران يې په کې دخيل بلل، خو په دې وروستيو په
پاکستاني او نړېوال مبصرين په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او ایران د ولسمشرانو ترمنځ د درې اړخیزې غونډې باب بیلابیل نظریات لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره وايي، چې په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان د مشرانو خبرې سختې وې،په پاکستان کې د حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان د لوړ پوړي هیات له دوو
د امریکا متحده ایالات وایي، له ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې خپل لګښتونه کم کړې. د دې هېواد پوځ وایي، د افغان امنیتي ځواکونو لپاره په کال کې څلور میلیاردو ډالرو ته اړتیا ده.
په اسلام اباد کې د افغانستان، ايران او پاکستان د ولسمشرانو تر منځ نن يوه درې اړخيزه غونډه وشوه، په غونډه کې درېواړو ولسمشرانو پر يوه ګډه اعلاميه لاسليک کړې
رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې د امریکا او قطر چارواکي به ډېر ژر په خپله کتنه کې له ګوانتانامو زندان څخه قطر ته د څو طالب مشرانو د انتقال په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.
د افغانستان، ایران او پاکستان ولسمشرانو نن په اسلام اباد کې یوې ګډې خبري غونډې ته په وینا کې د دریواړو هېوادونو ترمنځ د ښو روابطو ټینګولو او د تروریزم پر ضد پر ګډې
د لوګر د سیمه ایزو چارواکو او ولایتي شورا په هڅو په دې ولایت کې ګڼ شمېر مخالفې وسلوالې ډلې دې ته تیارې شوي چې له جنګ څخه لاس واخلي او د سولې له بهیر سره یوځای شي.
وروسته ترهغې چې ناټو ځواکونو په کاپیسا ولایت کې د دوې په هوایې برید کې د ملکي وګړو وژل کیدل تایید کړل د قربانیانو خپلوان د دې پیښې د عاملینو د نیولو غوښتنه کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالباسط په تازه څرګندونو کې ویلي، چې هېواد يې د افغان دولت او وسله والو طالبانوترمنځ د سولې او روغې جوړې د خبرو ملاتړ کوي، خو ټینګار
نن په اسلام اباد کې د افغانستان، ايران او پاکستان درېواړو هېوادونو د ولسمشرانو په مشرۍ درې اړخيزه غونډه کېږي، چې د ترهګرۍ په ضد جنګ، له وسلوالو طالبانو سره د مذاکراتو
روسیې هیله ښودلې چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د پروګرامونو په یوه لړۍ کې به برخه واخلي. په کابل کې د روسیې سفیر اندرې اوي تیسیان وايي چې د دې کار هدف د افغانستان د حساس اقتصاد پیاوړي کول دي.
د ملګروملتونو سرمنشي وايي چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د مخدرو موادو د له مینځه وړلو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.
ولسمشر حامد کرزي د چهارشنبې په ورځ له وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې استازو یې له طالبانو او د امریکا له حکومت سره خبرې پیل کړې دي.
مشرانو جرګه وایې، د حکومت مهمو او حساسو ادارو ته د مشکوکو خلکوور تګ او له دولتي چارواکو سره د هغو لیده کاته کولای شي، زیات خطرونه رامنځته کړي.
د ارګ ماڼۍ وایې، چې افغان ولسمشر به له خپلو پاکستاني او ایراني سیالانو سره په درې اړخیزه ناسته کې د ځینو نورو مسایلو ترڅنګ په افغانستان کې د سولې په روانو هڅو هم خبرې وکړي.
د افغانستان، ایران او پاکستان ولسمشران نن په اسلام اباد کې غونډه کوي، ټاکل شوې چې د درې واړو هېوادونو مشران په خپلو کې د اقتصادي اړیکو او د سیمې د وضیعت په اړه خبرې وکړي.
سره له دې چې د بن په دوهم کنفرانس کې نړېوالې ټولنې د افغان ځواکونو د تمویل په اړه مهمې ژمنې کړي، خو په کابل کې د ناټو چارواکي په دې باور دي چې د شیکاګو په کنفرانس کې به
سره له دې چې افغان حکومت تر اوسه د امریکا د جنګي بودیجې په کمښت تبصره نه ده کړې، خو د ولسي جرګې د ځمکنۍ بشپړتیا او دفاعي چارو کمیسیون وایي، چې د امریکا په جنګي
د لسګونو هېوادونو استازو په ویانا کې د افغانستان په اړه د مخدرو موادو د کر او قاچاق د مخنیوي پر لارو چارو د خبرو په مقصد خپله غونډه پیل کړه.
په کونړ کې امنیتي مسولین وايي، چې په لسګونو کوچني ماشومان يي د قاچاق وړونکو له منګولو ژغورلي او بیرته یې خپلو کورنیو ته سپارلي دي.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت هم لکه د ځینو نورو وزارتونو په څیر یو شمېر ستونزو ته ګوته نیسي، چې د دوې د پراختیایي بودیجې د لګښت په وړاندې یې خنډونه جوړ کړي دي.
د افغانستان د ولسمشر حامد کرزی له قوله وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه خبر ورکوي چې وایې، د افغانستان او د امریکا د حکومتونو او طالبانو ترمنځ پټ تماسونه نیول شوي دي.
افغان ولسمشر حامد کرزی په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د تیرو کلونو په نسبت ډيرې ترینګلې ښکاري.
له یوولسو کلونو جګړو وروسته طالبانو په ډاګه اعلان وکړ چې په قطر کې د امریکا له متحده ایالاتو سره خبرو ته چمتو دي.
د دلوې شپږویشتمه هغه ورځ ده، چې شوروی پوځونه له افغانستان څخه ووتل. د شوروي پوځونه، په کال یوزرو درې سوه اته پنځوسم لمریز کې افغانستان ته راغلی و.
د جمهوري ریاست چارواکي وایي، دا چې د بشر د حقونو د خپلواک کمیسون کمیشنران ولې تر اوسنه نه دي ټاکل شوي لامل یې دا دی، چې مدني ټولنو دغو پوستونو...
ولسي جرګې ته په داسې حال کې نهه تنه کاندید وزیران د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره معرفي کیږي، چې دې جرګې د حکومت د کابینې دوه تنه وزیران ...
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونو د هوايي عملیاتو قومندان منلې، چې تیره اونۍ د دوی په یوې هوايي حملې کې په کاپیسا ولایت کې اته ملکي کسان وژل شوي.
په کابل کې د فرانسې سفیر د افغانستان په وړاندې د ګاونډیو هیوادونو په موجوده سیاستونو انتقاد وکړ او ویې ویل، چې افغانان باید د امنیت په برخه کې په خپلو ګاونډیو حساب ونه کړي.
په کونړ کي دولایتي شورا دریاست او اداري هیئت د کلنیو ټاکنو څخه د راپیداشو لانجو په ترڅ کي پرون بیا د کونړ مرکز اسعد اباد د مظاهرو شاهد و، مظاهره چیانو
د پکتيا ولايت د پينځو نسبي نا امنو ولسواليو سلګونه تنو ښوونکو او اداري کارکوونکو ته د ظرفيت لوړونې، اغېزمن تدريس او د ادارې د ښه سمبالښت او منجمنټ په برخه کې ځانګړې زده کړې ورکړل شوې.
زیات شمېر افغانانو ته په ۱۹۸۸ کال کې د جینوا تړون په یاد دي، چې له مخې یې شوروي اتحاد خپل ځواکونه له افغانستان څخه وایستل، خو هغه مهال د پاکستان
د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا وایي، افغانستان او امریکا د یوه ستراتیژیک تړون له لاسلیک کولو یواځې څو اونۍ واټن لري. دغه تړون به د امریکا...
پاکستان پرون اعلان وکړ، چې ناټو ته په موقت ډول اجازه ورکوي له خاورې یې په افغانستان کې خپلو ځواکونو ته خوراکي او نورمصرفي مواد ولیږدوي.
