د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

ولې یو شمېر ځوانان خپلې ستونزې له کورنۍ پټوي؟ 


ډېر ځوانان هڅه کوي چې په خپله کورنۍ کې خپلواکه او په خپله طریقه ژوند وکړي؛ خو د کورنۍ مشران برعکس بیا په دې هڅه کې وي چې پر ځوانانو حاکمیت ولري، د حاکمېت او خپلواکۍ په دې بهیر کې ډېر وخت ستونزې رامنځ ته کېږي چې د ځوانانو ژوند اغېرمن کوي.

د بېلګې په ډول ځوانان چې کوم کارونه کوي، له کورنۍ یې پټوي یا هم کله چې له ستونزو سره مخ کېږي، په کور کې په دې اړه چا ته څه نه وايي.
که په ژوند کې له ستونزو سره مخ کېږئ، ښه دا ده چې له چا سره یې شریکې کړئ او مشوره ترې وغواړئ.

یوه ستونزه چې تاسې یې ډېره غټه ګڼئ، ممکن د کورنۍ غړي یا یو ملګری مو داسې اسانه لاره دروښيي چې ستاسې په سوچ کې به هم نه راځي، یا به خپله درسره مرسته وکړي او له غمه به مو خلاص کړي.

تاندې څانګې پر فېسبوک وڅارئ: facebook.com/TandySangy:

او د همایون هېواد پر دې برېښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولای شئ: hewadm@rferl.org:

یادونه: "تاندې څانګې"د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو ځانګړې خپرونه ده چې په کابل کې يې همایون هېواد جوړوي، دا خپرونه د هرې شنبې په ورځ د دوه بجو او د سې شنبې د ورځې په سهار د ۱۰ بجو په خپرونه کې خپرېږي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:59 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG