راتلونکې خپرونه


خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

راپورونه / افغانستان

امريكا خپل ۱۰۰ميليونه ډالره پورافغانستان ته وباښه

د امريكا له خوا د يو سلو اته مليونه ډالره پور د بخښلو تړون د پنجشنبې په ورځ په كابل كې د امريكا د سفيراو د افغانستان د ماليې د وزير ترمنځ لاسليك شو

31.04.1389

په افغانستان كې د امريكا سفير ددې پور د بخښلو د تړون د لاسليكولو په مهال وويل، چې دوى هڅه كوي تر څو افغانستان په اقتصادي او نورو برخو كې پياوړى شي. دغه راز د افغانستان د ماليې وزير څرګنده كړه چې دوى هلې ځلې كوي له پخوانيو كلونو كې څخه په دې هېواد پاتې پورونه د نورو هېوادونو له خوا هم وبخښل شي،افغانستان لا هم د شپيتمې او اويايمې لمريز لسيزې له كلونو څخه د نړۍ له يوشميرهيوادونوڅخه مليونونه ډالره پوروړى دى.

پخوانیبل
سرطان 1389
پنجشنبه 31 سرطان 1389

افغان چارواكي وايي، مرسته شوي پيسې ۸۰ فيصده د بهرنيانو له خوا لګول شوي

له تېرو څو كلونو راهيسې له افغانستان سره كابوڅلويښت ميليارد ډالره مرسته شوې، خو افغان دولت يي د بهرنيانو له خوا د لګولو له چارو څخه راضي نه بريښي. افغان چارواكي وايي، چې د دغو مرستو په سلو كې اتيا د بهرنيانو له خوا په پروژو لګول كيږي او په اړه يې حساب هم چاه ته نه وركول كيږي، خو يو شمېر افغان چارواكي په دې باور دي، چې كه دغه مرستې د افغان دولت له خوا ولګول شي، نوهم به يې كيفيت ښه وي او هم به يي حساب وركول كيږي.

منصوري:په پنځو ولايتونو كې د بيارغونې نهه پروژې پلي كوو

د افغانستان د كليو د پراختيا وزارت پلان لري، چې د هېواد په پنځو ولايتونو كې د خلكو د اړتياو د پوره كولو په نيت د بيارغاونې ۹ پروژې پلي كړي، د دې پروژو تړونونه د پنجشنبې په ورځ په كابل كې د كليو د پراختيا د وزير او د يو شمېركورنيو ساختماني شركتونو له ريئسانو سره لاسليك شول. په پام كې ده، چې دا پروژې د خوست، دايكندي، جوزجان، كاپيسا، كونړ اوزابل په ولايتونو كې پلي او شاوخوا درې زره كورنۍ ترې ګټه واخلي.

په كابل كې د عكاسۍ يو نندارتون پرانيستل شو

په كابل د كاڼاډا په مرسته دغه نندارتون چې د هندارې فرهنګي مركز په نوښت د كابل په بابر بڼ كې جوړ شوى دى د افغانانو د ژوند او كار د بېلابېلو اړخونو په لسګونه عكسونه په كې نندارې ته وړاندې شوې دي، دغه عكسونه د عكاسې د څه باندې ديرشو زده كوونكو له خوا اخيستل شوي چې د افغانستان په وړاندې د دوى د ليد لوري ښكارندويي كوي، ټاكل شوې چې دغه عكسونه د افغانستان په ولايتونو كې هم نندارې ته وړاندې شي.

د غورځېدلې الوتكۍ د قربانيانو د هويت د تثبيت پروسه بشپړه شوه

د پامير د غورځيدلې الوتكۍ د ټولو ۴۴ قربانيانو جسدونه او د وجود ټوټي پيژندل شوي او د پنجشنبي په ورځ د كابل په شهيد سرداد محمد داوود خان روغتون كې خپلو خپلوانو ته وسپارل شول، خو دا چې د دغې الوتكۍ د غورځېدو علت څه وه او له دغې الوتكي څخه د لاسته راغلي تور بكس څخه څه ترلاسه شوي؟

په ننګرهار کې سېلابونو ١٧٠ کورونه زيانمن کړي

د سخت باران له امله د ننګرهار ولايت بېلابېلې سيمې ځپل شوي، چې له امله يې سېلابونه راووتل. په دې ترڅ کې د چپرهار، شېرزادو، خوګياڼيو او سره رود په ولسواليو کې ١٧٠ بابه کورونه نړيدلي او زيانمن شوي په سلګونو جريبه ځمکه او فصلونه هم له منځه تللي د ننګرهار دوالي وياند احمدضيا عبدالزي وويل: د خوګياڼيو په ټټنګ، بيار، د سره رود په کاکوخېل، وټه پور او سلطانپور کې دغه راز د چپرهار په ايدياخېلو کې ګڼ کورونه زيانمن شوي.

څيړونكي:په كابل كنفرانس كې ژمنې د واقيعتونو له مخې نه دي شوي

د افغانستان د څيړنې او ارزونې اداره وايي، د كنفرانس خپرې شوې اعلاميې ته په انتقاد سره وايي چې ځينې مهم ټكې په اعلاميه كې له پامه غورځول شوي دي. د افغانستان د څيړنې او ارزونې اداره افغان دولت او نړېوالې ټولنې ته ځينې سپارښتنې هم لري وايي، چې پكار ده افغان دولت له خلكو سره داسې ژمنې وكړې چې تر سره كول يې ورته ستونزمن نه وي، خو د افغانستان د جمهوري رياست چارواكي وايي چې د خپلو نړېوالو همكارانو په مرسته به له خلكو سره كړې ژمنې پر ځاى كړي.

راسموسن:له افغانستان څخه په وتلو کې بېړه نه کوو

د ناټو سرمنشي وايي، له افغانستان څخه د دغه تړون او نورو نړېوالو ځواکونو وتل کومې ځانګړې نېټې پورې نه بلکه امنیتي وضیعت او د دغه هېواد په اړه د نړېوالې ټولنې په تعهداتو پورې تړلی دي.

افغان دولت او امريكا د كابل نړېوال كنفرانس بریالی بللی

افغان دولت،امریکا او نوروهېوادونو د کابل نړېوال کانفرانس د افغانستان د راتلونکې لپاره مهمه او کامیابه غونډه بللې ده. د امریکا ولسمشراود بریتانیا صدراعظم په خپله وروستۍ کتنه کې ددغه کانفرانس هرکلۍ وکړ. د افغانستان ولسمشرحامد کرزي وویل، تر ۲۰۱۴ کال پورې به افغان ځواکونه د دې جوګه شي چې د خپل هېواد امینتي چارې پر غاړه واخلي.

چهارشنبه 30 سرطان 1389

منګل: تر راتلونکو ۴ کالو پورې د هېواد د امنیتي مسوولیت اخیستو ته چمتو یو

د كابل د نړيوال كنفرانس له مهمو پريكړو يوه هم تر ۲۰۱۴ ميلادي كال پورې په افغانستان كې ملي ځواكونو ته د امنيتي مسووليت سپارل و. د افغانستان د كورنيو چارو وزارت چارواكي وايي، چې افغان امنيتي ځواكونه چمتو دي چې په تدريجي توګه امنيتي مسووليتونو ته غاړه وركړي.

د کرنې وزارت په هېواد کې د کرنې د پراختیا لپاره یو صندوق جوړوي

د امريكا د نړيوالې پراختيايي ادارې له افغانستان سره بزګرو ته د پورونو د وركړې په برخه كې د ۱۵۰ ميليو ډالرو مرستې تړون لاسليك كړ. د دغه تړون له مخې به چې د چهارشنبې په ورځ په كابل كې لاسليك شو، د بزګرو د اقتصاد د پياوړتيا او كرنيز حالت د ښه والي لپاره يو صندوق رامنځ ته شي.

د ناټو عمومي منشي پاکستاني چارواکو سره وکتل

دناټو عمومي منشي اندريو فوګ راسموسن په يو ورځني سفر اسلام اباد ته رسېدلی،هغه د کوربه هيواد د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي سره د چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې يوې ګډې خبري غونډې ته په ويناکې د تروريزم پر ضد په روانه جګړه کې دګډې همکارۍ پر دوام ټينګار وکړ.

لویه څارنوالۍ د غصب شويو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي

د افغانستان لويه څارنوالۍ وايي، چې په بلخ ولايت كې په زرګونو جريبه دولتي ځمكه د زرومندانو له خوا غصب شوې ده، چې دا مهال يې له زورمندانو څخه د بېرته اخيستلو هڅې روانې دي. د دې موضوع د څيړلو په هدف څه موده وړاندي لويې څارنوالۍ بلخ ته يوه پلاوى استولى وه.

پخوانۍ برتانوي چارواکې پر عراق برید کې د برتانیې ګډون وغانده

د انګلستان د استخباراتي موسسې پخوانۍ مشره وایي ، د افغانستان او عراق جګړو د انګلیستان په وړاندې تروریستي ګواښونه زیات کړي او په دې سربېره د عراق د جګړې مخکي استخباراتي معلومات ښیې چې په دي هیواد باندي یرغل مشروعیت نه درلود.

د کابل نړیوال کنفرانس په اړه خلک څه وايي؟

د كابل د نړيوال كنفرانس د پاى ته رسيدو وروسته، خلك مختلف نظريات وړاندي كوي، ځيني وايي، دا د افغانستان لپاره لوى برى او ستره لاسته راوړنه ده. ځيني په دې نظر دي، چې كه د كنفرانس پريكړې عملي نه شي دانو يوه بې ګټې غونډه ده.

د امریکا او بریتانیا مشرانو د افغانستان مساله وڅیړله

د امریکا د متحد ایالاتو ولسمشر بارک اوباما په سپینه ماڼۍ کې د سې شنبې په ورځ د بریتانیا د صدراعظم ډېوېډ کامرون کوربه شو او د افغانستان په اړه سره وغږیدل. وروسته تر دې چې ډېوېډ کامرون د بریتانیا د صدراعظم په توګه ټاکل شوی دی دا امریکا ته د ده لومړی رسمي سفر دی.

هیلري کلینټن له یو شمیر افغان میرمنو سره وکتل

مخكې له دې چى دكابل نړيوال كنفرانس پيل شي ، دامريكا دمتحدوايالاتو دبهرنيو چارووزيرې هلري كلینټن ، دافغانستان دمدني ټولنې ، او دولسې جرګې له يوشمير ښځو غړو سره وكتل .

سه شنبه 29 سرطان 1389

Audio Slideshow کرزي له نړېوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان حکومت سره موازي ادارې دې له منځه ولاړې شي

د كابل نړيوال كنفرانس ته نن له غرمې مخكې د افغانستان جمهور ریيس حامد كرزی، د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانكي مون، د امريكا د بهرنيو چارو وزيرې هیلري كلنټن په ګډون يو شمير مشرانو خبرې وكړې.

دکابل کنفرانس پای ته ورسید

د كابل نړيوال كانفرانس چې پكې د شاخوا ۷۰ هيوادونو او نړيوالو ادارو استازو ګډون كړي وه د سي شنبي په ماسپښين پاي ته ورسيده. په دغه كانفرانس كې افغان دولت ژمنه وكړه چې د ښې حكومت دارۍ ، د فساد سره د مبارزې او اصلاحاتو په برخه كي كار كوي.

د کابل له کنفرانس نه د ننګرهاريانو هيلې

د ننګرهار ولايت اوسېدونکي د کابل له نړۍ وال کنفرانس نه تمه لري، چې افغانانو ته د امنيت او د اقتصادي مرستو د سمې لګونې په چارو کې به د افغانانو په ګټه يوه موافقه ترلاسه شي. د ننګرهار ولايت يو نظر خاوند٥٥ کلن محمد انور سلطاني، چې يو قومي مشر دى وايي: زما په نظر دا کنفرانس ښه دى، موږ تمه لرو چې د افغانانو اقتصادي او امنيتي ستونزو ته به يوه ښه حل لار راوباسي.

په کابل کې نړېوال کانفرانس پیل شو

نن په کابل کې د افغانستان په اړه نړېوال کنفرانس په داسې حال کې پیل شو چې په کابل ښار کې لارې تړلي او د کنفرانس نېږدي سیمو ته د عامو خلکو په تګ راتګ بندیز لګیدلی دی . دا نړېوال کنفرانس ولسمشر کرزي په خپله وینا پرانیست . نوموړي د کنفرانس ګډونوالو ته هرکلی ووايه او په دې کنفرانس کې یې د هغوی د ګډون مننه وکړه .

دوشنبه 28 سرطان 1389

Audio جو بایډن : د افغانستان د سرتیرو د ایستلو د پیل نیټه پر خپل ځای ده

د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال ویلي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د د ویستلو د پیل لپاره چې کومه نیټه جمهور رییس اوباما اعلان کړې هغه پر ځای او دقیقه ده .

احدي :د پاکستان سره نوی ترانزیټي تړون یوازې د صادراتو په برخه کې دی

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت، د پاكستان سره د ترانزيټ په برخه كي يو نوى تړون لاسليك كړى، ددغه وزارت د چارواكو په خبره چي په دې سره به افغان سوداګرو ته خورا ډېرې اسانتياوي برابري شي.

د روغتيا وزارت كابل كنفرانس ته ۱۶ طرحې وړاندې كوي

د افغانستان دعامې روغتيا وزارت، د كابل نړېوال كنفرانس ته چې د سې شنبې په ورځ په كابل كې جوړيږي، ځانګړې طرحې ترتيب كړي دي. دا وزارت وايي، دا طرحې هغه لومړيتوبونه دي چې هېواد يي ورته د روغتيا په برخه ډير ضرورت لري، د دې طرحو د پلي كېدو موده درې كاله ښودل شوې او په څه كم دوه ميليونو ډالرو پلي كېداى شي،دا خبرې د روغتيا د وزارت سرپرستې ډاكترې ثريا دليل د دوشنبې په ورځ په كابل كې يوې خبري ناستې وكړې.

افغان دولت د پاكستان سره د سوداګرۍ په برخه كې د شوي تړون هركلۍ وكړ

افغان دولت له پاكستان سره د ترانزيټ او سوداګرۍ په برخه كې د شوي تړون هركلۍ وكړاو دا يي نه يواځې په دغو دواړو هېوادونو بلكه د سيمې په كچه د صادراتو او وارداتو د لا پراخېدو په برخه كې ډيراغيزناكه وباله. د ترانزيټ او سوداګرۍ په برخه كې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د شپږ پلا خبرو اترو څخه وروسته..

كابل د سيمه ايزې همكارۍ د سازمانونو د كنفرانس كوربه و

دغه كنفرانس چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په نوښت جوړشوى وو، په كې د شپږو ګاونډوېو هېوادونو په ګډون د سيمه ايزو همكارېو اتو سازمانونو برخه اخيستې وه، چې د افغانستان لپاره يي د خپلو مرستو د همغږي كولو په اړه خبرې وكړې. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي دا كنفرانس له اهيمته ډك وباله او په دې كنفرانس كې يي د راټولو شوېو سازمانو په همغږي ټينګار وكړ.