په پاکستان کې د طالبانو د واکمنۍ د دفاع وزیر له مرګ وروسته یوځل بیا د سولې د پروسې د برخلیک په اړه اندیښنې را ولاړی شوې دي.
د بریتانیا د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو په خپل یو وروستي رپوټ کې ویلي، چې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې په تیرو دریو میاشتو کې خشونت کم شوی دی.
د افغانستان د مالیې او کورنیو چارو وزیران په داسې حال کې د ولسي جرګې استیضاحیه غونډې ته تیاری نیسي، چې معلومه نه ده، له استیضاح وروسته...
د مشرانوجرګې غړي د سې شنبې په ورځ له ډیرو بحثونو نه وروسته له جمهوري ریاست څخه وغوښتل چې د سرپل ولایت د ستونزې حل ته دې جدي پاملرنه...
د فبروري میاشتې څوارلسمه نیټه، چې د دلوې میاشتې له پنځه ویشتمې سره برابره ده، په ټوله نړۍ کې د مینانو دورځې په نوم یادیږی او لمانځنه یې کیږي.
د طالبانو یوه ویاند ذبیح اله مجاهد د دوشنبې په ورځ وویل، چې د عبیداله اخند کورنۍ ته په دې وورستیو کې د هغه له مرګه خبره وکړای شوی وو او ویل شوي...
یوه افغان امنيتي چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، ازادۍ راډیو ته ويلي چې په دغو اتو کسانو کې يې درې تنه د بهرنيو ځواکونو لخوا په زرمت ولسوالۍ کې نيول شوي
نیوز ویک مجلې د سولې د خبرو اترو له امله د طالبانو په صفونو کې د درز په اړه یوه مقاله خپره کړې، چې په کې د دغې بهیر په باب د یو شمېر طالب وسله والو...
په افغانستان کې د ماین ایستلو متخصصین وایي، د ماین په پیژندلو کې ورسره « سپیو » ډیره مرسته کړې ده. د روبی په نوم یوسپی درې کاله کېږي، چې د اومر...
امريکايي ماليه ورکوونکو د اجمل حساس په نامه يوه قراردادي ته په مليونونو امريکايي ډالره د دې لپاره ورکړي چې د طالبانو د مهمو سيمو په ځينو کليو کې ولګول شي.
په ويانا کې د افغانستان د مخدرو موادو په اړه د يوه نړيوال کنفرانس په درشل کې د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت هيله څرګنده کړه، چې دا کنفرانس...
طالبانو د خپلې واکمنۍ د مهال د یوه جګپوړي مقام ملاعبیدالله مړینه تایید کړې. د طالبانو یوه ویاند آزادۍ راډیو ته وویل چې د تحریک د مرستیال او دفاع وزیر د مړینې د عواملو په اړه څېړنه کوي.
فرانسپرس خبري آژانس لیکي، پاکستان په افغانستان کې له وسله والو مخالفینو سره د پخلاینې لپاره په هڅو کې د خپلې مهمې ونډې د یقیني کولو لپاره ډيپلوماتیکې هلې ځلې پیل کړي
یو پلاوی وایي، نړیوالو ځواکونو د کونړ او کاپیسا په ولایتونو کې کړي جلاجلا عملیات، د دوی له مشورې پرته ترسره کړي، چې په نتیجه کې یې په دواړو...
په کابل کې د ایساف ځواکونه وایی، چې په دې کنفرانس کې به په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په لارو چارو خبرې وشي.
ولسي جرګې په یوه بې ساري اقدام کې د حکومت د کابینې دوه تنه وزیران استیضاح کوي او څوارلس نور وزیران او سرپرست وزیران یو د بل پسې استجواب کوي.
د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونه د افغان دولت د وسله والو مخالفینو په بیا راستنولو کې ځینې ستونزې تاییدوي، خو پدې برخه کې خپلې هڅې موثرې بولي.
د وزارتونو د پراختیایي بودیجې د کم مصرفیدو په اړه د ازادي راډیو د راپورونو په لړۍ کې داځل د کانونو وزارت پودجه ارزول شوې.
په هرات کې سږکال بیا هم د هغو میرمنو شمېر تر ۸۰ تنو واوښت چې د کورني تاوتریخوالي له کبله یې ځانونه سوځولي دي. شل کلنه جمیله یوه له هغو ...
په ټولنه کې د طالبانو د بېرته جذبولو پروګرام، چې په اړه یې ډیرې خبرې کیږي، په عمل کې سم نه پلی کیږي. بریتانوي سنډې ټیلیګراف خپرونه لیکي...
په پاکستان کې د وسله والو طالبانو یوې عمده ډلې په نورو وسله والو ږغ کړی دی چې له افغانستان سره په پوله سیمو کې د پوځ پر پوستو د حملو نه کولو تړون ته خپل تعهد ټینګ وساتي
د یکشنبې په ورځ ماسپښین دننګرهار ولایت کامې ولسوالۍ دګهيک په سيمه کې د صدراعظم په نوم ديوه تن په کور کې ګيس ډبه چاودلې ، چې له امله يې نهه تنه ټپيان شوي دي .
څه باندې له یوې لسیزې راهیسې طالبانو په بامیان کې د بودا تاریخي مجسمه ډرې وړې کړه، چې د نړیوالو اعتراضونه یې راوپارول. اوس دا هېواد چې د بېلابېلو فرهنګې میراثونو خاوند دی
امریکايي رسنیو څو ورځې مخکې راپور ورکړ چې امریکا غواړي له ۲۰۱۴ کال وروسته چې خپل ټول متعارف ځواکونه باسي، د خپلو ځانګړو ځواکونو څه کم لس زره سرتېري په افغانستان کې پرېږدي.
په ژمي کې زیانمنیدونکو سیمو ته پر وخت د خوراکي موادو د نه لیږدېدو له امله، د خلکو د شکایتونو سره جوخت، له طبیعي پیښو سره د مبارزې د تیاریو ...
د بلوچستان شمال ختيځ لوري ته د باديني سيمې چارواکي وايي افغانستان سرحدي ځواکونو له دې سيمه څخه دوه تنه او ځينې وايي درې تنه پاکستاني اتباع له وسلوالو طالبانو سره د لاس لرلو په تور وړي
د پکتيکا والي وايي چې د بيارغونې په برخه کې دغه ولايت ته تر نورو هغو کمه پاملرنه شوې او له مرکزي دولته غواړي چې د دغه ولايت ستونځو ته خاصه پاملرنه وکړي.
په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې عالي اداره وایي، چې د بلخ ولایت په حیرتانو ګمرک یې د دری نیم میلیارډه افغانیو د ورکیدو په اړه پراخ تحقیقات پیل کړي.
په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د اقتصادې ستونزو د را ولاړیدو په اړه اندیښنې موجودې دي، د بهرنیو چارو وزارت...
د افغانستان د ولسي جرګې یو شمیر غړي په هیواد کې د ملي امنیت په توقیف ځایونو کې د زندانیانو د زورولو په هکله د ملي امینت په ریاست نیوکه کوي.
د ګرجستان د بهرنیو چارو وزیر، چې اوس مهال په کابل کې له افغان مشرانو سره د دغه هیواد د ولسمشر د لیده کاته مقدمات بشپړوي ډاډ ورکړ، چې هیواد به...
افغان حکومت په یوې ویډیو کې خپره شوې دا ادعا چې په افغان پوځ کې یو شمېر روزل شوي سرتیري پر نړیوالو عسکرو د حملو لپاره چمتو دي رد کړې ده.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر الن ژوپې ویلي، په ۲۰۰۱م کال کې هغه مهال چې ولسمشر شیراک او صدراعظم ژوسپین په افغانستان کې د فرانسې د پوځي...
د کندهار والي، د امنيې قومندان او په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستیال نن په یوه غونډه وویل چې د تاریاکو کروندګر، نېښ وهونکي او نور کاروباريان به ونیسي او سخت مجازات به یې کړي.
د چهارشنبې په ورځ په کاپیسا ولایت کې د ناټو ځواکونو په هوایي برید کې ۷ تنه کوچنیان ووژل شول او سېمې ته استول شوی هیات وایي...
په پام کې ده ، چې د ولسي جرګې د دوهم مرستیال د ټاکلو نهم ځلي انتخابات د یکشنبې په ورځ ترسره شي.د شنبې په ورځ د ولسي جرګې د دوهم مرستیال...
د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ ریاست وايي چې د شاوخوا نوي فیصدو هغو پیژندپاڼو معلومات ناسم دي، چې ایراني حکومت راستنیدونکو افغان کډوالو ته ...
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د دارالامان، تاج بیک او چهل ستون ماڼیو د بیارغونې لپاره د پیسو د ټولو په هدف څه باندې درې زره ټکټونه چاپ کړي...
د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړي د ۱۳۹۱ کال بودجه غیرمتوازنه بولي او وايي، د دې جرګې د کمیسیونونو له خوا پرې بحثونه دوام لري.
د سوریې دولتي ټلویزیون وایي، په شمالي ښار ″الیپو″ کې د جمعې په ورځ په دوو موټربم چاودنو کې ۲۸ کسان مړه او له دوه سویو زیات ټپیان شوي دي.
د افغانستان د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې په۱۳۹۱ لمریز کال د ښوونکو د ژوند د ښه والي ته لا ډیره پاملرنه وکړي. د پوهنې وزارت داسې مهال ...
د المپیک د ملي کمیټې او د «امریکن اماتور» په نامه د یوې امریکایۍ کمیټې ترمنځ د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوتړون لاسلیک شو.
د پاکستان په بلنه د افغانستان، ایران او د کوربه هېواد ولسمشران په داسې حال کې په اسلام اباد کې سره غونډه کوي چې افغان حکومت له طالبانو سره د...
افغان ولسمشر حامدکرزي پرون په یوه خبرپاڼه کې د کاپیساولایت په نجراب ولسوالۍ کې د نړیوالو ځواکونو بمباري په کلکه وغندله.
د امریکا کانګرس په یوه راپور کې ویلي، څرګنده نه ده هغه بندیان چې له ګوانتانامو زندان څخه خوشې کېږي، بیا به هم د لویدیځ پرضد په فعالیتونو کې ښکېل وي کنه.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري، چې له دې مرستې نه د امیدواره میندو او ماشومانو د روغتیا او د دوی د مړینې د کچې د کمولو په برخه کې کار واخلي.
د امریکايي ځواکونو د یوه لوړ رتبه قوماندان دې وینا، چې د افغان پولیسو او عسکرو یوازې یو فیصد په مستقل ډول د عملیاتو د ترسره کولو توان او قابلیت...
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو څانګه وایي، چې له پاکستان سره یې نه د خوراکي توکو په انتقال کې خبرو کومه نتیجه نه ده ورکړې او د بلې لارې په لټه کې دي. دغه اداره وایي، چې له بیوزله خلکو سره د مرستو ټولې زیرمې یې خلاصې شوې دي او د پنجشبنه په ورځ یې وروستي مواد خلکو ته وویشل.
″جنرال کورټس سکاپروتي″ د متحده ایالاتو د دفاع په وزارت کې خبریالانو ته وویل، هغه غواړي له دې نه مخکې چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو شمېر کم شي، افغان ځواکونه د زیاتو عملیاتو مشري پر غاړه واخلي.
ټاکل شوې ده د جمعې په ورځ د افغانستان او پاکستان د کرکټ د ملي ټیمونو ترمنځ په شارجه کې لوبه وشي. د افغانستان د کرکټ بورډ مسوولان وایي، چې دې لوبې ته ښه تیاری نیول شوی اوهیله ده، چې افغان کرکټ ټیم په کې ښې لاس ته راوړنې ولري.
د وزارتونو له خوا د پراختیایي بودجې د کم مصرفیدو په اړه د ازادي راډیو د راپورونو په لړۍ کې داځل د کلیو د پراختیا وزارت انتخاب شوی.
د احمد ولي کرزي په نوم د دیني علومو دغه مرکز، چې په پنځه جریبه مځکه کې د یو ملیون ډالرو په لګښت جوړ شوی، لس درسي خونې او نور ملحقات لري.
د امریکا متحده ایالات غواړي، چې له وسله والو طالبانو سره خبرې اترې چټکې کړي، څو د مې په میاشت کې د ناټو په غونډه کې له دې ډلې سره د جدي خبرو اترو د پیل اعلان وکړي.
د ولسمشربارک اوباما اداره هیله لري، چې له طالبانو سره له یو کلنو لومړینو او نا مطمئنو تماسونو وروسته، په شیکاګو ښار کې د ناټو په غونډې کې چې د مې په شلمه او ۲۱ مه به جوړه شي
له هغې وروسته چې افغاني قالینو د څوارلسو هېوادونو ترمنځ د قالینو په سیالۍ کې لومړۍ درجه وګټله، افغان چارواکې وایي، دا د هېواد د صنعت د ښکلي ډیزاین او لوړ کېفیت
ولسمشر حامد کرزي په ظاهر کې وایي، په خپل ټول وس زیار باسي چې له طالبانو سره د سولې خبرې وکړې، خو داسې معلومیږي چې دی پخپله له وسله والو سره په خبرو او د سولې په عملیې کې د امریکا د متحده ایالاتو د هلو ځلو مخه نیسي.
که څه هم د لغمان دغه قومي مشران د خپل ولایت په موجوده وضع خوښ بریښي، خو هغو ګواښونو ته اندیښمن دي، چې د دوې په وینا د دې ولایت امنیت ته د پاکستان له لوري متوجه دي.
د کابل پوهنتون ځيني محصلین شکایت کوي، چې د مسلکي ښوونکو، لاربراتوارونو او کتابتونونو کمښت لا هم هغه ستونزه ده چې دوې ورسره د زده کړې په بهیر کې مخ دي.
د پروان له زندان څخه د افغان حکومت زندانونو ته د افغان بندیانو د لیږد د پروسې له پیل سره جوخت د کورنیو چارو وزارت چارواکي وایې، چې تر اوسه یوسل او دیرش تنه بندیان د
د ولسي جرګې اداري پلاوي له ولسمشر کرزي سره تر لیدنې وروسته تمه ښودلې، چې د افغان کابینې پاتې غړي به تر راتلونکو دوو دریو ورځو پورې د باور رایو د ترلاسه کولو
د ولسمشر کرزي له سپارښتنې سره سم د لوړو زده کړو وزارت پریکړه کړې، چې پس له دې به د کانکور د ازموینې له لارې ممتاز محصلان د لوړو زده کړو لپاره بهرنیو هېوادونو ته واستوي.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې له ایرانیو چارواکو سره په دې هېواد کې د شپږو افغان کډوالو د وژنې د پيښې په اړه په تماس کې دي او له هغوې یې غوښتي چې د دغو افغانانو جسدونه یې ور وسپاري.
د افغانانو یو شمیر کورنۍ تر لوڼو هلکان غوره ګڼي. دا مساله په وروستیو کې وروسته تر دې په نړۍ کې مطرح شوه چې یوه ځوانه افغانه د دې له امله خپل میړه ووژله چې سر په سر یې دریمه لور وزیږوله.
یو امریکایی لوړ پوړی چارواکی امیرالبحر وایي، امریکایي ځانګړي ځواکونه په افغانستان کې خپل عملیات پراخوي او د دې لپاره تیاریانې روانې دي.
دا ریښتیا ده چې د افغانستان په جنوب کې د طالبانو حضور او فعالیت کم شوی، خو دا د دې معنی نه لري چې په دې سېمې کې طالب وسله وال بیخي له منځه تللې دې.
د پاکستان د دفاع وزیرنن وویل، چې هېواد به یې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لپاره لوژیستیکې لارې بیرته خلاصې کړې که ایتلافي ځواکونو سره یوه ښه معامله وکړي.
