د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

د عراق د موصل ښار د نیولو لپاره پوځي عملیات پیل شول


د عراق د موصل ښار د نیولو لپاره پوځي عملیات پیل شول
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:55 0:00

د عراق صدراعظم حيدر العبادي له اسلامي دولت ډلې يا داعش څخه د موصل ښار د بېرته نيولو لپاره د پوځي عملياتو د پيل اعلان وکړ.  ښاغلي عبادي تېره شپه په ټلوېزيوني وينا کې دغه اعلان وکړ: "د بريا ساعت رارسېدلى او د موصل د ازادۍ لپاره عمليات پيل شوي دي، زه نن د دغو قهرمانانه عملياتو د پيل اعلان کوم چې تاسو د داعش له ترور او ظلم څخه ازاد کړي." د عراق د دغه دوهم لوى ښار د بېرته نيولو لپاره به پيل شوي عمليات څو مياشتې وخت ونيسي.  ويل شوي چې له ٢٠١١ میلادي کال راوروسته چې امريکايي پوځيان له عراقه ووتل، د موصل د بېرته نيولو لپاره دا جګړه به تر ټولو ستر پوځي عمليات وي، که بريالي شي، دا به سخت دريځو وسله‌والو ته لويه ضربه وي.  موصل ښار د ٢٠١٤ میلادي کال له جون مياشتې راهيسې د داعش ډلې په کنټرول کې دى.

XS
SM
MD
LG