بشري:د كابل د نړېوال كنفرانس لپاره مو امنيتي تدابيرجدي كړي

د كورنيو چارو وزارت وياند زمرى بشري د دوشنبې په ورځ وويل، چې د كابل د نړېوال كنفرانس د امنيت ساتلو مسووليت افغان ځواكونه ته ورپه غاړه دى، خو د اړتيا په صورت كې به له نړېوالو سوله ساتو ځواكونو څخه هم مرسته وغوښتل شي، خو په عين حال كې د كابل ښار يو شمېراوسيدونكي شكايت كوي چې ډير سړكونه او څلور لارې بندې دي او دوى نه شي كولاى چې خپلو كارونو ته رسيدګي وكړي.

نور افغانستان د پاکستان له لارې هند سره سوداګري کولای شي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د مهم تړون د لاسلیکولو په مراسمو کې د دواړو هېوادونو لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي ریچارډ هولبروک وویل، د اسلام اباد او کابل نژدې کول، له پیله د ولسمشر اوباما د ادارې هدف واو دا د دواړو ګاونډېو هېوادو ترمنځ د نژدې کېدو یوه څرګنده نښه ده. امریکايي چارواکي هیله من دي چې یاد شوی تړون به د افغانستان او پاکستان ترمنځ همکاري پراخه کړي او افغانستان ته به د هند د ستر بازار لاره پرانیزي.

یکشنبه 27 سرطان 1389

فقیري: په کابل کنفرانس کې د ګډون لپاره د بهرنیو میلمانو د راتګ بهیر پیل شو

افغان چارواكي وايي، چې د كابل په نړيوال كنفرانس كې د ګډون په نيت، دې ښار ته د بهرنيو ميلمنو راتګ پيل شوى دى. ټاكل شوې ده، په دې كنفرانس کې د نړى د شپيتو هېوادونو او ملګروملتو استازى ګډون وكړي. په دې كنفرانس كې د ملګروملتو د سازمان عمومي منشي او د امريكا د متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزيره هلري كلنټن او د ګڼ شمير اروپايي او ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران ګډون كوي.

چارواكوپه سالنګ كې د طبيعي پېښو د زيانونو د مخنيوي په مقصد هڅې پيل كړي

افغان حكومت وايي، چې د سالنګ په سيمه كې د واورود ښوئيدو او په نورو طبيعي پېښوكې د زيانونو د مخنيوي په مقصد هڅې پيل شوي دي، چې په ياده شوې دره كې نوي استحكامات او تاسيسات جوړ كړي. په دې مناسبت د يكشنبې په ورځ د فوايدعامې او د ښار جوړولو د وزارتونو ترمنځ يو تړون لاسليك شو، د دې پروژې لګښت څه كم درې سوه ميليونه افغانۍ وښودل شو او د ژمي له را رسېدو د مخه به بشپړه شي.

بلاټز په ښکاره ډول وویل چې ملا عمر په پاکستان کې دی

په افغانستان كې د ناټو ځواكونه وايي، چې د تيرو څو مياشتو په ترڅ كې يې د مخالفينو يوشمېر مهم قومندانان وژلي او يو شمير نور بيا په خپله خوښه تسليم شوي دي. په عين حال كې دوی د لومړي ځل لپاره دا منله چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر په پاكستان كې دی خو د هغه د نيولو او يا وژلو په اړه يې كومه غوښتنه ونه كړه. د ناټو وياند دغه راز د پاكستان د استخباراتي ادارې د پخواني مشر جنرال حميدګل هغه خبرې هم په كلكه رد كړې، چې ويلي دي چې ناټو په افغانستان كې ماته خوړلي او طالبان به بيا واك ته رسيږي.

مدني ټولنه به په كابل كنفرانس كې خپل مشخص نظرونه وړاندې كړي

د مدني تولنې د بنسټونو مسولينو د يكشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل، چې كابل كنفرانس ته د افغانستان د مدني ټولنې استازي هم وربلل شوې دي، خو د افغانستان د مدني ټولنې يو شمېر نورغړي او استازي وايي، چې په تېرو كنفرانسونو كې، چې كومې ژمنې شوې، زياتره يې د كاغذ په مخ پاتې دي او دا ځل دې پرېكړې عملي بڼه غوره كړي، ټاكل شوې چې د كابل نړېوال كنفرانس د روانې اونۍ د سې شنبې په ورځ جوړشي چې د څلويښتو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په ګډون به شاوخوا اويا بهرني پلاوي په كې ګډون وكړي.

روغتيا وزارت د ملاريا ناروغۍ پر ضد ۵ ميليونه پشه خانې ويشي

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، چې په ”نهه ويشت“ ولايتونو كې به په يوه نيم كال كې، د ملاريا سره د مبارزې لپاره پنځه ميليونه پشه خانې په وړيا ډول وويشي. دوى وايي، په لومړي سر كې دغه پشه خانې د افغانستان په څوارلسو هغو ولايتونو كې وويشل شي، چې د ملاريا د ناروغۍ خطر په كې تر نورو ډير دى.

د کابل په کنفرانس کې به د مالي مرستو پر کنټرول خبرې کېږي

افغان حکومت به د سې شنبې په ورځ د کابل په نړيوال کنفرانس کې د افغانستان له بيارغونې سره د وعده شويو مالي مرستو د کنټرول په برخه کې خپله غوښتنه تکرار کړي. افغان حکومت به خپله دا غوښتنه په داسې حال کې تکراروي، چې ويل کېږي په دولتي ادارو کې اداري فساد له منځه نه دى تللى. د ماليې وزير وايي په تېرو نهو کلونو کې افغان حکومت يوازې د ٢٠ فيصده مالي مرستو مسوول دى.

واشنګټن ټايمز: د ټروريزم په وړاندې جګړه، خو څنګه؟

ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د ټروريزم په وړاندې د جګړې په اړه يوه ليکنه خپره کړې، ورځپاڼې يوه پوښتنه مطرح کړې، چې تروريستي ډلې تروريستې وګڼل شي که نه؟ د ورځپاڼې د ليکنې له مخې، دغه پوښتنه د افغانستان د جګړې په اړه د بحثونو په سر کې راځي، دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د افغان حکومت او سخت دريځو وسلوالو ډلو ترمنځ د خبرو لپاره خپلې هڅې زياتې کړي، خو امريکا د تروريستانو د ماتې غوښتونکې ده.

افضلي:په غوركې د بې وزله ماشومانو لپاره يو روزنتون جوړوو

د افغانستان د كارټولنيزو،شهيدانو اومعلولينو وزارت د ليتوانيا د هېواد په مرسته د غور ولايت په مركز چغچران كې د بې وزله او يتيمو ماشومانو لپاره يو روزنتون جوړوي. د دې روزنتون د جوړېدو تړون د يكشنبې په كابل كې د كاراوټولنيزو چارو وزارت او يوه خصوصي شركت ترمنځ لاسليك شو، د كاراو ټولنيزو چارو وزيري وويل، چې په دې د غور په مركز جغچران كې به په دغه روزنتون څه باندې اتلس مليونه افغانۍ لګښت راشي او په نهو مياشتو كې به يې د جوړېدو چارې بشپړې شي.

نظیرزوی: په رسنیو کې د كانديدانو كمپاينونه ګمرنګه خپريږي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي، چې د ولسي جرګې د كانديدانو انتخاباتي مبارزې په كلكه سره څاري. د انتخابانو د خپلواك كميسيون، د رسنيو كميسيون وايي ، داسې رسنۍ هم شته، چې د رسنيو د كميسيون له وضع شويو اصولو يې سرغړونه كړې ده خو، جدي سپارښتنې ورته شوي دي. د رسنيو د كميسيون چارواكي دا هم وايي، چې د كانديدانو انتخاباتي كمپاينونه د دوى د تمې پرخلاف، كمزوري پر مخ روان دي.

مېرمن کلېنټن له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان پرامنيت خبرې کوي

د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هېليري کلنټن د افغانستان تر سفر مخکې نن اسلام اباد ته ورسېده، چې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سيمو کې د سخت دريځو وسلوالو د فعاليتونو او ځينو نورو مسايلو په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي. نوموړې د دوشنبې په ورځ افغانستان ته ځي او د کابل په نړيوال کنفرانس کې، چې د سې شنبې په ورځ جوړېږي، ګډون کوي.

په ننګرهار كې پر بې ځايه شوو كډوالو مرستې وويشل شوې

د کابل په سيند کې د اوبو ډېرېدو له امله د ننګرهار ولايت د بهسودو د ولسوالۍ په ميرانو بېله کې پرتې ١٧٠ کورنۍ بې ځايه شوي، په ننګرهار ولايت کې د پېښو د مخنيوي ادارې پر دغه کډوالو مرستې ووېشلې؛ خو کډوالو وويل، دا مرستې لږې دي.

كابل ښار بيا يو ځان مرګي بريد ولړزاوه

كابل ښارله څه مودې وروسته يو ځلې بيا د ځان وژونكې مرګي بريد شاهد و، دغه حمله چې د څلورمو مكروريانو په سيمه كې شوي نږدې شل كسه په كې وژل شوي او ټپيان دي، كه څه هم چې تراوسه پورې د بريدكوونكي هويت او هدف نه دي معلوم شوي خو امنيتي ځواكونه وايي چې دغه چاودنه د يو ځوان هلك له خوا شوې ده، دا چاودنه داسې مهال كيږي چې په پلازمينه كې د كابل د نړېوال كنفرانس لپاره امنيتي تدابير ګړندي شوي دي.

شنبه 26 سرطان 1389

شهراني: تر راتلونکي ۴ کلونو د کانونو له درکه به د دولت عواید له ۱ میلیارد ډالره واوړي

د افغانستان د كانونو وزارت وايي، چې كه د دوى پروګرامونه پلي شي نو د كانونو له دركه د افغان دولت عوايد به كال په كال لوړ شي. دغه وزارت همداراز وايي، غواړي چې د كانونو د ويستلو په پروګرامونو كې د هېواد د مدني ټولنو د استازيو نظرونه هم وپوښتي. د افغانستان د كانونو وزارت په همدې هدف د مدني ټولنو يو شمير استازيو ته د ” كړيز پرمختګ او اقتصادي بنسټونه “ په نوم ددغه وزارت راتلوونكى پلان توضيح كړى.

افضلي:نړېوال سازمان به د بې كارۍ ستونزې راكمې كړي

په افغانستان كې د فقر د له منځه وړلو او د بې كارۍ د ستونزې د راكمولو لپاره د كار ټولنيزو شهيدانواو معلوليونو وزارت د كار له نړېوال سازمان سره يو نوى تړون لاس ليك كړ. د كاراو ټولنيزو چارو وزيرې وويل، چې دغه پروګرام د راتلونكو پنځو كلونو لپاره په هېواد كې پلي كيږي،امنه افضلي همدا رز ويلي، چې افغان دولت به د كابل نړېوال كفرانس ته په هېواد كې د حرفه يي زده كړو د ديرشو مركزونو جوړولو طرحه هم مطرح كړي.

څارونكي:په افغانستان كې د امريكا له خوا په شوومرستوكې درغلي شوې

د امریکا د متحده ایالاتو دعمومي پلټنې د ادارې مشر چې کارکوونکي یي د افغانستان د بیا رغوونې د پروګرام لپاره د امریکا په ۵۱ میلیاردو ډالرو کې د درغلیو، بې ځایه لګښتونو او ناوړه ګټې اخیستنې په اړه څیړنه کوي، د کارونو له شفافیت څخه راضي نه بریښي. د امریکا د حکومت د مالي کنټرول شوری چې د افغانستان د بیا رغوونې د لګښتونو په اړه یي معلومات راټول کړي، د متحده ایالاتو له لوى څارنوال ایرک هولډر څخه یي غوښتي چې د افغانستان د بیا رغوونې د څارونکو د قانون عملي کولو صلاحیتونه دي بند او یا هم لغوه کړي.

جمعه 25 سرطان 1389

امنيتي ځواكونو ته خپل مسوليت سپارل د كابل كنفرانس يوله مهمو موضعګانو څخه دى

د افغانستان د دفاع وزارت په پام كې لري، چې د كابل په نړېوال كنفرانس كې افغان امنيتي ځواكونو ته د امنيت د ټينګښت د چارو د سپارلو طرحه وړاندې كړي. د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهرعظيمي وايي، چې دغه طرحه د امنيتي ارګانونو او نړېوالې ټولنې له خوا په ګډه جوړه شوې ده.

د عامې روغتيا وزارت غواړي، چې خلك باكيفيته روغتيايي خدمتو ته لاس رسى پيداكړي

د عامې روغتيا وزارت هڅه كوي، چې د روغتيايي خدمتونو په وړاندې كولو كې يو لړ سمونونه او مثبت بدلونونه راولي. د دغه وزارت سرپرسته ثريا دليل وايي، چې دوي كوښښ كوي چې خلك با كيفيته روغتيايي خدمتونوته لاس رسى پيدا كړي او همدارنګه يي زياته كړه چې د كابل جمهوريت روغتون به ډېرژر او په رسمې توګه خپل با كيفيته خدمات پيل كړي.

ناټو د افغانستان امنیتي چارې افغانانوته سپاري

ناټو غواړي چې د دغه تړون د مشرانو په راتلونکې غونډه کې افغان ځواکونو ته د افغانستان د امنیتي چارو د ورسپارلو مساله وڅیړي. د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزارت یوه مسوول په دې اړه رویټرز اژانس ته څرګندونې کړې دي چې څه ډول او په څه شرایطو کیدای شي چې د افغانستان د ولایتونو امنیتي چارې افغانانو ته وسپارل شي.

ناټوپه افغانستان كې د اطلاعاتو د شركېدولپاره کمپیوټري شبکې جوړوي

ناټو په افغانستان کې د خپلو غړېو هېوادونو د پوځیانو ترمنځ د اطلاعاتو د شریکیدو لپاره د کمپیوټري شبکې د جوړېدو اعلان وکړ. دا نوې شبکه دیرش میلیونه یورو ارزښت لري. په هاګ کې د ناټو یوه چارواکي تورن جنرال ( لیوناردو دي مارکو) خبریالانو ته د پنجشنبې په ورځ وویل، له دې هیسته به موږ یو ماموریت لرو، یوه شبکه به لرو، د رسنیو یو مرکز به لرو.

پنجشنبه 24 سرطان 1389

په كندهار كې د عامې روغتيا ۴ كاركونكي تښتول شوي

د افغانستان دعامې روغتيا وزارت وايي، چې د دوى روغتيايي كاركوونكي د چهارشنبې په ورځ مازديګرد ميوند ولسوالۍ اود كندهارد ښار ترمنځ لاره كې د ناپيژندل شوېو كسانو له خوا نامعلوم ځاى ته ليږدول شوي دي، تر اوسه د تښتول شوېو په هكله معلومات نه دي تر لاسه شوي، خو دعامې روغتيا وزارت هڅه كوي چې د كندهارد خلكو په مرسته تښتول شوي بيرته راخوشې شي.

الكوزى:د افغانستان صادرات او واردات له بحران سره مخ دي

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت د سږ كال په لومړېو درېو مياشتو كې د سوداګرۍ په برخه كې د بد حالت خبر وركوي، د سوداګرۍ او صنايعو د خونې چارواكو د پنجشنبې په ورځ په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل، چې د پاكستان له خوا د تعرفو لوړوالى او په بندرونوكې د خاك پولي په نامه د پيسو اخيستلو د هېواد سوداګرۍ له ستونزو سره مخامخ كړې ده.