د مشرانو جرګې یوشمېر غړي چې له پاکستان څخه بېرته هیواد ته را ستانه شوي، وایي، چې پاکستان باید له دوی سره په خپلو کړیو ژمنو عمل وکړي.
نوموړي په داسې حال کې د مشق ته ځي، چې روسیې په وروستیو کې ملګروملتونو د امینت شورا هغه پریکړه لیک ویتو کړ، چې په کې د سوریې د رژیم له خوا د مخالفانو د ځپونکو اعمالو غندنه شوې وه.
“ای. اېل. او” یا د کارنړیوال سازمان په یوې سروې کې ویلي، چې د افغانستان د خښتو په بټیو او فابریکو داسې ماشومان کار کوي چې عمرونه یې له اتلسو کالو ټیټ دي.
افغان چارواکي تمه لري، چې په شیکاګو کې به د ناټو د غړېو هېوادونو د سرمشریزې په غونډه کې د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل او تجهیز په اړه موجوده اندیښنې پای ته ورسیږي.
د امریکا د متحده ایالاتو یوه پوځي د دې هېواد پر پوځ تور لګولی، چې امریکایانو ته یې د افغانستان د جګړې غلط او بې لارې کوونکی تصویر ورکړی دی.
د افغانستان د کلیو د پراختیا وزارت وايي، چې دا مهال د هېواد څه کم دیرش فیصده خلک د څښاک روغتیايي اوبو ته لاس رسی لري او دوې هڅه کوي چې په دریو کلونو کې دغه شمېر پنځوس فیصدو ته ورسوي.
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، چې د سیمې د هیوادونو استخباراتي او ترهګري ډلې هڅه کوي، چې پر دې ادارې تورونه ولګوي او بدنامه یې کړي.
په کابل کې د امریکا سفیر د سولې په اړه د بین الافغاني خبرو له پیل نه مخکې د افغان او قطر حکومتونو ترمنځ تماس او د طالبانو له خوا د نړېوال تروریزم غندل او د سیاسي حل لارې ملاتړ ضروري بولي.
د کابل ښار ختیځ ته د بګرامیو په سیمه کې په واورو د پوښلې تپې په لمن په خړو کیږدو کې، د شدیدې یخنۍ وروستیو څپو یو شمېر میندې بورې کړي دي.
د افغان حکومت سیاسي مخالفې جبهې هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګواکې دوې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرې سره د لیدنې په مهال په افغانستان کې د فدرالي نظام د واکمنولو مسئله مطرح کړې وه.
د پاکستان د صدراعظم دفتر د رضا ګيلاني له قوله وويل، چې ده د قطر له صدراعظم سره په کتنه کې د خپل حکومت پر دې دريځ ټيینګار وکړ، چې د افغانستان د سولې لپاره د افغانانو په
د امریکا چاپ نشنل انترست خپرونې، په ۲۰۱۴ کال کې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د امریکا د ونډې په اړه یو تحلیلي مطلب خپور کړی.
ولسي جرګه وایي، هغه وزیران او د خپلواکو ادارو مسوولین چې په تیر کال کې یې خپله څلویښت فیصده پراختیایي بودجه هم نه ده مصرف، باید استجواب شي.
د امریکا چاپ درې میاشتنۍ خپرونه، نشنل انټرسټ لیکي، د امریکا دفاع د وزیر لېون پنیټا دا څرګندونې، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پوځي ع
په افغانستان کې د ناټو چارواکي وایي، چې تر 2014 کال وروسته د افغان ځواکونو پر غښتلتیاوو یې له افغان حکومت او هغو هیوادونو سره خبرې پيل کړي، چې له دې هیواد سره پوځي او مالي مرستې کوي.
د پوهنې وزارت د تاریخ په مضمون کې د تیرو دریو لسیزو د پیښو او بدلونونو د نه شاملولو یو اساسي علت دا بولي، چې په دغه موده کې په افغانستان کې رامنځ ته شوي بدلونونه
د کونړ ولایت د مرکز او مرورې ولسوالۍ ترمنځ د کونړ په سیند یو پوخ پول، چې پخوا جوړ شوی وو او د تیر کال د سختو سیلابونو له امله ویجاړ شوی، په کونړ کې د امریکا د
د پاکستان صدراعظم سيد يوسف رضا ګېلاني نن قطر ته روان شو چې له قطري چارواکو سره د افغانستان د سولې پر هڅو خبرې وکړي، په دغه هېواد کې وسلوالو طالبانو او امريکايي چارواکو لومړني ارتباطات پيل کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، د الکترونیکي تذکرو ویش یوه اوږد مهاله پروژه ده، چې د نوې لمریز کال په لومړیو کې به پیل شي،د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي
د پاکستان صدراعظم د پاکستان افغان ضد پاليسي غندلې او ويلي يې دي چې هغه يوه پوځي ديکتاتور جوړه کړې پاليسي وه او نور به يې د هېواد بهرنۍ پاليسي يو سړى نه، بلکې منتخبى.
افغان میرمنې له بل هر وخته اوس ډیرې د خپلو حقونو غوښتنه کوي او د زور زیاتي په خلاف خپل غږ پورته کوي،که څه هم دا ډول ښځې ډیرې کمې دي، چې دومره جرات کوي.
د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلانی نن قطرته ځي چیرې چې ټاکل شوې، طالبان د خپل ځان لپاره سیاسي دفتر پرانیزي،پاکستانی چاروکو ویلی چې ګیلانی به په دی سفر کې
که څه هم پاکستان په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو ملاتړ ښيي خو د افغان حکومت مخالفه سیاسي ډله« ملي ایتلاف » وایي، چې پاکستان اوس هم د افغانستان په کورنیو چارو
د ناټو ملکي استازي که څه هم د ۲۰۱۳ میلادي کال په نیمايي کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د جنګي رول د پای ته رسېدو اوازې په کلکه رد کړې، خو په ډاګه یې کړه چې هغه
مشرانو جرګې ته د راتلونکي ۱۳۹۱ لمریز کال د ملي بودیجې د وړاندې کولو په مهال له سناتورانو وغوښتل، چې ددې بودیجې په اړه خپل نظرونه ژر تر ژره وړاندې کړي.
په افغانستان کې د بې ځایه شوېو خلکو په شمېر کې د زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو د رپورټ په تعقیب د دغه سازمان د کډوالو اداره وایې، چې غواړي له افغان حکومت سره
په داسې حال کې چې د پوهنې وزارت وایي، د روان کال په لومړنیو لسو میاشتو کې یې د خپلې پراختیایي بودیجې ۵۳ فیصده لګولې خود مالیې وزارت یې بیا د لګښت دغه فیصدي نه مني.
د افغانستان د سولې عالي شورا له پاکستانه غواړي، چې په قطر کې د سولې په خبرو کې یوازې د خپلو ګټو په اړه فکر ونه کړي،ټاکل شوې، چې د پاکستان صدراعظم سید یوسف
پنټاګون په پام کې لري له 2014 کال وروسته، چې د نړیوالې ټولنې ماموریت پای ته رسېږي، خپل خاص ځواکونه یا سپېشل فورس په افغانستان کې وساتي.
د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ ریاست وایی، چې په افغانستان کي د پاسپورټ د کمښت ستونزه هواره شوي، او پنځوس زره جلده پاسپورټونه چاپ شوي دي.
افغان او بهرني ځواکونه وایې، چې دوې هغه ټول موارد په پام کې ساتي، چې د ملګرو ملتونو په رپورټ کې یې د عامه خلکو د خوندي کولو لپاره سپارښتنه شوې.
په کندهار کې د موټر بم یوې چاودنې ۲۶ کسان مړه او ټپیان کړه، د کندهار ښار امنېي قومندانۍ ته نږدې د پولیسو د ګزمې پر موټر په بمي چاودنه کې ۷ کسان مړه او ۱۹ نور زخمیان شوه .
