سعودي عربستان د حج د سږنیو مراسمو لپاره چې یوازې په کور دننه محدود شمېر حاجیانو ته اجازه ورکول شوې، روغتیایي اقدامات اعلان کړل.
د روېټرز خبرې اژانس د راپور له مخې سعودي عربستان دغه روغتیایي اقدامات د دې لپاره کړي چې د حج د مراسمو په وخت کې د کرونا ویروس د نوې څپې د خپرېدو مخه ونیسي. د دغو اقداماتو له مخې د خلکو پر راټولېدو بندیز لګول کېږي او حاجیانو ته اجازه نهورکول کېږي چې له یو بل سره وګوري.
سعودي عربستان په تېره جون میاشت کې اعلان وکړ چې یوازې په کور دننه زرو حاجیانو ته اجازه ورکوي چې د حج په سږنیو مراسمو کې چې د جولای له ۱۹مې پیلېږي او د اګسټ تر ۲مې دوام کوي، ګډون وکړي.
دا د سعودي عربستان په معاصر تاریخ کې لومړی ځل دی چې د حج د مراسمو لپاره له بهره سعودي عربستان ته د حاجیانو پر ورتلو بندیز لګول کېږي.
دغهراز د دغو نویو اقداماتو له مخې حاجیان اجازه نهلري پر کعبې لاس ولګوي، حاجیان به تل ماسکونه اغوندي او په خپلو کې به لږترلږه یو نیم متر واټن ساتي.
هر کال د حج په مراسمو کې شااوخوا دوهنیم میلیونه کسانو ګډون کاوه. له افغانستانه هم هر کال شااوخوا ۳۰ زره کسان د حج لپاره سعودي عربستان ته تلل.