ملي امنيت د ترهګرو او سړي تښتونكو څلورډلې نيولي

د افغانستان د ملي امنيت رياست وايي، چې د روانۍ اونۍ په ترڅ كې يې په كابل اويوشمېر ولايتونوكې د ترهګرو اوسړي تښتوونكو څلور ډلې نيولې دي، دغه څرګندونې د افغانستان د ملي امنيت د رياست وياند سعيد انصاري د پنجشنبې د ورځې په ماسپښين په يوې خبري غونډه كې وكړې. ښاغلي انصاري وويل، چې نوموړو ډلوغوښتل په كابل او د افغانستان په يوشمېرختيځواو جنوبي ولايتونوكې ورانكاري او د سړي تښتونې اعمال ترسره كړي.

د كانديدانو وروستى لست چې د رايي په پاڼو كې چاپيږي اعلان شو

د افغانستان د انتخاباتو خپلواكه كميسيون د ولسي جرګې انتخاباتو ته د كانديدانو وروستى لست، چې نومونه يي د رايې وركولو په پاڼوكې چاپ شوي اعلان كړ. د دغه كميسيون رئيس فضل احمد معنوي د پنجشنبې په ورځ په كابل كې په يوه خبري كنفرانس كې وويل، چې دغه لست د انتخاباتو د شكايتونو د اورېدو د كميسيون له څېړنې وروسته بشپړ شوى دى، ښاغلي معنوي زياته كړه، چې د رايې وركولو د پاڼو د چاپ كار له هېواده بهر شوى.

بريتانيا:محلي پوليس كولاى شي د امنيت په ټينګښت كې ګټور واقع شي

په كابل كې د بريتانيې سفير ويليم پتي دا څرګندونې د افغان حكومت د هغې پريكړې په غبرګون كې وكړې چې د ملي پوليسو ترڅنګ بايد محلي پوليس هم رامنځ ته شي. هغه د پنجشنبې په ورځ په كابل كې په يوه خبري كنفرانس كې په افغانستان كې د سولې له هلوځلو هم ملاتړ وكړ او هيله يې وښوده چې د وسله والو مخالفينو د لسو تنو مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له تورلست څخه لرې شي چې وړاندېز يې شوى.

ولې د نشه يي توكو پر ضد مبارزه گټوره نده؟

د ملګروملتونو د جرمونو او نشه يي توكو پرضد ادارې وروستۍ سروې ښيي چې په افغانستان كې يوميليون خلك په نشه يي توكو روږدي دي. افغان دولت هم په نشه يي توكو د روږدو كسانو د شمېرپه زياتوالې سخته اندېښنه ښودلې او واېې، چې دوي په يواځې توګه د نشه يي توكو د روږدوكسانو د درملنې توان نه لري.

امريكا:محلي پوليس د امنيت د ټينګښت لپاره يو موقت حل دى

د امریکا د دفاع وزارت د افغان دولت له خوا د هېواد په مختلفو برخو کې د طالبانو پر وړاندې د جګړې لپاره د محلي پولیسو د جوړولو د پریکړې ملاتړ کړی دی او دا ګام يې د امنیت د ټینګښت لپاره یو موقت حل بللې دی. د فرانسې خبري اژانس د پنتاګون د ویاند جیف موریل په حواله وايي، چې دا د اوس وخت لپاره یو مناسب حل دی ځکه چې افغان دولت دا مهال کافي پولیس نه لري څو د ټولو ګڼ میشتو سیمو امنیت وساتي .

جاپان د افغانستان له دریېو ولایتونو سره څه باندې یو میلیون ډالره مرسته وکړه

جاپان حكومت د افغانستان په درېيو ولايتونو كې د پوهنې د پراختيا او په ښځو كې د فقر د له منځه وړلو له درېيو پروژو سره څه باندې يو ميليون ډالره بلاعوضه مرسته وكړه. د دغو پروژو تړون چې په كندز، تخار او باميان ولايتونو كې پلي كيږي، د چهار شنبې په ورځ په جاپان سفارت كې لاسليك شوې.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر له افغانستانه د ناوړه خبرونو په تمه دی

په داسې حال کې چې دافغانستان امنیتي وضعه بې خونده ده او دجنګ جکړو دزیاتوالي او دبهرنیو ځواکونو دتلفاتو دزیاتیدو اټکل کیږي ، دجرمني بهرنیو چارو وزیر ګیودو ویسترویل وویل دجرمني خلک کیدای شي په روان اوړي کې له افغانستانه لازیات ناوړه خبرو نه واوري .

چهارشنبه 23 سرطان 1389

په کابل کې ۳۰۰ کسانو ته د تیږو پرې کولو زده کړې ورکول کیږي

د افغانستان د كار او ټولنيزو چارو وزارت خلكو ته د كار موندنې په هدف د تيږو د پرې كولو (برش) او له هغو څخه د سړكونو په جوړولو كې د كار اخيستلو پروژه پيل كوي. د دغې پروژې تفاهم ليك د چارشنبې په ورځ په كابل كې د كار او ټولنيزو، شهيدانو او معلولينو چارو د وزيرې او كابل ښاروال تر منځ لاسليك شو.

په کابل کې د څښلو د صحي کولو کمپاین پیل شو

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت په كابل كې د څښلو د اوبو د صحي كولو كمپاين پيل كړ. د دغه كمپاين په ترڅ كې به د كابل په مركز او پنځو ولسواليو كې د اوبو په سترو زيرمو او څاګانو كې كلورين واچول شي څو يې له مكروبونو څخه په بشپړه توګه پاكې كړي.

د كابل په اماني ليسه كې د تاريخي عكسونو يو نندارتون پرانيستل شو

دغه نندارتون، چې د چهارشنبې په ورځ پرانيستل شو د افغانستان د پوهنې وزارت او په كابل كې د جرمني د سفارت له خوا جوړ شوى دى. ټاكل شوې ده، چې دغه عكسونه د كابل او ولايتونو په ټولو ښوونځيو كې نندارې ته وړاندې شي.

عظيمي:د ملي اردو د سرتيري له خوا د بريتانوي عسكرو په وژل كېدو خواشيني یو

د افغانستان د دفاع وزارت چارواكي وايي، چې په هلمند كې د ملي اردو د يوه سرتيري له خوا د بريتانوي عسكرو په وژل كېدو خواشيني دي او په دې اړه به جدي څيړنې ترسره كړي. د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهرعظيمي د چهارشنبې په ورځ په كابل كې د ايساف ځواكونو له وياند سره په يوه ګډ خبري كنفرانس كې وويل.

رحیمي: افغانستان د کرنې د پراختيا نوي سيسټم او پلانونو ته اړتيا لري

د افغانستان د كرنې او مالدارۍ وزارت چې د يوشمېر پراختيايي پروژو د ترتيبولو مشري په غاړه لري، څلور مهمې پروژې يې تشريح كړې. د كرنې او مالدارۍ وزير د چهارشنبې په ورځ يوې خبري ناستې ته وويل، چې دې پروژو ته څه باندې درې ميليارده ډالره په پام كې نيول شوي او د كابل نړيوال كنفرانس ته به يې وړاندې كړي.

په هرات کې د دوه پېغلو سرونه غوڅ شول

له ښځو سره د تاوتریخوالی په بهیر کې هرات کې یوځل بیاله دوه پیغلو څخه سرونه غوڅ شوي. دوه ورځې مخكې د هرات په كرخ ولسوالۍ كې د دغو دوو نجونو د وژل كېدو خبر په لومړي ځل د سيمې خلكو وركړ. خلكو د دوى جسدونه په داسې حال كې موندلي، چې سرونه يې ترې پرې شوي وو.

هولبروک: د کابل په کنفرانس کې به د طالبانو پر جذبېدو خبرې وشي

د کابل په نړيوال کنفرانس کې به، چې ټاکل شوې په راروانه اوونۍ کې جوړ شي، د نورو مسايلو تر څنګ له وسلوالو طالبانو سره د پخلاينې مساله هم مطرح شي. د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ويلي، افغانستان ته د ورروانو پيسو جريان به هم په دې کنفرانس کې وڅېړل شي. دغه دوه ورځنى کنفرانس د سرطان پر ٢٩مه پيلېږي.

د کابل په نړیوال کنفرانس ته د افغان حکومت وړاندیزونه

د کابل نړیوال کنفرانس راتلونکې سې شنبې د بهرنیو هیوادونو د لسګونو وزیرانو او د ملګرو ملتو د سرمنشي په ګډون پرانیستل کیږي. دې غونډې ته له امنیته رانیولې تر اقتصاده، افغان حکومت یو لړ وړاندیزونه لري. د افغانستان حکومت له بهرنیو مرستندویه هیوادو غواړي چې پر مهمو پروژو اتیا فیصده مرستې د دوی له لارې ولګول شي.

یوه افغان پوځي پر بهرنیو پوځیانو ډزې کړې دي

رپوټونه څرګندوي چې د هلمند مرکز لشکرګاه ته نژدې یوه افغان پوځي پر بریتانیایي عسکرو ډزې کړې دي، درې یې وژلې دي او دوه یې ټپیان کړې دي.د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د دې پیښې د تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.

د بشري حقونو ډلې په افغانستان کې د ښځو حقونو ته اندیښنه څرګنده کړه

د بشري حقونو د څارنې ډلې (هیومن رایټس واچ) په افغانستان کې د سولې خبرو ته اندیښنه څرګنده کړې ده او وایي چې له دې خبرو سره به د ښځو حقوق تر پښو لاندې شي. د بشري حقونو یو شمیر ډلو ویلې دي چې افغان میرمنې اندیښنه لري چې له طالبانو سره به د ولسمشر کرزي هر راز روغه جوړه پر دوی منفي اغیز وکړي.

امریکا غواړي په کابل او هرات پوهنتونو کې د ژورنالیزم څانګې پیاوړي کړي

د امريكا متحده ايالتونو د كابل پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځى او د هرات پوهنتون د ژورناليزم له څانګې سره د څه باندې پنځو مليونو ډالرو مرسته وكړه. د دغې مرستې تفاهم ليك په كابل كې د لوړو زده كړو د وزارت او د امريكا سفارت د فرهنګي څانګې ترمنځ لاسليك شو. د افغانستان د لوړو زده كړو وزارت وايي، چې له دغو مرستو څخه به د ژورناليزم د پوهنځى محصلينو ته په عملي توګه د زده كړې زمينه برابره شي.

سه شنبه 22 سرطان 1389

عمر: په کابینه کې په فساد تورنو وزیرانو محاکمې ته نوې محکمه جوړیږي

د افغانستان د وزيرانو شورا يو قانون تصويب كړ، چې له مخې يې په اداري فساد د تورنو وزيرانو او د سترې محكمې د غړو د محاكمې لپاره ځانګړې محكمې جوړيږي. افغان چارواكي وايي، چې د غه كار د افغانستان د اساسي قانون پر اساس كيږي.

د بشر د حقونو د څار اداره: افغان دولت دي، په ټولو چارو کې د ښځو ونډه نه هيروي

د بشر د حقونو د څار اداره پر افغان دولت غږ وكړ چې له وسلوالو مخالفينو سره د روغې جوړې په خبرو كې د ښځو فعاله ونډه له ياده ونه باسي.د بشر د حقونو د څار ادارې دغه غوښتنه په افغانستان كې د ښځو د وضعيت په اړه په يوه نوي راپور كې كړې.

د مدافع وکیلانو ټولنه د خپل یو نیول شوي وکیل د خوشې کېدو غوښتونکي دي

د افغانستان د مدافع وكيلانو خپلواكه ټولنه وايي، چې د سترې محكمې د كنټرول او څارنې رياست دې، د دوى يو مدافع وكيل خوشې كړي. د افغانستان د مدافع وكيلانو د خپلواكې ټولنې رييس د سې شنبې په ورځ په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل، چې د سترې محكمې د مربوطې ادارې د كاركوونكو له خوا د يو مدافع وكيل توقيف كيدل، غيرقانوني دی.

د ولايتونو لپاره د کرنيزې بوديجې پراختيا

د افغانستان د کرنې وزارت اعلان کړې، چې په ولايتو کې دکرنيزو چارو د پراختيا لپاره يې تقريباً ٣٠ فيصده انکشافي بوديجه ٦٠ فيصدو ته لوړه کړه. د کرنې وزارت په کرنيزه برخه کې د ولايتونو داړتياوو د تشخيص اوظرفيت جوړ ونې پروګرام تر لاس لاندې نيولي، چې په دې ترڅ کې يې د ختيځ زون لپاره دسه شنبې په ورځ له ننګرهار ولايت نه پيل وکړ.

ډیویډ پیټریوس پاکستان ته په څه پسې تللی و؟

ناټو او امریکایي چارواکې له پاکستان څخه غواړي چې د وسله والو په ضد هلې ځلې دې زیاتې کړي او یو شمېر څیړونکې هم په دي باور دي تر هغې چې د پاکستان په شمال لویدیځ کې د طالبانو د روزنې او پټيدو ځایونه او اکمالاتي لارې بندې نه شې، په افغانستان کې د وسلوالو ځپل له امکانه لرې بریښي.

په کابل کې کوڅه ډبو سپیو خلک له ستونزو سره مخ کړي دي

د كابل ښار ګڼ شمير اوسيدونكي د خپلو استوګنو په سيمو كه د كوڅه ډبو سپيو له شتون شكايت كوي وايي، چې د دغو سپيو د ټولو لپاره د مسوولو ارګانونو له خوا هيڅ ډول اقدام نه دى شوى. دا په داسې حال كې ده چې كابل ښاروالې او د افغانستان د عامې روغتيا وزارت په دې برخه كې د يو لړ اقداماتو خبره كوي. د افغانستان د عامې روغتيا د وزارت په وينا په تير كماپين كې كابو ۳۰۰۰ كوڅه ډبه سپي له منځه وړل شوي ول

راسموسن : د افغان ماموریت پر سر سیاسي اختلاف طالبان ځواکمنولی شي

د ناټو تړون عمومي منشي اندریس فوګ راسموسن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې طالبان په هغو هیوادونو کې چې په افغانستان کې سرتیري لري روان سیاسي بحثونه څاري او که د افغانستان د ماموریت له امله په لویدیځو هیوادونو کې له اختلافاتو خبر شي نو خپل وسلوال فعالیت به پراخ کړي.

په بادغیس کې خلکو پر خپل سر د پیستو ټولول پیل کړل

بادغیس ولایت کې له وخته وړاندې یوځل بیادپیستی ټولولوپه نیت زرګونه خلک په ځنګلونوور ګډشوي کوم فصل چې دسېمې عام خلک یې شول بولي . دعواموپه ژبه دشول په نوم سره یادیږی.ددغه ولایت یوه قومی مشردځان ترراپیژاندوسره سم بی وخته دشول ماتیدوزیانونه داسی راوښوده.

ډيمېسټورا: له تور لیست څخه د نومونو د لرې کول وخت ته اړتیا لري

وروسته له دې چې رپوټونو وویل، د افغانستان دولت غواړي د پنځوسو پخوانیو طالب مشرانو نومونه د ملګروملتونو له تورلسته لیري کړي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وایي د دغه سازمان امنیت شورا اوس مهال له دغه لست څخه د لسو افرادو او موسسو د نومونو په لیری کولو غور کوي. دی وایي، چې له تورلیست څخه د نومونو د لیری کولو پروسه روانه ده او دا کار وخت نیسي.

دوشنبه 21 سرطان 1389

په كابل كې د امريكا د كلتور په اړه انځوريز نندارتون

په كابل كې د امريكا سفارت د خپل هېواد د كلتور، تاريخ او ټولنې په اړه د انځورونو يو نندارتون پرانيستلى. د دوشنبې په ورځ له دغې نندارتون نه د امريكا سفير او د كابل د دارالايتام مسئولينو او ماشومانو ليدنه وكړه. دا چې دا څرنګه يو نندارتون دى، څه ډول عكسونه په كې ايښودل شوي او هدف يې څه دى.

د هرات د لرغونو منارونو بدیل سړک جوړشو

د هرات د لرغونو منارونو ترمنځ یو بدیل سړک پرانیستل شو، څو د غټو موټرونو تګ راتګ پاتې منارونه زیانمن نه کړي. دغه شپږ منارونه چې شاوخوا ۷۰۰ کاله پخوا د وخت د پادشاه سلطان حسین باایقرا د مېرمنې ګوهرشاد بېګم له خوا جوړ شوي وو، د دوربین په توګه ترې کار اخیستل کېده او تېرو جګړو او د وخت بارنونو یې یو نړولی دی، بل یې د لوېدو په حال کې دی او څلورو نورو یې هم خپل لومړی ښایست له لاسه ورکړي.

د كابل ۵ ميليونه نفوس او د ماشومانو يو روغتون

نن سبا په هېواد كې د هوا د ګرموالى له امله، ګڼ شمير ماشومان په ناروغيو اخته شوي دي. د كابل په روغتونونو كې اكثره ناروغان همدغه كم عمره ماشومان دي. خلك وايي، په كابل د ماشومانو د درملنې يوازې يو روغتون شته، چې ماشومو ناروغانو كفايت نه كوي. ډاكتران وايي، دا ناروغۍ هركال د ګرمۍ په موسم كې پيدا كيږي او دوى يې درملني ته تدابير نيولي دي.

تېره مياشت تر زرو زيات ملکيان وژل شوي

د افغانستان د حقوقو د څار ادارې د دوشنبې په ورځ وويل، سږ کال، له ٢٠٠١م کال راهيسې د افغانستان لپاره ډېر خونړۍ دى، د نا امنيو له زياتېدو سره جوخت، ملکي تلفات هم زيات شوي. په تېرو شپږو مياشتو کې تر زرو زيات ملکيان وژل شوي. دغې ادارې ويلي په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو له زياتېدو سره هم د طالبانو په مشرۍ تاوتريخوالى نه دى کم کړى.

په جلال اباد كې وسله والو د پېکټ د ژورنالېزم مرکز وسوزاوه

نامعلومو وسله والو د ننګرهار ولايت جلال اباد ښار ته نږدې د هډې په نجم المدارس ديني مدرسه کې د پېکټ په نامه خبري مرکز سېزلى، چې ورسره ددغه مدرسې ځينې برخې هم سوزېدلي. د پېکټ يا د پولي پورې د پروګرام مشر مولوي سيد احمد فضلي وويل: دغه مرکز ديني طالب العمانو ته ژورنالېزم زده کاوه.

دفاع وزارت د چاودنو د مخنیوي لپاره نوي پروګرامونه ترتیب کړي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې د ماينونو او نورو چاوديدونكو موادو د چاودنو د مخنيوي لپاره يې نوي پروګرامونه ترلاس لاندې لري. د دې وزارت د اضطراري حالاتو مرستيال د دوشنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې د امريكا متحده ايالاتو په دې برخه كې څو مليارده ډالره مرسته هم كړې او دوى به د چاودنو د مخنيوي لپاره پرمخ تللي وسايل هم وكاروي.

د ناټو يو قوماندان: طالبان له ماشومانو د جنګياليو په توګه کار اخلي

د افغانستان د نفوس زياته برخه کوچنيان جوړوي، وسلوال طالبان اوس زياتره خپلو ليکو ته له ١٤ رانيولې تر ١٨ کلونو پورې ځوانان جلبوي او دوى تشويقوي چې د خپلو مجاهدو نيکه ګانو غوندې وجنګېږي. کله چې د امريکايي پوځيانو د فرقه مشر مرستيال ارون بست پوځيانو د احمد په نامه يو ١٤ کلن زلمى ونيوه، دوى پر خپل دې کار بخښنه ونه غوښته.

صنعت كاران: دولت موږته لازمې اسانتياوې نه دي برابركړي

د افغانستان د صنعت كارانو ټولنه وايي، چې افغان دولت د صنعت په برخه كې صنعت كارانو ته لازمې اسانتياوې نه دي برابري كړي او ان ځينې وخت د دوي د كارخانو لپاره ځايونه هم په غير قانوني توګه نورو ته وركول كيږي، خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د چارو وزيرانور الحق احدي تر دې مخكې ويلي وه چې افغان دولت ژمن دي چې صنعت كارانو ته لازمې اسانتياوې برابرې كړي

افغان ولسمشر د ملګرملتونو له تور لیست څخه د ۵۰ طالبانو د نومونو د ایستلو غوښتونکی دی

افغان ولسمشرحامد کرزی غواړي له ملګروملتو څخه غوښتنه وکړي څو د طالبانو د شاوخوا ۵۰ کسانو نومونه له خپل تور لیست څخه وباسي. ملګروملتونو نږدې نهه کاله مخکې په یوه پرېکړه لیک کې ۱۳۷ تنه افغانان په دې تور په تور فهرست کې شامل کړل، چې تروریستان دي. په تور فهرست کې د شاملو کسانو شتمنۍ کنګل شوي او پر سفر یې بندیز لګېدلی دی.

كارل لوين:د حقاني ډله دې هم په تور ليست كې شامله شي

د متحده ايالاتو د سنا يو دوه كسيزه پلاوي له تېرو درېو ورځو راهيسې له افغانستان او پاكستان څخه ليدنه وكړه، دوي د تروريزم پرضد جګړه كې د پاكستان وروستۍ هڅې وستايلې خو زياته يي كړه چې لا هم زيات څه بايد وكړي، دغه راز دوي ټينګار وكړ چې د افغانستان د ملي اردو شمېراو ځواك بايد زيات شي څو په راتلونكي كال كې په امنيتي ډګركې زيات مسوليت ترلاسه كړي.

یکشنبه 20 سرطان 1389

ناټو ځواكونو د كونړ خلك د جوارو له كرلو منع كړي

د کونړ ولايت د يو شمير سيمو اوسيدونکي شکايت کوي، چې نړيوالو ځواکونو ورته د سړك له غاړې سره نږدې د جوارو د نه كرولو امر كړى دى. د وټپور ولسوالۍ څو تنو اوسيدنکو ازادي راډيو ته وويل، نړيوال ځواكونه وايي، د جوارو په كروندو كې وسلوال طالبان كمينونه نيسي، نو ځكه خو بايد د سړك پر غاړه او پوځي مركزونو ته نږدې ونه كرل شي.

ناټو: په افغانستان کې د ملیشو جوړلو پلان نه لرو

د ناټو ځواكونه وايي، چې په افغانستان كې د مليشو جوړولو كوم پروګرام نه لري، خو د هغو سيمه ییزو ځواكونو د جوړولو پروګرام په پام كى دى، چې د كورنيو چارو وزارت به يې څارى او دا ځواك به له سيمه ييزو رسمي پوليسو سره مرسته كوي. دا څرګندونې د يكشنبې په ورځ په كابل كې يوى خبري غونډې ته د بهرنيو ځواكونو مسوولينو وكړې.

په پوليسو كې د ډاډمن امنيت لپاره يوه نوې طرحه

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت، په پوليسو كې د اصلاحاتو او ډاډمن امنيت لپاره يوه طرحه وړاندې كړه، د دغه وزارت وياند زمري بشري د يكشنبې په ورځ په كابل كې وويل، چې دغه نوې طرحه د كورنيو چارو نوي وزير، جوړه كړې چې كېداى شي پر امنيت ښه اغېز وكړي. نوموړي په تېره يوه اونۍ كې د پوليسو د لاسته راوړنو په اړه مالومات وركړل او ويې ويل چې د ترهګرۍ په تور يې لسګونه كسان نيولي دي.

په ننګرهار كې د بهسودو پول رسما وتړل شو

د ننګرهار ولايت د بهسودو پول د لوېو بار وړونکو موټرو پرمخ رسما وتړل شو، دا پرېکړه چارواکو ترهغو(٢) چاودنو وروسته اعلان کړه چې له امله يې دا پول زيانمن شو. د جلال اباد ښار په شمالي څنډه کې د بهسودو پول تر دوېمې چاودنې وروسته د لوېو باردارو موټرو پرمخ وتړل شو، لومړۍ چاودنه څه نا څه يوه مياشت مخکې په ايتلافي ځواکونو شوې وه، چې د پله جنوبي څنډه په کې زيانمنه شوې وه.

بې ځايه شوي كډوال اوس هم خپلو سيمو ته د تلو په تمه دي

په افغانستان كې اوس هم زياتره هغه كسان خپلو سيمو ته د تلو په تمه دي چې د جګړو، نا امنيو او وچكاليو له امله بې ځاي شوي دي، په كابل كې ميشت يو شمېر دغه بې ځايه شوي خلك وايي چې دوى له ګڼو ستونزو سره مخ دي او له دولت څخه د جدي پاملرنې غوښتنه كوي. خو په كابل كې د كډوالو د چارو د ملګرو ملتونو د عالي كمېشنرى دفتر وايي، له هغو كډوالو سره چې د جګړو او نا امنيو له كبله د خپلو كورونو او سيمو پرېښودو ته اړ شوي دي، د مرستې پروګرامونه لري.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په هېواد کې د ځوانانو عالي شورا جوړي

په پام كې ده، چې په افغانستان كې د ځوانانوعالى شورا جوړه شي. د اطلا عاتو او فرهنګ وزارت له خوا د يكشنبې په ورځ، د دې شورا د جوړېدو لپاره د مركز او نورو سيمو څخه د ځوانانو د مختلفو ټولنو استازي كابل ته رابلل شوي وو، ترڅو په يوې غونډه كې د دې شورا پرلايحه او تشكيلاتو يوې پريكړې ته ورسيږي. غونډې ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزير وويل، دا شورا به له ځوانانو سره مرسته وكړي، چې د دوى ستونزې او پيشنهادونه دولتي ارګانونو ته ورسول شي.

شهراني:د كابل كنفرانس لپاره مو پروګرامونه جوړ كړي

د افغانستان د كانونو وزارت چې د كابل د نړېوال كنفرانس لپاره د يوشمېرسكتوري وزارتونو د كړۍ مشري په غاړه لري وايي، چې د دې كنفرانس لپاره يي د ميلياردونو ډالرو په ارزښت لنډ مهاله او اوږد مهالي پروګرامونه جوړكړي دي. ټاكل شوې، چې د كابل كنفرانس د روانې چنګاښ مياشتې په نهه ويشتمه نېټه جوړشي چې د ګڼو مرسته كوونكو هېوادونو استازي به په كې ګډون وكړي.

کرکټ: افغانستان لوبه له هالنډه وګټله

په هالنډ کې د کرکټ د لومړي ډوېژن د نړيوالو لوبو په جريان کې پرون افغانستان له کوربه هېواد هالنډ څخه لوبه وګټله. پچه هالنډ وګټله او بېټنګ يې پيل کړ، د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره يې افغانستان ته د ٢١٩ منډو هدف وټاکه، افغان لوبغاړو په پنځو ويکټونو سره دغه هدف پوره او دغه لوبه وګټله.

شنبه 19 سرطان 1389

ملي امنيت: د ترهګرو دوه ډلې مو نیولي دي

د افغانستان د ملي امنيت رياست، په هېواد كې د تروريستي بريدونو د ترسره كولو په تور لس تنه نيولي دي. دغه رياست وايي، چې د دغو كسانو په نيولو سره يې د وسلوالو مخالفينو د خونړيو عملياتو مخنيوى كړى. د ملي امنيت رياست وياند د شنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته د نيول شويو كسانو په اړه د معلوماتو وركولو سربيره وويل، چې په ننګرهار ولايت كې امنيتي اقداماتو په اړه هم خبرې كړي دي.

الکوزي: پاکستاني چارواکي د نوي ترانزیتي تړون لاسلیکولو ته جدي نه دي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې له افغان دولت نه غوښتي دي، چې له پاكستان سره د نوي ترانزيتي تړون د ژر تر ژره لاسليك كولو لپاره جدي هلې ځلې وكړي. ټاكل شوې، دغه نوى تړون چې د څو كلونو راهيسې د افغانستان پاكستان حكومتونو ترمنځ پرې خبرې روانې دي، د دغو دواړو هيوادونو ترمنځ د ۱۹۶۵ كال د تړون ځاى ونيسي.

اكليل حكيمي: ایران افغان دولت ته د افغان بندیانو ورسپارلو ژمنه وکړه

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت يوه پلاوي، چې په دې وروستيو كې ايران ته سفر كړي وو، وايي، چې ايرن ورسره يو ځل بيا ژمنه كړې چې بندي افغانان به ور سپاري. دغه څلور كسيز هيات د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د مرستيال په مشرۍ ايران ته تللى و.

په افغانستان كې رواني ناروغى يوه لويه ستونزه ګرځيدلې

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، چې په هېواد كې روانې ناروغي د پام وړستونزه ګرځېدلى ده او په كارده چې اوارې ته يي لازم تدابير ونيول شي. دا وزارت وايي، د دې ناروغۍ د درملنې لپاره يي، تر اوسه له زرو څخه زيات ډاكتران او نرسان روزلي دي.

پوپل:د ولايتي شوراګانو د غړو صلاحيتونه زيا ت شوي

د افغانستان د اتو ولايتونو د ولايتي شوراګانو غړو د شنبې په ورځ په كابل كې د غوره استازيتوب په نوم په يوې غونډه كې ګډون وكړ. دغه غونډه د افغانستان د سيمه ايزو ارګانونو د خپلواكې ادارې له خوا جوړه شوې وه. د افغانستان د سيمه ايزو ارګانونو د ادارې چارواكي وايي، چې په ولايتونو كې د اجرايه قوې د صلاحيتونو په زياتېدلو سره د ولايتي شوراګانو د غړو صلاحيتونه هم زيا ت شوي دي.

بوسنیا، کروشیا او مونتنیګروغواړي افغانستان ته یوګډ پوځي ځواک واستوي

د افغانستان جګړه چې د امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو لپاره تر نورو ټولو جګړو اوږده او سخته جګړه ګڼل کیږي، د ملګرو ملتونو د امنیت شوری د پریکړې په اساس جوړ شوي ګډ ځواک (ایساف) ته یي زیاتو ملکونو عسکر ورکړي دي. هېوادونه د خپلو اصولو او قوانینو په اساس په ایساف او پوځي ماموریت کې خپلې ونډې تنظیموي، ځینې هېوادونه په جګړو کې په مستقیم ډول ګډون ته لیواله نه دي او له نورو لارو غواړي له افغانستان سره مرسته وکړي.

جمعه 18 سرطان 1389

د موټرو د ګڼې ګوڼې له امله خلك تفريحي ځايوته نه شي رسېداى

يو شمېركابل ښاريان شكايت كوي، چې د تفريح ځايونو لكه پغمان، قرغې،سالنګ او نورو ميلې ځاينونو ته غځېدلي لارې د جمعې په ورځ ډيرې بندې وي او ځينې نورې يي بيا د بيارغونې له امله تړل شوي دي، چې كابل ښاريان نه شي كولاى پر وخت د تفريح سيمو ته ورسيږي، خو كابل ښاروالۍ بيا د واټونو د سور كموالى او د موټرونو زياتوالى د دې ستونزو اساسي عوامل ښيي.