د امریکا د دفاع وزیر وویل چې نړېواله ټولنه باید د افغان ځواکونو د مالي ملاتړ په اړه په هغو ژمنو ودریږي چې د بن په دوهم کانفرانس کې يي کړي دي.
په نورستان کې د زیاتو واورو د ورښت له امله د دغه ولایت مرکز او ولسوالیو ته غزیدلې لارې د ترافیکو پرمخ تړل شوي دي، خو خلک له دولتي چارواکو غواړي چې باید ژر تر
ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په تیر ۲۰۱۱ میلادي کال کې د افغانستان په جګړې کې ټول درې زره یویشت تنه وژل شوي، چې د وړم کال په پرتله اته فیصده زیاتوالی ښيي.
د طبعي پیښو پر وړاندې د مبارزې اداره وایي، د هیواد په بیلا بیلو ولایتونو کې له تیرو دریو ورځو راهیسې په پرلیسې توګه د واورو اورښتونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي د جمعې په ورځ په کابل کې د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د هڅو نه خپل ملاتړ اعلان کړ.
د افغانستان لویه څارنوالۍ وایي، چې د روانې اونۍ په لومړیو کې به د ګلبهار حبیبي دوسیه د څیړلو لپاره بیرته محکمې ته ولیږي.
د افغان کتونکو په وینا افغان ځواکونه د روزنې، سمبالښت او وړتیاو له پلوه دې ته تیار نه دي، چې په ۲۰۱۳ میلادي کال د پوځي عملیاتو مسوولیت په غاړه واخلي.
د اسلام د پیامبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم، میلاد د شنبې په ورځ د هېواد په اکثرو مبارکو ځایونو او جماتونو کې د غونډو په ترڅ کې ونمانځل شو.
د مونشن درې ورځني نړیوال امنیتي کنفرانس د جمعې په ورځ پیل شوی او د یکشنبې په ورځ به پای ته ورسیږي.د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کیلنټن...
د هرات والي ډاکټر اود شاه سبا د یوه پلای په مشرۍ ترکمنستان ته تللی، څو هرات ته له هغه هېواده د ګازو یوه نل لیکه راوغځول شي او د دې ترڅنګ د برېښنا مزي تقویه کړي.
د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خبرو لړۍ دوام لري او په راپورونو کې ویل شوي، چې د طالبانو مشر ملا عمر متحده ایالاتو ته یو لیک استولی او له سپینې ماڼۍ څخه یې د خپلو بنه دیانو د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.
د امریکا د کانګرس ځینې غړي له ګوانتانامو زندان څخه د طالبانو د پنځو مشرانو د خوشې کولو د پرېکړې پرضد یوې ښکاره مبارزې ته د تیارۍ په حال کې دي
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر وايي، د نړیوالې ټولنې مرستې ته اړتیا ده څو افغان مهاجر له ایران او پاکستان څخه په اطمینان سره خپل هیواد ته ستانه شي
افغان چارواکو د ناټو د دفاع وزیرانو د دې پرېکړې په اړه چې وايي نړیوال ځواکونه به د محاربوي عملیاتو مشري له ټاکلې نېټې مخکې افغان ځواکونو ته وسپاري
د کونړ والي سېد فضل الله وحېدي وايي د یوې اوونۍ په پوره کېدو بیا هم دسولې شورا غړی مولوي شفیع الله د وسله والو کسانو سره بندي دی
په ساختماني چارو کې د ولسمشر سلاکار دا تایید کړه، چې د نوي ښار په پروژه کې له څو کلونو راهیسې د هستوګنې د نمرو بې قانونه پلورل روان دي.
په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر راین کراکر نه یوازې دا چې د افغانستان د ښځو له اقتصادي ودې سره یې د مرستو ژمنه وکړه بلکه ویې ویل چې، د دوې د ټولنیزو
د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې په خپله دوه ورځنۍ غونډه کې هیله وښوده چې افغان ځواکونه به په راتلونکي ۲۰۱۳ کال کې په افغانستان کې د پوځي عملیاتو مشري په غاړه واخلي.
د ناټو عمومي منشي په بروکسل کې له امریکا او فرانسې سره خپل دریځ د پنجشنبې په ورځ یو کړ او له افغان ځواکونو یې وغوښتل چې د راتلونکي میلادي کال له نیمایي وروسته دې په افغانستان کې
له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره هڅې له افغانستانه بهر او د افغانستان دننه روانې دي. خو د هغه رپوټ له مخې چې تازه ناټو د جګړې په ترڅ کې د نیول شویو بندیانو په وینا خپور کړی دی، د سولې هڅې نتیجه نه ورکوي.
د مالیزیا پولیس وايي اته تنه مهاجر هغه مهال د دې هېواد په جنوب کې په سمندر کې ډوب شول کله چې يې کښتۍ د توپاني څپو له امله ماته شوه.
د سوداګرۍ وزارت وایي، د هېواد په کچه ناامنۍ او پروژې ته په وخت تخصیص نه ورکول هغه لوېې ستونزې دي چې د دوې د پراختیایي بودیجې د مصرف په وړاندې پرتې دي.
د افغانستان لویې څارنوالۍ له محکمی څخه د سحرګل په شکنجه او ځورولو کې ښکیلو کسانو ته تر اوو کلونو د بند سزا غوښتنه کړې،د لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري ازادۍ
که څه هم تر اوسه دا نه ده څرګنده، چې د افغان، پاکستاني او ایراني مشرانو په دغه درې اړخیزه غونډه کې به کوم ځانګړي مسایل تر بحث لاندې راشي، خو کابل په دې غونډه کې د
په لوګر کې میشتو امریکایې ځواکونو ژمنه کړې، چې په دې ولایت کې به د بیارغونې پر مهمو او اساسي پروژو شاوخوا دوه نیم سوه میلیونه ډالر ولګوي.
د ناټو یو پټ پوځي راپور چې ځینې خبریالانو ته رسیدلی دی وايي، د پاکستان استخباراتي اداره یا ای ایس اې په افغانستان کې پر بهرنیو ځواکونو د بریدونو لپاره له وسلوالو طالبانو سره مرسته کوي.
د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیتا پرون وویل، چې په افغانستان کې د امریکایي او د نورو بهرنیو هېوادونو د عسکرو محارب ماموریت به د راتلونکي ۲۰۱۳ کال تر نیمایي یا تر پای
لویه څارنوالۍ وایي، که هم دوې د نیول شوېو بریتانویانو او افغان ملګرو لپاره یې د بند د یوې ځانګړې مودې سزا غوښتې، خو په دې اړه به وروستۍ پریکړه محکمه کوي.
″یو. اېس. اې. آی. ډي″ یا د امریکا د متحدو ایالاتو نړیوالې پراختیایي ادارې، د خپل تاسیس په پنځو سمه نمانځغونډه کې، د افغانستان د مالیې له وزارت...
سره له دې چې سږکال په افغانستان کې د مخدرو موادو په کرکیله کې زیاتوالی راغلی خوپه کابل کې د بریتانیې سفیر ټینګارکوي چې دوی به د نشه یې توکیو...
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر وویل، کابل ته د سولې، هیلې او ښه نیت له پیغام سره راغلې ده. اغلې کهر د هغو ادعاو د ردولو هڅه وکړه...
د افغانستان د ولسي جرګې مشر وایي، که چیرې د جرګې شل سلنه غړیو وکولای شول، چې د مالیې وزیر د استیضاح کولو په موخه خپل نومونه ثبت کړي نو راتلونکې غونډې ته به هغه استیضاح کړي.
د افغانستان د طالبانو یوه ویاند هغه رپوټونه رد کړل چې د طالبانو مشران به په لنډ راتلونکې کې په عربستان کې د افغانستان د ولسمشر له ادارې سره
د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک تړون پر سر په روانو خبرو کې دا ځنډ په داسې حال کې رامنځ ته شوی، چې لا هم د دواړو لوریو ترمنځ ځینو اختلافاتو ته اشاره کیږي.
