په عراق کې د موصل ښار د بېرته نیولو عملیات لا هم دوام لري.
د اسلامي دولت ډله چې په دغه ښار کې له ګواښ سره مخامخ ده، اوس د جګړې له نویو تاکتیکونو په کارولو سره پر کرکوک ښار چې موصل ته نېږدې دی، پراخ بریدونه کړي دي.
په داسې حال کې چې له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې د عراق د موصل ښار د بېرته نیولو عملیات دوام لري، د اسلامي دولت ډلې تېره اوونۍ د عراق په بل ښار کرکوک کې د امنیتي ځواکونو پر مرکزونو او دولتي ودانیو همغږې حملې ترسره کړې.
کرکوک د موصل د جګړو له لومړیو کرښو څخه په ۱۶۰ کېلو مترۍ کې پروت دی.
د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په خبره، داعش ډلې په تېرو دوو کلونو کې د جګړې نوي تاکتیکونه کارولي دي او د جګړو د لیکو په اوږدو کې منحرف کوونکي عملیاتیې کړي دي.
دغه اژانس پر کرکوک ښار برید د دغو نویو تاکتیکونو یوه بېلګه بولي.
ځیني وېره لري چې د اسلامي دولت ډله به د کرکوک بریدونو ته ورته نور غافل کوونکي بریدونه هم وکړي.
ویل کېږي پر کرکوک ښار بریدونو کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې څه باندې پنځوسو وسلهوالو برخه اخیستې وه.
دوی په همغږي ډول په ټول ښار کې ځیني اهداف په نښه کړل او د دوو ورځو لپارهیې کُرد امنیتي ځواکونه بوخت وساتل او شاوخوا اتیا تنهیې ووژل.
د روانې اوونۍ په وروستیو کې هم په روتبل "اRutba" ښار کې چې له موصله شاوخوا ۱۰۰ کېلو متره فاصله لري، ورته حملې وشوې.
اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس لیکي، د اسلامي دولت ډلې په تازه تاکتیکونو کې پر ملکي وګړو هم بریدونه شوي دي.
دغه راپور زیاتوي داعش وسلهوالو چې د تېر کال د جګړې په ډګر کې یې ماته وخوړه، په پرلهپسې ډول پر ملکي وګړو ځان وژونکو بریدونو ته مخه کړې ده او په دې ډول عراق د هغوی تر لوی ګواښ لاندې دی.
اسوشېټېډ پرېس کرکوک ښار کې د داعش وسلهوالو د برید یو بل تاکتیک ته اشاره کوي چې تفرقه اچول او د سیمو نیول دي.
راپور لیکي، د کرکوک انتخاب څرګندوي چې د داعش وسلهوالو یوه ستراتیژیکه محاسبه کړې ده چې غواړي په دې ډول د عراقیانو تر منځ ائتلاف کې درز رامنځته کړي.
راپورونه ښیي چې داعش د روانې میاشتې په لومړیو کې د عراق په شمال کې پر فرانسویانو او کُرد ځواکونو د برید لپاره د یوې بېپیلوټه د لوبې الوتکې څخه چې په خپلهیې جوړه کړې وه، د «c-4» چاودېدونکو موادو د انتقال لپاره کار اخیستی وو او دوه کُرد سرتېري یې ووژل.
یوه انګېرنه دا ده چې داعش په عراق او سوریې دواړو کې له کیمیاوي وسلو کار اخیستی چې په دې کې ګاز لرونکي توغندي، موټر بمونه، له چاودېدونکو موادو ډک زرهي وسایط، د زهرجنو لوګیو انتقال او داسې نور هغه څه دي چې د دغې ډلې نوي جنګي تاکتیکونه بلل شوي دي.