د جنوب ختيځو ولايتونو د ستونزو د حل لپاره يو مركز پرانيستل شو

د افغانستان د جنوب ختيځو ولايتونو قومي مشران او اوسيدونكي وايي، چي په كابينه او د حكومت په نورو لوړو پوستونو كي د دي ولايتونو ونډه په كي له ياده ايستل شوي ده. د دي ولايتونو اوسيدونكو دغه څرګندوني د جمعي په ورځ په كابل كي د خپلو ولايتونو د روانو ستونزو د هوارولو په هدف د يو مركز د پرانيستي په مراسمو كي وكړي.

افغان چارواکي :اسلامي حزب دولت ته د طالبانو ځایونه په ګوته کوي

افغان چارواکي وايي چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي د افغانستان په شمال کې د وسله والو طالبانو د مرکزونو او د پټېدو د ځایونو په اړه دولتي ځواکونو ته استخباراتي معلومات برابروي. رویټرز خبري اژانس په دې اړه معلومات د افغانستان په شمال کې د ملي اردو د قوماندان جنرال مرادعلي مراد له قوله خپاره کړي دي او لیکي چې د نوموړي جنرال څرګندونې د شمال یوه چارواکي هم تایید کړي دي.

پنجشنبه 17 سرطان 1389

اياغزني به په ۲۰۱۳ كال كې د اسلامي فرهنګ په مركز بدل شي؟

غزني د افغانستان يو مشهور تاريخي ښار دى، چې په پام كې ده، په دوه زره ديارلسم ميلادي كال كې د اسلامي فرهنګ د مركز په توګه ونوميږي، دا پريكړه څه باندې دوه كاله دمخه د اسلامي هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانوپه غونډه كې شوى وه. افغان دولت د غزني د تاريخي سيمواواثارو د بيارغاونى لپاره يو كميسيون ته دنده سپارلى ده، چې پلان يې ترتيب او په پروژو يي كار پيل كړى، چې اوس مهال يي د ځينو پروژو كارونه پيل شوى هم دي.

په افغانستان كې د اداري فساد په اړه شوې سروې

د افغانستان د اصالت د څارپه نوم يوې موسسې په دې هېواد كې د اداري فساد په اړه يوه سروې كړې چې له مخې يې د افغانستان خلكو د كم كار د ترسره كولو لپاره هم په دولتي ادارو كې رشوت وركړى دى. د دې موسسې په سروې كې چې د پنجشنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته اعلان شوه راغلي، چې اداري فساد په ټولو دولتي ادارو كې شته په ځانګړي توګه په ولسواليو كې.

په كابل كې د اوړو د توليد دوېمه فابريكه پرانيستل شوه

په كابل كې د اوړو د توليد دوېمه فابريكه د يونيم ميليون ډالروپه ارزښت د پنجشنبې په ورځ پرانيستل شوه، د دې فابريكې مسوولان وايي چې دغه فابريكه په ورځ كې د لس زره ټنوغنمو د زېرمه كولو او د ۱۵۰ ټنه غنمو د اوړو كولو ظرفيت لري. د افغانستان د كرنې او مالدارۍ وزارت وايي، چې په ټول افغانستان كې د د غنمو د اوړه كولو نهه لويې فابريكې جوړې شوي دي او هڅه كيږي چې نورې هم زياتې شي.

ايټاليا د افغان پوليسو په روزنه كې خپلومرستو ته دوام وركوي

ايټاليا په پام كې لري، چې د افغان پوليسو په ځانګړي ډول په هرات كې د سرحدي پوليسو د روزنې په برخه كې له افغان دولت سره خپلو مرستو ته دوام وركړي. دغه څرګندونې په كابل كې د ايټاليا سفير د پنجشنبې په ورځ يوې خبري غونډې ته وكړې، د افغانستان د كورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال منيرمنګل په نوموړي برخه كې د دغه هېواد مرستې وستايلې ويي ويل، چې هيله ده ايټاليا د وسايلو او تخنيك په برخه كې هم له افغان يوليسو سره مرسته وكړي.

په سنګين ولسوالۍ كې د امريكايي سرتېرو نه د خلكوغوښتنې

دوه ورځې وړاندې د هلمند د سنګين ولسوالۍ نه برېتانوي ځواكونو وتل پيل كړه، چې دا ولسوالۍ د امريكا سمندري ځواكونو ته وسپاري. په عين حال كې د سنګين خلك وايي له امريكايي سرتېرو نه غوښتنه كوو چې امنيت ټينګ كړي بيارغونه پيل كړي او په سنګين كې هغه سيمه خوشې كړي چې د ملكي كسانو عامه شتمني دى.

Audio په الینګار کې خلکو مظاهره وکړه

د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ ګڼو خلکو د پنجشنبې په ورځ مظاهره وکړه، مظاهره کوونکو د دغه ولايت د ولسواليو د سيمه ايزو شورا ګانو په جوړېدو کې د ولايتي چارواکو مداخله غندله او پر ضد يې شعارونه ورکړل.

ايكن بيري او ميرمن يي د كابل ښارپه پاكولو كې برخه واخيسته

د امريكا سفيركارل ايكن بيري په خپلو ګوتو، كاغذونه، بوتلونه، زاړه پلاستيكونه او داسې نور خل پل راټولول او په كثافت دانيو كې يي غورځول. د كابل ښار د پاكولودا پروګرام د يو شمېرافغان محصلانو په ابتكار د چهارشنبې په ورځ تنظيم شوى و. دې محصلانوڅه موده مخكې د فولبرايت د پروګرام له لارې امريكا ته تللي اوهلته يي د چاپېرېال ساتنې په برخه كې روزل شوي دي.

د ډیویډ پیټریوس په وړاندې پرتې ستونزې

جنرال ډیویډ بارنو چې یو مهال یې په افغانستان کې د ایتلافي ځواکونو د قومندان په توګه دنده ترسره کوله په دې وروستیو کې د افغانستان د حالاتو په اړه یو مقاله لیکلي ده . دا مقاله په فایننشل ټایمز ورځپاڼې کې خپره شوې او په پیل کې یې د غه پوحي جنرال لیکي:

چهارشنبه 16 سرطان 1389

په كابل كې افغان خبريالانو ته يوه روزنيزه دوره پيل شوه

د افغانستان د انتخاباتو د كميسيون د رسنېوكميسيون د كابل او ولايتونو خبريالانو ته يوه روزنيزه دوره پيل كړې، په دې دوه ورځنۍ دوره كې به يو شمېرخبريالانو ته د انتخاباتو او انتخاباتي كمپاين په اړه د رپوټ د برابرولو په اړه زده كړه وركړل شي. بل خوا يو شمېرخبريالانو شكايت كړى، چې د انتخاباتي كمپاينونو په اړه د راپور وركولو په برخه كې ګواښل كيږي او له امنيتي ستونزو سره مخ دي.

د انتخاباتو كميسيون د ۳۱ كانديدانو نومونه توږلي

د افغانستان د انتخاباتي شكايتونو د اورېدلو كميسيون د ولسي جرګې د كانديوانو له وروستي لست څخه د ۳۱ نومونه د توږلو خبره كوي، د دوى په وينا دغه كانديدان د غير مسولو وسلوالو ګروپونو سره په تړاو تورن دي. د افغانستان د انتخاباتي شكايتونو د اوريدلو د كميسيون غړي او وياند احمدضيا رفعت به کابل كې خبريالانو نور جزيات هم وركړي.

په ننګرهار کې ١٧٠ کورنۍ بې کوره شوې

د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ تر ١٧٠ زياتې کورنۍ د کابل په سيند کې د اوبو ډېرېدو امله د بې سرپناتوب ستونزې ته مخامخ شوي. دوى وايي، د بهسودو په ټاپو کې يې پرکورونو اوبه ور اوختي، چې له امله يې د قاسم اباد ډاګ ته وکوچېدل، خو هلته سيمه ايزو خلکو راوشړل او اوس سرپناه نه لري.

په كابل كې د رسنيومركز تر بيا رغونې وروسته پرانيستل شو

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت كې د مطبوعاتو نړېوال مركز تر بيارغونې وروسته د چهارشنبې په ورځ پرانيستل شو. دغه مركز څه باندې يو كال مخكې د اطلاعاتو او فرهنګ پر وزارت د يوې ځان وژونكې حملې له امله زيانمن شوى وو، د رسنيو نړېوال مركز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او دغه راز د امريكا په ګډه مالي مرسته بيارغول شوى او شل مليونه افغانۍ پرې لګيدلي دي.

د كابل په پوهنتون كې د بوټو په اړه څېړنيزمركز پرانيستل شو

د هېربارېوم په نامه دغه مركز د امريكا د متحده ايالتونو د پراختيايي ادارې په مالي لګښټ جوړ شوى دى، د كابل پوهنتون د ساينس پوهنځى د استادانو په وينا د دې مركز په پرانيستلو سره به د څيړنو په برخه كې د بيالوژي څانګې د محصلينو ستونزې تر يوه حده هوارې شي.

نورم اوسټنډرډ:د ساختماني پروژو د عملي كولو لپاره ځينې معيارونه ټاكو

د افغانستان د نورم او سټنډرد اداره غواړي چې په افغانستان كې د ټولوساختماني پروژو د تطبيق لپاره ځينې ځانګړي معيارونه وټاكي، د همدې هدف لپاره په افغانستان كې د حركت يا موو ادارې د سټنډرډ ملي خپلواكې ادارې ته د څه باندې دوه ميليونو ډالرو د مرستې د وركړې يو تړون د چهارشنبې په ورځ لاسليك كړ، د دغو نوېو معيارونو له ټاكل كېدو وروسته به په افغانستان كې د ساختماني پروژو تطبيق په معياري توګه ترسره كيږي او كه نه نو مجازات كيږي به.

چارواكي:بهرني ځواكونه به ترهغه وخته وي چې افغان ځواكونه د دفاع جوګه شي

په افغانستان كې ميشت نړېوال ځواكونه او د دې هېواد د دفاع وزارت وايي، چې بهرني ځواكونه به ترهغه وخته په دې هېواد كې وي چې افغان ځواكونه په خپلو پښو نه وي دريدلي. د افغانستان د دفاع وزارت او په كابل كې د ايساف ځواكونو وياندويانو د چهارشنبې په ورځ په يوه ګډ خبري كنفرانس كې وويل، چې افغان ځواكونو ته د امنيتي مسووليتونو سپارل د يوه منظم پلان پراساس ترسره كيږي او نړېواله ټولنه به دا هېواد يوازې پرې نږدي.

کابل پر اسلام اباد غږ وکړ چې ترورستان وځپي

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار فرانس پریس اژانس ته په مرکې کې وویل چې اسلام اباد، د القاعدې، د طالبانو د کوټې د شورا، اسلامي حزب او حزب التحریر پرضد سم عملیات نه دې کړي. د افغانستان د ملي امنیت سلاکار له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې د ترورستانو مشران ونیسي، د هغو کسانو لست وسپاري چې نیول شوې دي یا په توقیف کې له دوی سره دي.

نوازشریف، پاکستان باید په افغانستان کې مداخله ونه کړي

د پاکستان د اپوزسیون ګوند مشر نوازشریف وایي، هیواد یې باید د افغانستان په کورنیو چارو کې له مداخلې لاس واخلي. نوازشریف دا ومنله چې په نویمه لسیزه کې چې دی صدراعظم و د افغانستان لپاره یې د طالبانو د تګلاره پرمخ وړه او دا ناکامه پالیسي وه.

بريتانيا به د هلمند د جنوب او شمال چارې امریکایي ځواکونو ته وسپاري

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما افغانستان ته د نوی ستراتیژۍ د اعلان په مهال، د وسله والو د ماتولو په مقصد د نورو دیرشو زرو امریکایي عسکرو د استولو پریکړه هم کړې وه. دا سرتېري جوپه جوپه افغانستان ته رسیږي او یو شمېر یي دا مهال د افغانستان په جنوب کې ځاى په ځاى شوي دي. د نوېو امریکایي ځواکونو د رسېدو په جریان کې انګلیس ځواکونه د هلمند ولایت له ځینو سېمو څخه وځي.

سه شنبه 15 سرطان 1389

د غزني د تاريخي ښار د بيا رغاونې لپاره نوى پلان

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د غزني ولايت د تاريخي سيمواو اثارو د بيارغاونى پلان د سې شنبې په ورځ په كابل كې د بهرنيو هېوادونو سفيرانو، د نړېوالې ټولنې استازېو اود مرستندوېو موسسو مسئولينو ته تشريح كړ، د افغانستان د بهرنيو چاروزارت وويل د دې پلان په عملي كېدو څه باندې سل ميليونه ډالره لګيږي او پرته د نړېوالې ټولنې له مرستو ناممكه دى. د غزني ولايت چارواكووويل اوس مهال د دې پروژو يو لړكارونه پيل شوى، خو ډير كار او ډيروپيسو ته ضرورت احساسيږي.

عمر:د كابل كنفرانس لپاره تيارى په بشپړه توګه نيول شوى

د كابل كنفرانس په پام كې دى، چې د روانې مياشتې په وروستيوكې جوړشي، د ولسمشروياند وحيد عمر د سې شنبې په ورځ خبريالانو ته وويل، چې د ولسمشر كرزي په مشرى يوه كمېټه جوړه شوې، چې د ټولو سكټورنو كارونه په دقيقه توګه په كې څېړل كيږي. ويل كيږي، چې په افغانستان كې د امنيت ټينګښت او د نړېوالې ټولنې د مرستو د لګښت په څرنګوالي كې بدلون د دغه كنفرانس له عمده اهدافو څخه دي.

د پوهنې وزارت د اداري فساد د مخنيوي يوه نوې اداره جوړه كړه

د افغانستان د پوهنې وزارت د ملګرو ملتونو له پراختيايي ادارې سره يو تړون لاسليك كړ، چې له مخې به يې په دغه وزارت كې د اداري فساد پر ضد يوه نوې اداره جوړه شي. د ۳۵ مليونو افغانيو په ارزښت دغه تړون د سې شنبې په ورځ د افغانستان د پوهنې وزير او د يو ان ډي پي ادارې د مسئول ترمنځ لاسليك شوى.

فاطمي:د سوداګرۍ پيچلي قانون په هېواد كې د پانګونې مخه نيولې

د حركت په نوم يوه موسسه چې په افغانستان كې د سوداګرۍ د ودې لپاره كاركوي وايي، چې لا هم په دې هېواد كې د سوداګرو پر وړاندې ډيرې ستونزې پرځاى پاتې دي. د دغه ادارې مشر سيد سليمان فاطمي د سې شنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته افغان سوداګر د امنيت، برېښنا، د سوداګرۍ ملكيت د نشتوالۍ او د مغلقو قوانينو په اړه ډيرشكايتونه كړي دي.

خبريالانو پرچارواکو، ايتلافي ځواکونو او مخالفينو نيوکې وکړې

د افغانستان د ختيځو سيمو خبريالانو د سې شنبې په ورځ له چارواکو، ايتلافي ځواکونواو وسله والو سره خپلې ستونزې وښودې او د حل غوښتونکي يې شول. دا وخت د ملګروملتو د سياسي دفتراود بشري حقونو د کميسيون مسوولينوهم د خبريالانوستونزې تاييد او په ټولو خوا وو يې غږ وکړ چې وې مني.