د ناټو دفاع وزیران د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ غونډه په داسې وخت کې پیلوي چې ناټو د پاکستان د استخباراتو مرکزي اداره تورنه کړې ده چې
د امریکا د متحده ایالاتو او ناتو په پټو اسنادو کې چې په دې وروستیو کې په ډاګه شوي، څرګنده شوې، چې د پاکستان استخباراتي اداره (ای. اېس. ای) په افغانستان کې په بهرنیو ځواکونو باندې د طالب وسله والو په حملو کې مرسته کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر کابل ته رارسیدلې او له افغان چارواکو سره به د سولې په اړه خبرې وکړي. د بهرنیو چارو وزارت...
سعودي عربستان د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو کوربه توب ته ترهغو زړه نه ښه کوي، چې طالبان له القاعده سره اړیکې ونشلوي.
په کابل کې د بريتانيا سفارت په دې باور دی چې د افغانستان د پرمختګ او ثبات لپاره دېته اړتیا شته چې پر بریتانیا سربیره دا هېواد له ځینو نورو
د کابل په یوه زندان کې یو شمېر هغه بندیان ساتل کېږي چې په غلا او وسله والو حملو تورن نه دي. په دغو کسانو کې یو ځوان چې په آرامۍ خبرې کوي
د ننګرهار ولایت په سرحدی ولسوالۍ لالپوره کې دامریکاپه مشرۍ د ولایتی بیارغونې پی ار ټی په شبږ نیم ميليون امریکایی ډالرو مالی مرسته یو لوی پول جوړ شو
د شینوارو یوه مشرحاجي ملاجان شینواري ازادۍ راډيوته وویل ، د حکومتي پولیسو له خوا ددوی پرکسانو ډزې وشوې ، چې شپږ تنه ولګیدل دوه
په پاکستان کې افغان اسلامي اژانس رپوټ ورکړی دی چې طالبان دې ته چمتو دي چې له امریکایانو سره خبرې وکړي خو دا نه غواړي چې د ولسمشر کرزي په مشرۍ
په کابل کې د امریکا د سفارت چارواکي وايي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ له سره د سولې خبرې نشته بلکې روانې هلې ځلې ټولې د افغانانو ترمنځ خبرو ته...
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره په داسې حال کې کابل ته سفر کوي، چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې ځینو پرمختګونو ته اشاره کیږي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې او اکسور موسسې له خوا د افغان پولیسو په اړه سوې نظر پوښتنه ښيي، چې د تیرو کلونو په پرتله خلک له پولیسو ډیر خوښ دي.
د بشر د حقوقو خپلواک کمیسیون په افغانستان کې د ښځو پرضد د تاوتریخوالي د ډېرېدوله امله اندیښنه ښیي او څرګندوي، چې امنیتي ځواکونه د ښځو...
د پکتيا ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين وايي چې سږ کال د واورو د ډېر ورښت له امله شونې ده چې په راتلونکې کال کې د غنمو او نورو کرنيزو توکو حاصلات زيات شي.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت هغو شرکتونو ته، چې لاهم د ټلیفوني خدمتونو بیې یې لوړې دي خبرداری ورکړ، چې د خپلو ټلیفوني خدمتونو بیې راښکته کړي.
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وایي، چې بهرنیو هیوادونو ته د محصلینو د لیږلو لپاره یې یوه نوې کړنلاره جوړه کړې ده. د دغه وزارت د محصلینو د چارو مرستیال بری صدیقي د دوشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې تمه وښودله، چې په دې کړنلارې سره به بهر ته د محصلینو د لیږلو په لړۍ کې لا ډير شفافیت رامنځ ته شي.
په هرات کې د وسله واله مخالفینو یو سیمه ییز قوماندان عبدالله له ۳۰ تنو ملګرو سره یو ځای، ملکی ژوند غوره کړ، ظاهراً یې ټولې ورسره وسلې د حکومت...
افغان پوليسو پرون د هغه سړي د نيولو لټه پيل کړه چې ويل کېږي خپله مېرمن يې په دې خاطر وژلې چې د درېم ځل لپاره يې لور زېږولې ده.
که څه هم د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی، د سولې د هر ډول خبرو ملاتړ کوي، خو له افغان حکومت څخه غواړي، چې له ولسي جرګې سره په ....
د افغانستان د کرکټ بورډ مسولین وایي، چې تر۲۰۱۵ کال پورې به په هیواد کې د کرکټ لوبغاړي زیات کړي او د دوی د وړتیاوو په لوړولو کې به...
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ ناوخته، د هېواد یوتاریخي اثر، د اطلاعاتو او کلتور وزیر ته ورکړ. دا اثر چې د کندهارا دورې پورې اړه لري، په جرمني کې ترلاسه شوي او بیا په هغه هېواد کې افغان سفیرته سپارل شوی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر په داسې حال کې کابل ته روانه ده، چې له تیرې څه مودې راهیسې د دواړو هیوادونو ترمنځ په سیاسي اړيکو کې رامنځته شوې خلا لا هم پر خپل ځای پاتې ده
لس کاله وړاندې آزادي راډیو د افغانستان لپاره په پښتو او درې ژبو خپرونې پیل کړې. په تیرو لسوکلونو کې آزادي راډیو په بیلابیلو نشراتي برخو کې رغنده ونډه واخیسته او خلکو ته یې ډېر کره، پروخت او دقیق معلومات وړاندې کړل.
جرمني پرون له ایرانه وغوښتل، چې له نړیوالې ټولنې سره د خپل اټمي لانجمن پروګرام پرسر د راپورته شوي کړکېچ د زیاتوالي مخه ونیسي او اروپایي ...
د فرانسی ولسمشر نیکولاس سارکوزي په افغانستان کې د څلورو فرانسوي عسکرو د وژل کېدو له پیښې وروسته په پاریس کې له افغان ولسمشر حامد کرزي...
په افغانستان کې د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره یا ″نی″ د یوشمېر هغو رسنیو په فعالیت اندیښنه څرګندوي، چې په سیاسي کړیو، زور واکانو پورې تړاو لري...
که څه هم د مشرانو جرګې اکثرو غړو په خپلو خبرو کې په دې ټینګار کاوهؤ چې سوله د افغانستان د روانې ستونزې د هواري لاره ده، خو د سولې...
د افغانستان دبهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د پاکستان له حکومت څخه هیله وکړه، چې له طالبانو سره دې د سولې لپاره په قطر کې له پیلیدونکو مذاکراتو سره همکاري وکړي.
د دفاع وزارت که څه هم تر ټاکلي وخت یو کال مخکې د امنیت اخیستلو ته چمتووالی ښيي، خو د وسایلو، تجهزاتو او لازمو مرستو غوښتنه هم کوي.
د سولې د عالي شورا ځیني غړي په دې باور دي، چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ روانې خبرې تر ډیره له تور لسټ څخه د طالب مشرانو د نومونو...
په کونړ کې داسې اوازې خپرې شوي، چې د سولې د مرکزي شورا غړی مولوي شفیع الله شفیع چې د نورستان اوسېدونکی دی د کونړ په ولایت کې د نامعلومو کسانو له خوا تېره ورځ تښتول شوی
د برتانیا صدراعظم وايي، نړیوال ځواکونه باید تر ۲۰۱۴ م کاله پورې له افغانستان څخه د وتلو پړاوونه په ډیراحتیاط او دې ته په پام سره چې افغان...
د افغانستان ځوانان چې د یوې ښې راتلونکې او هوسا ژوند لپاره ډېرې هیلې او آرزوګانې لري، په هېواد کې د یوه پراخ ټولنيز او اقتصادي پروګرام د نشتوالي او د چارواکو د بې پروایې له وجې مجبورېږي
د پکتيا ولايت د ۷۲ ليسو د دولسمو ټولګيو له ۱۹۰۰ تنو زده کوونکو څخه په پکتيا پوهنتون کې د کانکور ازموينه واخيستل شوه چې له دغه زده کوونکو څخه يې ۷۵ تنه نجونې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې چارواکي وايي، د برېښنا د انرژۍ او د اړتیا وړ ځمکې کموالی او پر وارداتو ټیټه تعرفه د هغو عواملو څخه دي...
