رپوټونه وايي، د عراق امنیتي ځواکونه موصل ته د نېږدې کېدو په حال کې دي.
د دې ښار د بیا نیولو لپاره د عراق د امنیتي ځواکونو د پوځي عملیاتو له امله د داعش پر وسلهوالو فشار د زیاتېدو په حال کې دی.
د موصل ښاریان وايي، د امنیتي ځواکونو له ورنېږدې کېدو سره د داعش وسلهوال د سیمې د خلکو په جامه کې د تېښتې هڅه کوي.
د عراق امنیتي ځواکونه چې کُردي ملېشه یا پېشمرګه او شیعه وسلهوالیې بدرګه کوي، لږ تر لږه لس ورځې وړاندې د ښار د بیا نیولو لپاره پوځي عملیات پيل کړل.
د عراق امنیتي ځواکونه له ختیځه د موصل پنځه کېلو مترۍ ته رسېدلي دي.
له ښاره یو شمېر تښتېدلو خلکو فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، د داعش وسلهوال ښايي ښار ته د امنیتي ځواکونو له ورنېږدې کېدو په وېره کې دي.
د موصل یوه اوسیدونکي ابوسیف ویلي:
"ما د داعش یو شمېر غړي ولیدل چې ږیرې يې کمې کړې او جامې یې بدلې کړې وې. هغوی له ښاره تېښتې ته تیاری نیسي."
رپوټونه وايي، موصل ښار کې د ختیځ او شمال له جبهو د ډزو اوازونه اورېدل کېږي.
د موصل اوسېدونکي او پوځي چارواکي وايي، د داعش زیات وسلهوال ښايي د دجلې دریاب غربي څنډو ته وتښتي ځکه له هغه ځایه سوریې ته لار تللې ده.
موصل د عراق وروستی لوی ښار دی چې لاهم د داعش په لاس کې دی.
داسې ګڼل کېږي چې د درې او پنځه زرو تر منځ وسلهوال په موصل کې ځای پر ځای دي. په موصل کې نېږدې یو میلیون ملکي وګړي هم مېشت دي.
په موصل کې د پوځي عملیاتو له پرمختګ سره د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف دفاع وزیران د داعش د دوهم عمده مرکز چې د سوریې رقه ښار دی، پر نیولو غور کوي.
د داعش پر ضد د ۶۰ هېوادونو ائتلاف د دوهم ګام په اړه د تیاري لپاره په بروکسل کې غونډه لري.
د امریکا او بریتانیې دفاع وزیرانو اشټون کارټر او مایکل فالون پرون چهارشنبه وویل چې په نېږدې ورځو کې به د سوریې د رقه ښار بېرته نیولو عملیات پيل شي.
اشټون کارټر په بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو په غونډه کې تر ګډون مخکې، د امریکا «ان، بي، سي» ټلوېزیون ته وویل چې د رقه ښار د بېرته نیولو لپاره د پوځي عملیاتو پر پیل له ډېرې مودې راهیسې غور کېږي.
که موصل سقوط وکړي، رقه به د عراق او سوریې یوازنی لوی ښار وي چې د داعش په لاس کې پاتې دی.
خو داسې ګڼل کېږي چې د رقه ښار د بېرته نیولو لپاره پوځي عملیات به د موصل د عملیاتو په پرتله ډېر پېچلي وي ځکه نړیوال ائتلافي ځواکونه په سوریه کې د عراق په څېر د ځمکنیو قواوو ملاتړ نهلري.
خو د امریکا ولسمشر بارک اوباما پرون د ترکیې له صدراعظم رجب طیب اردوغان سره ټیلیفوني خبرې کړي او په سوریه کې د عملیاتو لپارهیې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
د سپېنې ماڼۍ خبرپاڼه وايي، ولسمشر اوباما په سوریه کې پر داعش د فشار زیاتولو لپاره د ترکیې مرسته غوښتې ده.