جوبايډن: افغان مشران دې په لوبه كې داخل شي

د امریکا د ولسمشر مرستیال جو بایدن دعراق د لیدنی په مهال پرون په داسی حال کې چې په افغانستان کې یې د امریکا د پوځی ستراتیژی سخته دفاع وکړ، افغان مشران یې وهڅول چې د ده په وینا لوبه کې دې داخل شي. بل خوا جمهوری پلوی سناتور جان مککین د کابل د لیدنی په مهال په دی انتقاد کړی چې په دغې ستراتیژی کې ولې له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره نېټه ټاکل شوی ده.

دوشنبه 14 سرطان 1389

مككين:زموږ د سرتېرو وتل بايد د ماموريت له ختميدو نه مخكې پيل نه شي

امريكايي سناتور جان مككين چې د امريكا د سنا د درې كسيزه پلاوى په مشرى د دوه ورځو لپاره افغانستان ته راغلي وو، د افغان ولسمشرپرګډون يي له يو شمېرنورو دولتي چارواكو سره ليدنه كړې ده او مككين افغان ولسمشر ته ډاډ وركړى، چې له افغانستان سره به خپلو مرستو ته دوام وركړي.

په كابل كې د موټرچلوونكو نيوكۍ او شكايتونه

په كابل كې د يوشمېرموټرچلوونكو اعتراض كړى، چې د كابل-هرات پر لويه لارله ګڼو ستونزو سره مخ دي او زياتره وخت د كوم مسافر له خوا د مخدره موادو د انتقال په ګناه كې دوى هم نيول كيږي. د مسافر وړونكو لوېوموټرونوپه سلګونوچلوونكواو كلينرانو له همدې امله د دوشنبې په ورځ په كابل كې د كارد نه كولو په اعتصاب لاس پورې كړى و.

په تورخم کې د ماشومانو ناوړه وضعه

د تورخم په سرحدي سيمه کې ګڼ ماشومان درانه کارونه ترسره کوي. د دوى شمېر ډېردى. په تورخم سرحدي سيمه کې هره ورځ سلګونه ماشومان، چې عمرونه يې له ٧ تر ١٧ کلونو دي درانه کارونه کوي.

فراهي:ګرځندويان د تېركال په پرتله ډېر شوي

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، چې د ګرځندوى يا توريزم لپاره د اسانتياوو په برابرولو سره يې د ګرځندويانو ډېرپام افغانستان ته را اوښتى دى اود نړېوالو ګرځنديانو شمېر د تېر كال په پرتله ډېر شوى دى، خوعام خلك له دولت څخه غواړي چې د توريزم په برخه كې خپلې چارې لا جدي كړي.

افغان چارواكي وايي چې د ملي اردو د روزنې لړۍ چټكه شوى

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې د افغانستان د ملي اردو د روزنې لړۍ ښه روانه ده او دا مهال د ملي اردو د ځواكونو شمېر څه باندې يو لك ديرش زرو ته رسيږي. د ملي اردو د ښوونې او روزنې عمومي قومندان جنرال امين الله كريم زياته كړه، چې په كابل سربيره دا مهال په زونونو كې هم د ملي اردو د جذب او روزنې مركزونه فعاليت لري.

کرزي له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي

افغان ولسمشر له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره ډېره هڅه کوي. له افغانستانه د امریکایي عسکرو د وتل خبر چې کال اوړي کې به پیل شي دا هڅې نورې هم چټکې کړي. پاکستان هم دا غواړي، چې د مخالفو وسله والو لوی مشران لکه جلال الدین حقاني له حکومت سره یو ځاي شي خو ځینی سیاسي کتونکې وايي، چې القاعده ډله به د دې ډول معاملو مخه ونیسي.

مککین: له افغانستان څخه د سرتېرو اېستلو ته ضرب الاجل ټاکل لویه تېروتنه ده

د امریکا د کانګرس مهم جمهوري غوښتونکو غړو او په امریکا کې افغان سفیر له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د اېستلو لپاره د ولسمشر بارک اوباما له ټاکلي ضرب الاجل سره د مخالفت غږ اوچت کړی. امریکايي سناتورانو جان مککېن او لندسي ګراهام له کابله او نورو جمهوري غوښتونکو سناتورانو پرون د امریکا له ټلویزیوني چینلونو سره په مرکو کې وویل...

یکشنبه 13 سرطان 1389

جنرال ډیویډ پیټریوس له نوې ماموریت سره

امریکايي جنرال ډېویډپېټرایوس نن رسماً په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو د عمومي قوماندان په توګه خپله دنده پیل کړه. په هغو رسمي مراسمو کې چې د قوماندې د تسلیمۍ پرمهال په کابل کې د ناټو په مرکزي قرارګاه کې جوړه شوې وه پېترایوس وویل، د افغانستان د جګړې په اړه له شکونو او له ډېرو تلفاتو سره سره بیاهم نړیواله ټولنه د افغانستان په جګړه کې د بریالیتوب نیت لري.

يو افغان او بريتانوى د اداري فساد په تور محاكمه شول

په كابل كې د اداري فساد پر ضد ځانګړي محكمې يو بريتانوى تبعه ته، چې د رشوت په تور نيول شوى و، برائت وركړ او دهغه افغان ملګري ته يې د اتو مياشتو تنفيذي بدن سزا واوروله. دغه بريتانوي او د هغه افغان همكار غوښتل چې خپل دوه زره ضد نيول شوي موټرونه د ملي امنيت له ادارې څخه د پنځويشت زرو امريكايي ډالرو په مقابل كې راوباسي.

د ناروې سره صلیب له کابل امبولانس سره د نورو مرستو ژمنه وکړه

د ناروې سره صليب له كابل امبولانس سره ترراتلونكي يوه كاله پورې د تېلو او تخنيكي وسايلو د مرستو ژمنه وكړه او د دې مركز چارې يې افغان چارواكو ته وسپارلې. د دې مرستې تړون د يكشنبې په ورځ د افغانستان د عامې روغتيا د وزارت د سرپرستې او په كابل كې د ناروې د سره صليب د مسوول تر منځ لاسليك شو.

په لغمان ولايت کې د يوميليون ډالرو پروژه تطبيق شوه

په لغمان ولايت کې د امريکا په يوميليون ډالر مرسته د سبزيجاتو، ميوه جاتو او حيواني محصولاتو د ساتنې ٣ بابه سړې خونې او يو باب د ميوه جاتو ددرجه بندۍ او پروسس برخه جوړه او ديکشنبې په ورځ پرانستل شوه.

افغان صنعت كاران:دولت زموږ د ستونزو په هوارولو كې پاتې راغلى

د افغانستان د صنايعو ټولنې چارواكو په وينا دولت په هېواد كې د صنعت د غوړېدا لپاره د پام وړكار نه دى كړى، بل خوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت چارواكي هم مني چې په تېرو څو كلونو كې د صنعت كارانو د ستونزې د هوارولو سره ډير څه نه دي كړي، خو په راتونكې كې خپل پروګرامونه لري.

په هلمند كې د ايساف او ناټو ځواكونو نوى قوماندانۍ جوړه شوه

په هلمند كې د ايساف او ناټو ځواكونو نوى قوماندانۍ جوړه شوې ده، چارواكي وايي، دا به په هلمند كې د ګډوځواكونو د قوماندې سره مرسته وكړي، چې عمليات اسانه رهبري كړي، د دغه قوماندانۍ په ساحه كې نيمروز، فراه او هلمند ولايتونه شامل دي، دغه زون ته د جنوب ساحوي زون نوم وركول شوى دى.

پيټرويس په افغانستان كې خپله دنده په رسمي توګه پيل كړه

د ناټو نوى امريكايي قومندان جنرال ډيويډ پټريس چې د ناټو د پخواني امريكايي قومندان جنرال مك كريسټال پرځاى ټاكل شوى د يكشنبې په ورځ خپل دنده په رسمي توګه پيل كړه، ده ژمنه وكړه چې له افغان حكومت او افغانانو سره به په دې هېواد كې ترهغې خپلو مرستو ته دوام وركړى، څود طالبانواوالقاعده شبكې تهديد له منځه ولاړشي.

كريسټال ته د كال د غوره شخصيت جايزه وركړل شوه

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د ستراتيژيكو مطالعاتو مركز، په افغانستان كې د ناټواو امريكايي ځواكونو د پخواني قومندان جنرال مك كريسټال د كارونو ستاينه وكړه او هغه ته يې د كال د غوره شخصيت جايزه وركړه. دغه جايز د جنرال كريسټال په غياب كې تېره شپه د ايساف ځواكونو په استازيتوب جنرال نيك پاركر واخيسته.

شنبه 12 سرطان 1389

پوليس:په دې وروستيو كې زموږلاسته راوړنې ډيرې شوي

د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د پوليسو چارواكي وايي، په دې وروستيو كې د دغو پوليسو مرګ ژوبله كمه شوې او لاسته راوړنې يې ډيرې شوي دي. دوى دغه څرګندونې په داسې حال كې كوي، چې د افغانستان د مخدره موادو پرضد د مبارزې د پوليسو اكاډمي يوه بله دوره فارغان هم وركړل. بل خوا يو شمېركارپوهان په دې باوردي چې په افغانستان كې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د پوليسو د روزنې موده لنډه ده او ښې پايلې نه لري.

محقق: په دې نظام كې له هزاروو سره تبعيض كېږي

افغانستان په ملې شورا كې د هزاره وكيلانو شورا، پر افغان ولسمشرحامد كرزي نيوكې وكړه، چې له دوى سره يې تر ولسمشريزو انتخاباتو مخكې كړي ژمنې نه دي عملي كړي. د شنبې په ورځ دغې شورا خپل هزاره پلويان سره راټول كړي وه او په يوه لاريون كې يې پر ولسمشر تور ولګاوه چې په حكومت يې له هزاره و سره تبعيض كيږي.

جاپان په افغانستان کې د خپلو لګول شويو مرستو په اړه څېړنه کوي

جاپان په افغانستان كې د خپلو لګول شويو مرستو د شفافيت د معلوملو لپاره څيړنه كوي، جاپانې چارواكو دغه څرګندونې د شنبې په ورځ په كابل كې د افغانستان او جاپان تر منيځ د همكارۍ او پراختيا د پاليسۍ په اړه په جوړه شوې شپږمه كلنۍ غونډه كې وكړي. دغه غونډه د افغانستان د بهرنيو چارو په وزارت كې جوړه شوې وه، چې د يوشمېر وزارت مرستيالانو او د جاپان لوړ پوړ پوړو چارواكو په كې ګډون كړی و.

چارواكي په هېواد كې د غلې دانې د زياتوالي وړاندوينه كوي

د افغانستان د كرنې او مالدارى د وزارت چارواكي وايي،چې ښايي سږكال په هېواد كې د غلې دانې محصولات زيات اوسي، كال په كال د كرنيزو محصولاتو زياتوالى دا هيله پيدا كړې ده چې هېواد ورو ورو د غلې دانې له كمبود څخه خلاص شي، خو بزګران اندېښمن دي چې له يوې خوا د غلې دانې زياتوالى او له بلې خوا د هغې واردول كېداى شي دوى ته زيان ورسوي.

پترويس:زموږ ژمنه له افغانستان سره نه بدليدونكې ده

په افغانستان كې د ناټو او امريكايي ځواكونو عمومي قومندان جنرال ډيويډ پتريوس چې د شنبې په ورځ يي د امريكا د متحده ايالاتو د خپلواكۍ د ۲۳۴ مې كليزې په وياړ په كابل كې يوې غوندې ته خبرې كولې وويل، چې په افغانستان كې د بري لومړى شرط د نړېوالې ټولنې او افغانانو ترمنځ كامله همغږي ده.

د افغانستان جګړه او د امریکايي سیاستوالو خپل منځي شخړې

په دې وروستیو کې د افغانستان جګړه په امریکا او نورو لویدیځو خبري رسنیو او دغه راز په سیاسي حلقو کې ګرمه شوې او داسې بریښي، چې ورو ورو له دغې جګړې سره د خلکو مینه کمیږي. د امریکا سیاست وال، یو بل د جګړې د نه پرمختګ او یا هم د نه بري ګرم بولي. د امریکا د جمهوریت غوښتونکي ګوند مشر پر جمهور رییس باک اوباما سخت انتقادونه وکړل او داسې یې وښودله، چې دا جګړه ګوندې ده پیل کړې ده.

پنجشنبه 10 سرطان 1389

پیټریس : له افراطي ډلو سره د مبارزه کې بشري اړخ ټاکونکې دی

په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو نوي ټاکل شوي قوماندان، افغانستان ته له تلو مخکې نن په بروکسل کې د ناټو له مرکزي ودانۍ څخه کتنه وکړه.جنرال دیویدپېترایوس دناټو له عمومي منشي اندریس فوګ رسموسن سره تر کتنې او شمالي اتلانتیک په شورا کې له وینا وروسته وویل چې دی به له افراطي وسله والو سره د مبارزې د ستراتیژۍ له مخې تر وسې وسې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د مخنیوی هڅه وکړي.

لیام فاکس : له افغانستان څخه تر وخت د مخه وتل به کورنۍ جګړه رامنځ ته کړي

د برتانیې دفاع وزیر وايي چې له افغانستانه د نړیوال ایتلاف له وخته مخکې وتل په دې هېواد کې د کورنۍ جګړې باعث کېدای شي. د برتانیې د دفاع د وزیر لیام فاکس دا څرګندونې د صدراعظم دیوید کامرون له وروستیو څرګندونو سره په تضاد کې دي چې ویلي یې و، برتانوي ځواکونه باید تر ۲۰۱۵ کاله له افغانستانه ووځي.

ولې په افغانستان کې د صنایعو د پرمختګ لپار کار نه کیږي؟

كارپوهان وايي، چې افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د ملياردونو ډالرو مرستو سره، سره په هيواد كې صنايعو او توليداتو د پام وړ وده نه ده كړې. كسب ګر او د فابريكو خاوندان د امنيت او د دوى توليداتو لپاره د بازارونو نشتوالى خپلې لويې ستونزې ګڼي. خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعوو وزير وايي، چې په هېواد كې د صنايعوو د ودې او پراختيا په برخه كې نوي پروګرامونه په پام كې لري.

غضنفر: ټولو ولایتونو کې د ښځو لپاره پارکونه او تفریح ځایونه جوړوو

د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي، چې په پام كې لري په كابل او نورو ولايتونو كې د ښځو لپاره د تفريحي اسانتياوو د برابرولو لپاره، تفريحي پاركونه جوړ كړي. د دې وزارت چارواكي وايي، چې دغه پاركونه به په افغانستان كې د نړيوالومرسته كوونكو موسسو په مرسته جوړ كړي او د ښځو لپاره به ډېرې اسانتياوې هم په كې برابرې كړي.

ایا ولسي جرګې ته هر کاندید مستقل کاندید دی؟

د افغانستان ولسي جرګې ته د شاوخوا دوه زره پنځه سوو كانديدانو انتخاباتي مبارزى په زورسره پرمخ روانې دي. په دوی كې داسې كانديدان هم شته، چې ښايي يوسياسي ګوند پورې تړلى وي، خو د مستقل كانديد ترنامه لاندې مبازره كوي. د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي، چې دوى هغه كانديد د سياسي ګوند كانديد ګڼي، چې هغه ګوند دعدليې په وزارت كې رجستر شوى وي.