سره له دې چې د ولسي جرګې د دوهم تقنیني کال پر پیلیدو اوونۍ اوړي خو جرګه وتوانیده، چې په دې موده کې د څو ځلې انتخاباتو وروسته بیاهم، د جرګې اداري پلاوی بشپړ کړي.
طالبانو ویلي که بندیان یې له ګوانټانامو زندان څخه خوشي شي، نو په هغه صورت کې به دوی له واشنګټن او افغان حکومت سره خبرو ته کښېني.
د سولې عالي شورا دا باور څرګندوي، چې په قطر کې له طالبانو سره د پخلاینې لپاره وروستي پرمختګونه به د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره زمینه برابره کړي.
که څه هم د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي د فرانسوي ځواکونو له خوا د افغان عسکرو د روزنې د پروګرام د بیا پیل هرکلی کوي، خو وايي...
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي او د بريتانيا صدراعظم ډېوېډ کامرون نن په لندن کې ويني. دواړه مشران به د همکاريو يوه موافقتنامه لاسليک کړي.
د تواب په نوم د وژل شوي ځوان افغان موټر چلوونکي کورنۍ وايي، پولیسو پر نوموړي وروسته له هغې ډزې وکړې، چې د سلو پر ځای يې اتيا کلدارې پولیسو ته و رکړې.
د فرانسې جمهور رییس نیکولاس سارکوزي د جمعې د ورځې په وروستیو کې له جمهور رييس حامد کرزي سره له کتنې وروسته په پاریس کې وویل...
د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د امربالمعروف او نهي عن المنکر ادارې مشر مولوي قلم الدین ډېلي ټلګراف ورځپاڼې ته ویلي، چې په قطر کې د طالبانو په ...
په پاکستان د تقلبي درملو له کبله د لسګونو کسانو د مړینې وروسته د افغانستان د عامې روغتیا وزارت غواړي له دغه هیواد نه د درملو واردات تر جدي کنټرول لاندې ونیسي.
په پام کې ده فرانسه او افغانستان نن هغه تړون لاسلیک کړي، چې له مخې به یې دواړه هېوادونه د راتلونکو شلو کلونو لپاره له یوبل سره ستراتیژیکه همکاري کوي.
ولسمشر حامدکرزي او د ایټالیا صدراعظم ماریومونټي پرون په روم کې د دواړو هېوادونو ترمینځ د اوږدمهالو ستراتيژیکو همکاریو سند لاسلیک کړ. د دې سند له مخې د افغانستان او ایټالیا ترمینځ همکاري نوره هم پراخېږي.
د نړۍ ورو اقتصادي وده به په ٢٠١٢م کال کې اسيا متاثره کړي، خو د چين، هند او انډونيزيا تر رهبرۍ لاندې سيمه به د نړۍ د اقتصادي تحرک د قوې د مرکز په توګه پاتې شي.
وروسته ترهغې چې د ګلبهار سنټرمالک ګلبهارحبیبي او درې تنه نور د تقلبي اسنادو د جوړولو په تور ونیول شول، لویه څارنوالۍ وایي چې په کابل او د افغانستان په نورو سیمو
د افغانستان د مخدرو موادو سره د مبارزې وزارت د هلمند په ولایت کې د کوکنار د کښت په زیاتوالي کې د مافیا لاس لرل تاییدوي خو وایي چې په ځانګړي توګه په دې برخه کې د ای، اس، ای، د لاس لرلو په هکله کره شواهد نه لري.
تمه کیږي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره په راتلونکې میلادي میاشت کې کابل ته سفر وکړي،جانان موسی زي د حنا رباني کهر له سفر نه هر کلۍ کوي او دا سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو په برخه کې مرسته وکړي.
د وزارتونو له خوا د پراختیایي بودیجې د کم مصرفیدو په اړه د ازادۍ راډیو د راپورونو په لړۍ کې دا ځل د کرنې وزارت د بودیجې لګښت ارزول شوی،د دغه وزارت مسولین
د فرانسې ولسمشر نیکولاس سارکوزي د هغو څلورو فرانسوي عسکرو، چې تیره اونۍ په افغانستان کی وژل شوي، د یاد په مراسمو کې وویل، چې فرانسه به د طالبانو له وحشته ونه بیریږي.
د ټپي TAPI په نوم د پایپ لاین پروژه چې د منځنۍ اسیا ګاز به د افغانستان له لارې هند ته رسوي د عملي کېدو په درشل کې ده،افغان چارواکي وايي، چې ولسمشر حامد کرزی پرون
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوي خاص استازي یان کوبیش د چهارشنبې په ورځ وویل، له طالبانو سره د سولې د خبرو او پراخو مباحثو په اړه خوښ دی.
په افغانستان کې د ګازو د زېرمو نشتوالی یوله هغو ستونزو څخه دی، چې د سوداګرۍ د وزارت په وینا، په هیواد کې یې د دې موادو بیې بې ثباته کړي دي.
په کابل کې د بریتانیی کلتوري اداره غواړي، چې د افغانستان او بریتانیا ترمنځ د ستراتيژیک سند له لاسلیکیدو وروسته د ځوانانو د هڅولو پروګرامونه پراخه کړي.
د افغانستان په ولسي جرګې کې د دویمې مرستیالۍ څوکۍ ته پنځم ځل رایه ورکولو هم کومه نتیجه ورنه کړه. د چهارشنبې په ورځ وروسته له هغې چې په پنځم...
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، چې په نړی کې اقتصادي او مالي ناورین ښايي د افغانستان د روغتیا په برخه کې د نړیوالې ټولنې مرستې...
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت خلکو ته د مهارتونو ور ښوولو د ملي پروګرام د ارزولو لپاره په کابل کې دوه ورځنی سېمینار پيل کړ.
د ولایتونود اطلاعاتو او فرهنګ د ریاستونو څوکیو ته د غوراوي رقابتي پروسه پیل شوې او لسګونو کسانو په دې اړه سیالیو کې برخه واخیسته.
امریکایي او د نورو هیوادونو چارواکي وایي، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو تر واک لاندې زندانونو کې شاوخوا پنځوس تنه بهرني اتباع بندیان دي...
په بلخ ولايت كې يوې ۲۵ كلنې مور د خپل لومړي ځل د اميدوارۍ په دوره كې شپږ ماشومان وزېږول. د بلخ ولايت د ملكي روغتون ډاكټر عبدالروف فروغ ازادۍ...
د پاکستان د پوځ او ا ستخباراتي ادارو مشرانو د دغه هیواد له صدراعظم او بهرنیو چارو وزیرې سره په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه غونډه وکړه.
په افغانستان کې د امریکا سفیر په افغاني رسنیو کې هغه خپاره شوې رپوټونه رد کړل، چې په کې ویل شوې دي، چې امریکا له طالبانو سره د افغانستان د خلکو او حکومت په بیه په پټه معامله کوي.
تمه ده، چې د افغانستان ولسمشر د فرانسې له جمهور رییس سره د جمعې په ورځ له فرانسې سره د شل کلن ستراتیژیک تړون لومړۍ برخه لاسلیک کړي.
د ولسي جرګې د اداري پلاوي د ټاکلو په انتخاباتو کې د دې جرګې غړي په دوهمه ورځ بیا هم ونه توانېده، چې دوهم مرستیال انتخاب کړي،د ولسي جرګې د دوهم مرستیال د چوکۍ
ډیر شمېر افغان میرمنې له دې اندیښمنې دي چې که طالبانو بیا واک تر لاسه کړ، نو ښایې یو ځل بیا به په ټولنیزې او سیاسي برخې کې د دوي حقونه تر پښو لاندې شي.
په کابل کې د لومړي ځل لپاره د هوایي ټرانسپورټ اتحادیه جوړه شوه، دا اتحادیه به د افغانستان د سوداګرۍ د خونې تر مشرې لاندې د ترانسپورت وزارت له اصولو سره سم،خدمات ترسره کوي.
سره له دې چې افغان حکومت تل ټینګار کوي چې د اداري فساد پر ضد ټینګه مبارزه کوي خو د اداري فساد پرضد د مبارزې اداره داسې مواردو ته ګوته نیسي چې د اداري فساد پر ضد مبارزه کې ډیر اغیزمن دي.
د ژمې په روان موسم کې د افغانستان هسک غرونه او پیچلې درې په واورو پټې شوې، د افغانستان په ختیځو برخو کې امریکایي عسکر د ژمې له سړې هوا څخه ګټه اخلې او د
د بلخ، بامیانو او هرات په ولایتونو کې به د عدلي او قضایي چارو د ظرفیتونو د لوړولو پروګرام د جاپان په مالي مرسته په درې کلونو کې ترسره شي.
امریکایي چارواکو په وار وار دا خبره کړې، چې د افغانستان د سولې د عملیې مشري باید افغانان وکړې او د ولسمشر اوباما اداره او نړېواله ټولنه په دغه جنګ ځپلې هېواد کې د سولې او ثبات د ټينګښت په مقصد هر ډول همکارۍ ته تیار دي.
د ناټو په مشرۍ ایساف ځواکونه غواړي، چې د افغان او بهرنیو ځواکونو ترمنځ د شخړو هره پیښه په جلا او دقیق ډول وڅیړي، څو د هغو ترشا پراته لاملونه څرګند کړي.
اذره او خروار د لوګر دوه لیرې پرتې اوغرنۍ ولسوالۍ دي چې یو شمېر اوسیدونکي یې هر کال په ژمي کې له ناروغیو او نورو راز راز ستونزو او ناخوالو سره مخامخ کیږي.
په ناټو کې د امريکا سفير وايي، چې په شيکاګو کې به د ناټو مشران په افغانستان کې د ناټو پر ستراتيژۍ، لګښتونو او ظرفيتونو خبرې وکړي.
یو شمېر افغان سیاسي څېړونکې په دې باور دي، چې افغان حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره مجبور وو، چې په خپل دریځ کې بدلون راولي.
په کابل کې د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وايي، چې راتلونکې میلادي میاشت به له افغان حکومت سره د اوږد مهالو اړیکو پر سر خبرې پیل کړي.
که څه هم په قطر کې له طالبانو سره په روانو خبرې کې د افغان دولت د نه ښکیلتیا په اړه لا اندیښنې پر ځای پاتې دي، د بهرنیو چارو وزارت هیله ښيي چې قطر به ډیر ژر په دې هکله
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د افغانستان په اړه د بشري حقونو د څار د نړېوال سازمان اندېښنې تر ډیره تائیدوي خو وايي، چې په دغه راپور کې شوي پرمختګونه له پامه غورزول شوي.
د راتلونکې پنجشنبې په ورځ به په ننګرهار کې د امنیتي مسوولیتونو د لیږد بهیر پیل شي، ننګرهار سرپرست والي محمد حنیف ګردیوال د دوشنبې په ورځ وویل
د ازادۍ راډیو خبریال وایي، د لومړي مرستیال څوکۍ ته ظاهر قدیر او نادرخان کټوازي او د دویم مرستیال څوکۍ ته جعفر مهروي، احمد بهزاد او حاجي محمد عبدو ولاړ دي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو خاص استازی مارک ګروسمن د سولې د خبرو د ګړندي کېدو لپاره په قطر کې د طالبانو لپاره د یوه دفتر د سمدستی پرانستلو غږ وکړ.
افغان چارواکو د ولسمشر کرزي او د فرانسې د دفاع وزیر ترمنځ شوې خبرې رغنده وبللې او ډاډ یي څرګند کړ، چې په کاپیسا کې د فرانسوي سرتیرو د وژنې پیښه به د دواړو هېوادونو پراخیدونکې اړیکې زیانمنې نه کړي.
له هند وروسته برتانیا، فرانسه او ایټالیا هغه هېوادونه دي، چې افغان حکومت ورسره د اوږد مهاله ستراتیژیکو اړیکو سندونه لاسلیکول غواړي.
د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړو د خپل دویم تقنیني کال د پیل په دویمه ورځ دا خبردارې ورکړ، که د وروستیو ورښتونو له زیانمنو شوېو سره مرسته ونشي نو یو انساني ناورین به رامنځ ته شي.
په دې وروستیو کې ډیر شمېر افغانان هڅه کوي، چې له افغانستانه ووځي او په اروپایي هېوادونو کې پناه واخلي،اروپا ته رسېدل اسانه کار نه دی، دوي مجبور دي چې قاچاقبرو ته
په جنوب ختيځ زون کې د مېشتې ۲۰۳ تندر قول اردو په کوربتوب، د دغې قول اردو د طبي قوماندانۍ لخوا د روغتيايي کارکوونکو لپاره درې ورځنی طبي کنفرانس جوړ شو
په افغانستان کې په سوداګرۍ او ساختماني چارو کې د ظرفیتونو کموالی هغه عمده ستونزه ده چې له امله یي افغان شرکتونه نه شي کولای چې په دواړو برخو کې لومړی درجه تړونونه ترلاسه کړي.
په افغانستان کې د سیاسي نظام د بدلون په اړه دا په تیرو لسو کلونو کې د حکومت او د هغې د کومې سیاسي مخالفې ډلې د دریځونو ترمنځ تر ټولو جدي ټکر بلل کیږي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت پرون وویل متحدو ایالاتو او فرانسې سره موافقه کړې چې په افغانستان کې د ناټو په مشری اوسنې ماموریت خپل قوت او موثریت ته دوام ورکړي.
د فرانسې د دفاع وزیر وايي، هغه افغان سرتیري چې د جمعې په ورځ يې څلور فرانسوي سرتیري مړه او ۱۶ ژوبل کړل، د طالبانو له خوا ګمارل شوې و.
ولسمشر کرزی وايي د ګلبدین حکمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب له یوه هیئت سره یې کتلي دي او هیله من دی چې دا لیدنې به دوام وکړي. نوموړي په دې اړه د شنبې په ورځ د ملي شورا
په داسې حال کې، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې په کابل کې دې، د سولې د روانو هڅو د افغاني کول هغه څه دي، چې افغان لوري یي له امریکا غواړي
د افغانستان د کار اوټولنیزو چارو وزارت وایي چې د تیرو کلونو په پرتله سږکال په هیواد کې د ماشومانو په وړاندې دتاوتریخوالي کچه راکمه شوې ده.
په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د را کمولو او د هغوی د حقوقو د تامنیولو لپاره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو په قانون کې پر نارینه وو نوی محدودیتونه وضع شوي دی.
ولسمشر حامد کرزي د ملي شورا د شپاړلسمې دورې د دوهم تقنیني کال د پیل په غونډه کې د یو با ثباته، یو موټی او پرمختللي افغانستان د جوړیدو په هیله، یو تر بله پر رښتینو همکارېو ټینګار وکړ.
ولسمشر حامد کرزي یو ځلې له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان په دوستۍ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې له لودیځو هېوادونو سره به په هغه صورت کې د ستراتیژیکو همکاریو سندونه
د فرانسې د دفاع وزير جيرارد لونګوي نن سهار کابل ته ورسېد او له هغو ١٢ فرانسوي سرتېرو سره يې هم وکتل چې د جمعې د ورځې په بريد کې ټپيان شوي.
د فرانسې جمهور رئیس نیکولاس سارکوزي وایي، که د افغانستان امنیتي وضعه څرګنده او روښانه نه وي، نو له دې هېواد څخه د فرانسوي ځواکونو د وختي ایستلو په اړه به پوښتنې زیاتې شي.