جونس: وسله والو مخالفیو سره د سولې پروګرام باید په جدي توګه پرمخ یوړل شي

په افغانستان كې ميشت نړيوال ځواكونه وايي، چې عادي ژوند ته د وسله والو مخالفينو د را ګرځولو د پروګرام د عملي كولو لپاره له افغان حكومت سره په ګډه كاركوي. د نړيوالو سوله ساتوځواكونو په چوكاټ كې نوي ژوند ته د وسله والو مخالفينو د راګرځولو مسوول د پنجشنبې په ورځ په كابل كې خبريالانوته وويل، چې د دې پروګرام عملي كول د دې هېواد په ځينو سيموكې پيل شوي.

شهراني وايي، د زېرمو له غیر فني کیندو څخه مخنیوی کوو

د افغانستان د كانو وزارت په پام كې لري، چې د كانونو د مسلكي كندلو په برخه كې د سيمې د خلكو لپاره د كار كولو زمينه برابره شي. د كانو وزير د پنجشنبې په ورځ په كابل كې وويل، چې دامهال هڅه كوي چې په هغو ولايتونو كې چې كانونه موجود دي ظرفيتونه لوړ شي او د افغانستان د كانې موادو له قاچاقو څخه په كلكه مخنيوي وشي.

په جلال اباد ښار کې درېيمه چاودنه

د پنجشنبې په شپه د ننګرهار ولايت مرکز د جلال اباد ښار په تالاشۍ څلور لارې کې ملي اردو ته د جلب او نوم ليکنې په موخه ايښودل شوى سيار کانتينر د شپې اته نيمې بجې په چاودېدونکو موادو والوزول شو.

په افغانستان کې د امریکا نوی پوځي قومندان جنرال پیټریوس

د امریکا مشرانو جرګې پرون په یوه خوله جنرال ډېوېډ پټرویس په افغاننستان کې د نړیوالو ځواکونو د عمومي قومندان په توګه تایید کړ. د پټرویس له ټاکل کېدو سره په امریکا کې هیلې ډیرې شوي، چې هغه به وکولای شي لکه څنګه چې د عراق جګړه یې د بریالیتوب مسیر ته برابره کړه، په افغانستان کې پوځي هلې ځلې هم د پرمختګ پرلور بوځي.

د امریکا لوي څارنوال اېرک هولډر کابل ته راغی

د جمهور رییس حامد کرزي په شمول، د افغانستان حکومت او نړیوالې ټولنې په وار وار ویلي، چې په افغانستان کې ادارې فساد له حده زیات دی او باید د له منځه وړلو لپاره یې جدي او صادقانه کار وشي. په روانې اوونۍ کي راپورونه خپاره شول چې افغان چارواکو له ۲۰۰۷ کال راهیسي یوازې د کابل نړیوال هوایي ډګر له لارې، شاوخوا درې میلیارده ډالر بهر ته ایستلي.

د امریکا لوی څارنوال کابل کې دی

د جمهور رییس حامد کرزي په شمول، د افغانستان حکومت او نړیوالې ټولنې په وار وار ویلي چی په افغانستان کي ادارې فساد له حده زیات دی او باید د له منځه وړلو لپاره یي جدي او صادقانه کار وشي. په روانې اوونۍ کي راپورونه خپاره شول چی افغان چارواکو له ۲۰۰۷ کال راهیسې یوازې د کابل نړیوال هوایي ډګر له لارې، شاوخوا دري میلیارده ډالر بهر ته ایستلي.

چهارشنبه 09 سرطان 1389

عظیمي: د دفاع وزارت په تشکیلاتو کې بدلون او نوې مقررې اعلان شوې

د افغانستان د دفاع وزارت چارواكو، د وزارت په تشكيل كې د يولړ بدلونونو او نويو مقرريو اعلان وكړ. همدارنګه د اوزارت وايي، چې په وروستيو څو كلونو كې د تروريزم پرضد ګډو هلو څلو كې، ترډېره حده د عملياتو رهبرى د افغان ځواكونو په غاړه وه.

زاخيلوال: ميلياردونه ډالر د كابل د هوايي ډګرله لارې بهرايستل شوي

د افغانستان د ماليې وزارت وايي، چې د كابل د هوايي ډګرنه چې ميلياردونه ډالره بهرته ليږدول شوي ترډېره له هغوپيسوڅخه دي، چې نړيوالو موسسو ته په هيواد كې د قراردادونو په وړاندې وركول شوي. د ماليې وزير ډاكټرحضرت عمر زاخيلوال د چهار شنبې په ورځ په كابل كې په يوه خبري كنفرانس كې د امريكا د كانګرس.

د انتخاباتي شكايتونو كمسيون خپلو نویو کارکوونکو ته یو سمينار پرانیسی

د انتخاباتي شكايتونو كمسيون د هيواد په كچه د خپلو چارو د ښه سمون لپاره په يو نوي اقدام كې د چهارشنبې په ورځ په كابل كې خپلو ولايتي چارواكو ته يو درې ورځنې سمينار پرانستی دی. په دې سمينار كې د انتخاباتي شكايتونو د كميسون ولايتي چارواكو ته د دوى د واك او چارو د پرمخ بيولو لپاره لازمې لارښونې په پام كې نيول شوي دي.

د ننګرهار پر هوايي ډګر وسله والو مخالفينو بريد کړی

د ننګرهار په هوايي ډګر د چارشنبې په ورځ سهار شاوخوا ٧ بجې د وسله والو مخالفينو په بريد کې مرګ ژوبله اوښتې ده. د ننګرهار د پوليسو وياند سمونوال عبدالغفور وويل، په ميدان کې دننه چاودنه شوې او وروسته د نړۍ والو ځواکونو له خوا دفاعيه جګړه شوې، خو نور جزيات لادوى ته نه دي معلوم.

سه شنبه 08 سرطان 1389

الکو: د امریکا سفارت د هېواد په عدلي چاروكې مداخله کوي

د افغانستان لويه څارنوالۍ وايي، چې په كابل كې د امريكا سفارت د دې ارګان په چاروكې ډېره مداخله كوي. د افغانستان لوى څارنوال د سې شنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې د لويې څارنوالۍ په فعاليتونو ځينو لويديځو ورځپاڼوهم ناسم راپورونه خپاره كړي. لوى څارنوال څرګنده كړه، چې دوى په اداري فساد او ځينو جرايمو كې ښكيلو يوشمېر لوړ رتبه دولتي چارواكو په دوسيو كار كوي.

پښتني بانك د سيستم پر عصري كولو او وړتياوو لوړولو كار كوي

د پښتني تجارتي بانك چارواكي وايي، د دغه بانك هغه پورونه چې په تيرو لسيزو كې يې خلكو ته وركړي وه او بېرته يې په اخيستلو نه وه توانيدلي، په وروستيو څلورو مياشتو كې يې په دې برخه كې پرمختګونه كړي دي. د دغه بانك رييس په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل، چې د بانكي سيسټم د عصري كولو لپاره يې هڅي روانې دي او په دې برخه كي لاسته راوړني هم لري.

جوادي: هزاره نوماندو وزیرانو ته د عدم اعتماد رای وکولو کې د حکومت لاس دی

په ولسې جرګه كې د هزاره قوم يوشمېر استازو د سې شنبې په ورځ په كابل كې د يوې خبري غونډې له لارې په ولسې جرګه او حكومت انتقاد وكړ، چې د هزاره قوم د كانديد وزيرانو په ردولو سره په هيواد كې قومي نفاق ته لمن.

هیروي: په تور لېسټ کې د مخالفینو په اړه په معلوماتو راټولو كار روان دی

افغان دولت وايي، چې د خپلو هغو مخالفينو په اړه به ډېر ژر د امنيت شورا ته اضافي معلومات وړاندې كړي، چې دوى يې له تورلسټ څخه د نومونو ويستل غواړي. د امنيت شورا يوې كميټې، چې همدا اوس دا لسټ له سره څيړي، افغان دولت ته ويلي، چې دا معلومات بايد ژر تر ژره د دوى په واك كې وركړي. د ولسمشر كرزي يو وياند احمد ضيا سيامك وويل، چې پدې اړه كار روان دی.

م .م : کرزی دې د هغو طالبانو معلومات ورکړي چې له تور لیست یې ایستل غواړي

ملګروملتونو پرون د افغانستان له حکومته وغوښتل چې که غواړي د ملګروملتونو د امنیت شورا ځانګړې کمیټه پرالقاعده او طالبانو د لګول شویوبندیزونو له تورلیست څخه د یوشمیر طالبانو د نومونو پرایستلو غوروکړي نو باید ډیر ژردې کميټې ته معلومات ورکړي.

فاکس: په افغانستان کې د ثبات راوستلو لپاره باید طالبانو سره خبرې وشي

د بریتانیې د دفاع وزیر وايي، یوازې پوځي اقدام به په افغانستان کې د اوږد مهالې ثبات ټینګولو لپاره کافي نه وي نو له دې امله ایتلافي قواوې باید د طالبانو له ځیني غړو سره خبرې وکړي. د بریتانیې د حکومت دې مقام پرون په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې...

دوشنبه 07 سرطان 1389

دپاکستان لوی پوځي چارواکي کابل کې دي

دپاکستان دپوځ لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني او دآۍ ایس آۍ مشر جنرال احمد شجاع پاشاه دافغانستان پاکستان او امریکا دګډ کمیسون دغونډو په ترڅ کې کابل ته تللي دي .

د كابل ښاريان د ډيزل او پطرولو له لوړې بيي شكايت كوي

كه څه هم چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د سونګ موادو د بېو د كنټرول لپاره د خپلوهڅو خبروركوي، خو لا هم يو شمېركابل ښاريان د ډيزل او پطرولو له لوړې بيې شكايت كوي، د سوداګرۍ او صنايعو سرپرست وزيرې ژمنه كړې وه ، چې په راتلونكې يوه اونۍ كې به په موټرو كې د سونګ موادو بيه له دوه څلويښت څخه يو څلويښت افغانيو ته راټيټه شي.

اطلاعاتو ته د لاس رسي تر نامه لاندې يوسمپوزيم پرانيستل شو

دا تحليلي سمپوزيم د افغانستان د مدني ټولنې او بشر د حقونو د شبكې له خوا پرانيستل شوى، چې د ژورناليستانو د اتحادېو، د ولسي جرګې او يو شمېر ليكوالو په كې ګډون كړى و. دوى په هېواد كې د رسنيو اوسنى حالت ښه ونه ارزولو او هيله يي وكړه، چې دولت دې ژورنالستانو ته د فعاليت زمينې برابرې كړي.

محصلينو د يوه لاريون په ترڅ كې د رسمي ژبو د يو شان حقونوغوښتنه وكړه

په كابل كې د بېلابيلو دولتي او خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده كړو د موسسو په سلګونو محصلانو د دوشنبې په ورځ د يولارېون په ترڅ كې په پوهنتونو، ښوونځيو او دولتي ادارو كې په تدريس او رسمياتو كې د هېواد په دواړو رسمي ژبو د يو شان حقونوغوښتنه وكړه.

په كابل كې د انجونو ترمنځ د باسكټ بال او واليبال سيالۍ

په كابل ښار كې د انجونو د ښوونځيو ترمنځ د باسكټ بال او واليبال سيالۍ چې د جوزا په شپږ وېشتمه نېټه پيل شوې وې د دوشنبې په ورځ پاى ته ورسېدې. د پوهنې وزارت چارواكي وايي، په دې سياليو كې د واليبال شپاړلس او د باسكټ بال نهو ټيمونو برخه اخېستې وه.

سيامك:د جي ۸ د سپارښتنوعملي كېدلو لپاره نړېوالو مرستو ته اړتيا ده

اتوسترو صنعتي هېوادونو په خپلې وروستۍ غونډه كې له افغان دولت نه وغوښتل، چې خپل امنيتي ځواكونه پياوړي او په پنځو كلونو كې دې د خپل هېواد د امنيتي چارو مسئوليت پرغاړه واخلي. سربيره پردې دغو هېوادونو له افغان دولت نه غوښتي چې د اداري فساد او د مخدره موادو د توليد او كاروبار پرضد مبارزه ګړندۍ كړي خپله حكومتداري دې ښه كاندي.

ولسي جرګې پنځو وزيرانو ته د باور رايي وركړې

ولسي جرګې د ولسمشر كرزي له خوا د اوو تنو وړانديزشوو وزيرانو له ډلې څخه پنځو تنو ته يې د باور او دوو تنو ته يې د عدم اعتماد رايې وركړې. افغان حكومت ويلي، چې په نږدې راتلونكې كې به د كابينې پاتې غړي هم د رايي اخيستلو لپاره ولسي جرګې ته معرفي كړي.

سي،اى،اې:امريكا القاعده شبكه وځپله

د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې مشروايي، امریکا القاعده شبکه وځپله او مشران یې له منځه یوړل، خو د دې شبکې ملګرې د طالبانو د ډلې د توان د ماتولو لپاره لاهم هڅه کوي. په همدې حال کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د اېستلو د ټاکل شوې نېټې په برخه کې د اندېښنو په اړه خبرې کړي دي.

یکشنبه 06 سرطان 1389

كاناډا به په افغانستان كې د اوبو ۱۱۱بندونو سروې پيل كړي

په افغانستان كې د اوبو د كوچنيو او متوسطو بندونو د څيړنې په برخه كې د افغانستان د اوبو او انرژي د وزارت او د يوې كاناډايي موسسې ترمنځ د لس عشاريه اوو ميليونو ډالرو په ارزښت يو قرارداد لاسليك شو. دغه لګښت د امريكا پراختيايي اداره يا يو، اس ،اي، ډي وركوي او راتلونكو درېو كلونو كې به دغه څيړنه پاى ته ورسيږي.

معنوي:ناامني د ولسي جرګې د انتخاباتو په مخ كې يوه لويه ستونزه ده

د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون نا امني د ولسي جرګې د راتلونكو انتخاباتو په مخ كې يوه لويه ستونزه بللې او له امنيتي ارګانونو يې غوښتي چې په دې برخه كې خپل پلان ورسره شريك كړي. فضل احمد معنوي د يكشنبې په ورځې د ولسي جرګې د تقنيني كميسيون خپلې غونډې ته وربللى و، چې د دغو انتخاباتو د شفافيت او امنيت په اړه ورسره بحث وكړي.

بلاټز: د پټرویس په راتګ سره به د امریکا په ستراتېژۍ کې بدلون رانه شي

په افغانستان كې د ناټو چارواكي وايي، چې د دوى نوې قومندان به ډېر ژر خپله دنده سمبال كړي. په كابل كې د ايساف د ځواكونو وياند يو ځلې بيا هغه انديښنې رد كړې، چې ګواكې د دغه نوي قومندان په راتګ سره به د دوى په تګلاره كې بدلون راشي.

امريكا افغانستان ته د برېښنا د توليد فابريكه وركړه

د امريكا متحدو ايالاتوپه كابل كې د حرارتي برېښنا د توليد يوه فابريكه د افغانستان د اوبواو برېښنا وزارت ته د تحفى په توګه وركړه. دا فابريكه د امريكا د متحدو ايالاتو په مالي او تخنيكي مرسته د كابل د تره خيلو په سيمه كې جوړه شوې ده، په كابل كې د امريكا سفير وويل، دوى به له افغانستان په دې برخه كې نورې مرستې هم وكړي.

ډنمارك د افغانستان د پوهنې وزارت سره د۶۰ ميليون ډالرو مرسته وكړه

د دې مرستې تړون د يكشنبې په ورځ په كابل كې د دنمارك د سفير او د پوهنې وزير له خوا لاس ليك شو. ټاكل شوې چې د ډنمارك له خوا شوې نوې مرسته به د افغانستان د پوهنې د كيفيت د ښه كولو، د كتابونو په چاپ او په اداري اصلاح كې ولګول شي.

د امریکا لوی درستیز کرزي ته د پالیسۍ د نه بدلولوډاډ ورکړ

د امریکا لوی درستیز پرون په کابل کې له ولسمشرکرزي سره ولیدل او هغه ته یې ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو نوی عمومي قومندان جنرال ډیویډ پیترایوس به د تېر قومندان پالیسیو ته دوام ورکړي.

شنبه 05 سرطان 1389

اييلاقي:د تاجكستان په مركزكې د افغانستان د اقتصادي پرمختګونو يو نندارتون پرانيستل شو

په دې درې ورځني نندارتون كې چې د جمعې په ورځ د افغان او تاجك چارواكو او سوداګرو له خوا پرانيستل شو، شاوخوا درې سوو پنځوسو افغان سوداګرو او صنعت كارانو خپل توليدات نندارې ته وړاندې كړي دي. په دې نندارتون كې د قالينو او وچواو لمدو مېوو په ګډون بېلابېل افغاني توليدات ايښودل شوي دي.

په كابل كې د افغان خبريال اجمل نقشبندي پر واټ يادګاري څلې

په كابل كې د وژل شوي افغان خبريال اجمل نقشبندي پر واټ يادګاري څلى د شنبې په ورځ د خبريالانو او د خبريالانو له حقونو څخه د ملاتړ د يو شمېرټولنو له خوا پرانيستل شو، د افغان خبريالانو د ټولنو د مسوولانو په وينا د دغه يادګاري څلي له پرانيستلو څخه هدف د افغان خبريال اجمل نقشبندي او د ده د نورو وژل شوېو ملګرو يادول دي.

كرزي ۷ تنه وزیران ولسي جرګې ته ور وپېژندل

د افغانستان ولسمشر د شنبې په ورځ د كابينې اوه تنه پاتې وزيران ولسي جرګې ته ور وپيژندل.ولسي جرګه وايي، دولت دى نورو زيران دوى ور وپيژني په دغه لست كې د پنځو وزرارتو نو وزيران نه دي ورو پيژندل شوي.

په جلال اباد کې کېسټ پلورنځى والوزول شو

د شنبې په شپه تقريبالس بجې د جلال اباد په منځ ښار کې تالاشۍ چوک تر څېرمه، يوه کېسټ پلورنځي ته بم ايښودل شوى و، چې په الوتو يې دکېسټو د دوکان ترڅنګ يو بل دوکان هم ويجاړ شو. دغه راز د پېښې ځاى ته نژدې د عزيزي بانک ښيښې هم ماتې شوي دي، د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي ازادۍ راډيو ته وويل: په پېښه کې ځاني زيان؛ ځکه نه دى رامنځته شوى، چې دا مهال په دغه ځاى کې ګڼه ګوڼه نه وه.

په كابل كې د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې نړېواله ورځ ولمانځل شوه

په دې لمانځغونډه كې افغان ولسمشر حامد كرزي په خپله وينا كې په افغانستان كې د نشه يي توكو د كښت د دوام اساسي علت بهرنيو عواملو ته اشاره وكړه. بل پلو په دې غونډه كې د نشه يي توكو پروړاندې د مبارزې وزارت په افغانستان د نشه يي توكو د روږدو كسانو د شمېرزياتوالې او نشه يي توكو ته ډيره تقاضا هغه لويي ستونزي وبللي چې دوي يي له ستونزو سره مخ كړي دي.

مولن: د وسله والو د وژلو په ځاى باید د عام افغانانو زړونه خپل شي

د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د ناټواو امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال سټینلي مککرېسټل له دندې ګوښه شو او په ځاى یي د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې مشر جنرال ډیویډ پیتریاس وټاکل شو. زیات څیړونکي او افغان چارواکي په دې باور دي، له کومې ورځې چې جنرال مک کریسټال په افغانستان کې په کارپیل کړی و، د ملکي خلکو مرګ ژوبله کمه شوې وه .

انګلستان:په پنځوكلونو كې به خپل سرتېري له افغانستانه وباسو

د انګلستان صدراعظم ډیویډ کامرون د جمعې په ورځ وویل، دی غواړي د پنځو کلونو په مودې کې له افغانستان څخه انګلیس عسکر وباسي. ده یو ځل بیا په افغانستان کې د خپلو عسکرو د کمولو لیوالتیا په ډاګه کړه.

جمعه 04 سرطان 1389

اوباما، له افغانستانه د پوځیانو د وتلو ستراتیژي نه بدلوو

د امریکا ولسمشر دا غوښتنه رد کړه چې د افغانستان د جګړې ستراتیژي بدله کړي او په دوه زره یولسم کال کې له دغه هیواده د خپلو پوځیانو له وتلو لاس واخلي. ګارډین ورځپاڼه د بارک اوباما په وینا څرګندوي چې نه به یو دم راروان کال امریکایي عسکر له افغانستانه ووځي او نه به هم له دې پریکړې سرغړونه وکړو.

ایکنبیري: د مککرېسټل ګوښه کېدل به د امریکا په سترایژۍ ناوړه اغیز ونه کړي

په افغانستان كې د امريكا د متحدو ايالاتو سفير وايي، چې د ناټو او بهرنيو ځواكونو د عمومي قوماندان جنرال مككرېسټل ګوښه كېدل به په افغانستان كې دامريكا پر ستراتيژى ناوړه اغيزه ونه كړي. په كابل كې د امريكا د متحدو ايالاتو سفير جنرال كارل ايكن بيري د پنجشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل، په افغانستان كې د بهرنيو پوځى ځواكونو ماموريت د لا ګټورتیا لپاره سپينى ماڼى د ناټو په مشرتابه کې بدلون راوست.

پنجشنبه 03 سرطان 1389

سېډویل: د مككرېسټل تګ او د پټرویس راتګ به د افغانستان پر چارو اغيزه ونه كړي

په افغانستان كى دناټو د ځواكونو ملكي استازى وايي، چې د ناټو پروګرامونه به په قوت سره پرمخ ولاړشي او جنرال پټرويوس چې د جنرال مككرېسټل پرځاى ګمارل شوى دى، ماموريت ته وفادار دى.

د ملګرو ملتو لوړپوړى هيات جلا اباد ته لاړ

د ملګرو ملتو استازي او د امنيت شورا پنځلسو دايمي سفيرانو د پنجشنبې په ورځ ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولايت عمومي اوضاع وڅېړله.

د كانديدانو د څيړنې په اړه د ملګروملتونو د سازمان انديښنې

په افغانستان كې د ملګروملتونواداره وايي، چې د انتخاباتي شكايتونو د كميسيون له خوا د ولسې جرګې د كانديدانوپه اړه لازمه څيړنه نه ده شوې او په دې اړه ډيرې انديښنې موجودې دي.

م.م: د افغان دولت د مخالفینو په تورلیست بیا کتنه پیل شوې ده

د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا يو لوړ رتبه پلاوي د افغانستان د حالاتو ارزونه وكړه او ژمنه يې وكړه، چې ملګري ملتونه به د افغانستان د ثبات او پرمختګ په برخه كې خپلو مرستو ته دوام وركړي.

لوی موټر چلوونکي د ننګرهار له پوليسو سر ټکوي

د جلال اباد ښار د بهسودو په پله د تلونکو لويو لارۍ موټرو چلوونکي شکايت کوي، چې د ننګرهار پوليس يې د بهسودو په پله تېرېدوته نه پرېږدي او يا ترې غېر قانوني پېسې غواړي.

خوست کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملياتو کې ګڼ شمېر وسله وال وژل شوي

د خوست امنيتي مسوولين وايي، د پنج شنبې په شپه د افغان دځمکنيو او ايتلاف هوايي ځواکونو په جلا جلا عملياتو کې شپږ تنه ماين خښوونکي وژل شوي.

پر زده کوونکو د تېز باد له امله د ښونځي چت راپرېوت

د ننګرهار د خوګياڼيو ولسوالۍ اړونده د کډوالو په چمتله ښارګوټي کې د چارشنبې په ورځ د زورور باد له امله ديوه ښوونځي چت پرېوتى، چې د چارواکو په وينا ٤ زده کوونکي يې مړه او ١١ تنه يې زخميان کړيدي؛ خو سيمه ايز خلک دا شمېره ډېره ښيي.

ولسي جرګه: د راتلونکي ټاکتو د نتایجو تراعلان پورې خپل کار ته دوام ورکولی شو

د افغانستان د ولسې جرګې غړي وايي، چې د اساسي قانون له مخې دوى كولاى شي د راتلونكې ولسې جرګې د انتخاباتو د نتايجو تراعلان پورې خپل كارته دوام وركړي.

اوباما د مککرېسټل پر ځای جنرال ډېوېډ پیټریوس وټاکه

د امریکا جمهور رییس باراک اوباما وایي، په افغانستان کې یې د امریکایي او ناټو قواوو د قوماندان جنرال سټنلي مککرېسټل استعفا ومنله او د ده په ځای یې جنرال ډېوېډ پیټریوس وټاکه. د امریکا جمهور رییس ټین

چهارشنبه 02 سرطان 1389

استرالیا وايي ممکن دوو کلنو کې له افغانستان نه وتل پیل کړي

د استرالیا د دفاع وزیر وایي که دافغانستان د ملي اردو د روزنې پروګرام له پلان سره سم پرمخ لاړشي نو مکمن په دوو کلونوکې استرالیایي ځوکونه له افغانستان څخه په وتلو پیل وکړي.

کرزي غواړي چې کرسټال پر خپله دنده پاتې شي

افغان چارواکي وایي که په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان امریکایي جنرال سټینلي مک کرسټال له کاره لرې شي نو به په دې هیواد کې به د جګړې پرمختګ مختل او په جنوب کې د طالبانو پرضد روان عملیات به له ستونزو سره مخامخ شي.

عمر:د یو شمیر مخالفینو نومونه له تور لیسته لرې کېږي

د ملګروملتو د سازمان د امنيت د شورا پلاوى د افغانستان د ولسمشر سره كتلي او د هېواد په امنيتي وضيعت يې ورسره تفصيلي خبرى كړي دي. د افغانستان د ولسمشر وياند د چهارشنبې په ورځ په يوې خبري غونډه كې وويل، چې د دې پلاوى په خبرو كې لويه خبره دا وه چې د ملګروملتو د سازمان له تورلست څخه، د نومونوپه ايستلوكې د افغان حكومت نظرڅرګند شي.

عظيمي:د مك كرېسټال وروستي كړي فعاليتونه د پام وړدي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې په دې هېواد كې د بهرنيو ځواكونو دعمومي قومندان جنرال مك كرېسټال وروستي كړي فعاليتونه د پام وړاو بريالي دي.

د پاتې وزيرانولیست ولسي جرګې ته ونه رسېد

ولسي جرګې ته د كابينې د پاتې وزيرانو د لسټ نه معرفي كېدو، د دغې جرګې د غړوغوصه را وپاروله اوغلي احتجاج ته يي ادامه وركړې. خو د ولسمشر وياند وحيد عمر يوې خبري غونډې ته وويل، چې د كابينې د پاتې وزيرانو لسټ به ولسي جرګې ته ولېږل شي.

نن مک کریسټال له اوباما سره ګوري

ټاکل شوې ده چې نن په واشنګتن کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما له جنرال مککرسټل څخه د هغو څرګندونو وضاحت وغواړي چې ده په وروستیو کې په یوې امریکایي مجلې کې کړې دي او پر یو شمیر امریکایي چارواکو یې انتقاد کړی دی.

د برتانیې ځانګړی استازی ولې رخصت شو ؟

د انګلستان حکومت اعلان وکړ چې په افغانستان او پاکستان کې د دغه هېواد استازی تر یوې نامعلومې مودې پورې کار پریښی او انګلستان ته ستون شوی دی. ویل کیږي چې دغه انګلیسي ډېپلوماټ د متحد ایالاتو اوناټو چارواکو سره د جګړې د هغې ستراتیژۍ په اړه د نظر اختلاف درلود چې له طالبانو سره د جګړي لپاره طرحه شو ې ده.

سه شنبه 01 سرطان 1389

د افغانستان د دفاع وزارت له خوا ايكن بيري ته افتخاري مډال وركړل شو

ښاغلي بېرې د امريكا د سفيرپه توګه تر ټاكل كېدو مخكې په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو د قوماندان په توګه دنده درلوده. په پوځي اكاډمى كې په دې مناسبت په جوړه شوې غونډه كې ، د افغانستان د دفاع د وزيرمرستيال د ملي اردو د روزنې او سمبال په برخه كې د امريكا د متحده ايالتونو په ځانګړې توګه د ښاغلي ايكن بېري له هڅو څخه ستاينه وكړه او په دې برخه كې يي د لازياتو همكارېوغوښتنه وكړه.

د ولسي جرګې د كانديدانو وروستى لست اعلان شو

د افغانستان د انتخاباتوخپلواك كميسيون د ولسي جرګې د كانديدانو وروستى لست اعلان كړ، په دې لست كې دوه زره پنځه سوه اوه اويا تنه شامل شوي دي چې ښځې اوكوچيان هم په كې شامل دي. د دې كميسيون د اعلان له مخې د ولسي جرګې انتخابات به د سنبلې د مياشتې په وروستيو كې ترسره شي.

د كابل والي:د لوېو لارو د ساتنې لپاره دې يو خپلواك بورډ جوړشي

يو شمېرافغان وزيرانو، واليانواوځينې نورو دولتي چارواكو په نوې ډهلي كې هغه درې ورځنى كنفرانس ته د ګډون لپاره تلي وو، چې د افغانستان د لوېولارو او واټونو د ساتنې او د هغې د ستونزو د مطالعې لپاره جوړشوي وو

سياسي څيړونكي:د سولې د راوستولپاره بايد په نړېواله كچه هڅې وشي

يو شمېرسياسي څيړونكي، چې په كابل كې په يوه څيړنيزسيميناركې سره راټول شوي وو، په افغانستان كې د سولې د ټينګښت په هدف يې ځينې لارې چارې وړاندېزكړې. دوى وويل، چې د افغانستان اوسنۍ ستونزه ملي، سيمه ايز او نړېوال اړخونه لري او بايد افغان دولت هڅه وكړي، چې د هوارولو لپاره يې د خلكو په ټينګ ملاتړ جدي او رښتينى اقدام وكړي.

د بريتانیې خاص استازی په رخصتى ځي او كه استعفا يي كړې؟

د بریتانیا حکومت پرون اعلان وکړ، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا خاص استازی په اوږدې رخصتی ځي. د ا په داسې حال کې ده چې راپورونه وایي، دی دیپلومات په افغانستان کې د وسله والو مخالفانو پر ضد ستراتیژي پر سر د ناټو او د امریکا له متحده ایالاتو سره اختلاف پیدا شوی او استعفا یي کړې ده.

پخوانیبل
سرطان 1389
د حرفواندازه - +

کلیز

دکتګورۍ انتخاب :
My Yahoo Google

راپورونه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس