د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

ولسمشر غني: زموږ جهاد د دښمن تر نابودۍ پورې دوام لري


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې اوسنی نظام او د هېواد اساسي قانون د خلکو د قربانیو نتیجه ده چې د نظام د جوړولو په خاطر یې ورکړې او کله هم د هېرولو نه ده.

ښاغلي غني د شنبې په ورځ د غويي د میاشتې د اتمې نېټې یا د مجاهدینو د بریا د ۲۵ مې کلیزې لمانځغونډې ته وویل، په دغه هېواد کې جهاد پای ته نه دی رسېدلی او نن هم د افغان ځواکونو له خوا د ترهګرو او باطل پر وړاندې دوام لري او په خبره یې چې دا جهاد به د دغه هېواد د دښمنانو تر خمتولو پورې روان وي.

ولسمشر محمد اشرف غني.
ولسمشر محمد اشرف غني.

ولسمشر غني زیاته کړه:

"زموږ ملت نه یوازې پرون؛ بلکې نن هم د ظالمانو او د افغانستان د پټو او ښکاره دښمنانو سره په جهاد او مبارزه بوخت دی، څنګه چې پرون زموږ جهاد له باطل سره د حق جهاد و، همداسې نن هم د تروریستو وحشیانو سره زموږ د دفاعي او امنیتي ځواکونو مبارزه د باطل په وړاندې د حق جهاد او مبارزه ده."

ولسمشر غني وايي، دا وخت دوه انتخابه دي، یا هغه برخلیک ته تسلیمېدل چې جنایت کونکي یې غواړي زموږ لپاره انتخاب کړي او یا هم په افغانستان کې د دغو ډلو له منځه وړلو پورې د دوی پر وړاندې ودرېدل دي.

خو نوموړی ټینګار کوي چې افغانستان بیا پخواني وخت ته نه ګرځي او د ده په وینا، د باطل په وړاندې په دې جګړه کې به بریا بیا د افغان ملت وي.

له نن نه ۲۵ کاله مخکې په ۱۳۷۱ لمریز کال د غويي د میاشتې په اتمه نیټه مجاهدینو له ۱۴ کلن جهاد وروسته د ډاکټر نجیب الله حکومت وناړوه او کابل یې ونیو.

افغان چارواکي او پخواني مجاهدین له هغې ورځې راهیسې هر کال دا ورځ د مجاهدینو د بریا د ورځې په توګه لمانځي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم یادې غونډې ته په وینا کې وویل چې د مجاهدینو د بریا راز د هغه وخت یو والی و، کوم چې اوس هم د افغانستان د دښمنانو د له منځه وړلو لپاره مهم دی.

خو له روانو ټولو ستونزو سره سره دی هیله لري چې افغانستان به په دغو ستونزو بریالی کېږي.

عبدالله عبدالله.
عبدالله عبدالله.

عبدالله عبدالله وویل:

"نن هم موږ په داسې یو پړاو کې یوو چې د نړۍ ملاتړ ته اړتیا لرو؛ خو الحمد الله زموږ خلک او غرور زموږ ستره پانګه ده او وړ خلک مو ستر معنوي ارزښتونه دي چې ان شاءالله د دوی په ملاتړ به پر ستونزو برلاسي کېږو."

په کابل کې د جهاد د بریا له نېټې یوه ورځ وروسته په داسې حال کې لمانځنه کېږي چې د مشرانو جرګې د رئیس فضل الهادي مسلمیار په باور د سیمې یو شمېر هېوادونه اوس هم د تروریستي ډلو ملاتړ کوي او د افغانستان پر وړاندې یې جنګوي.

ښاغلي مسلمیار په دې غونډه کې پر مسکو غږ وکړ چې د افغانستان په جګړه کې له بیا ښکېلتیا ډډه وکړي، ګني هغه هېواد به د دوهم ځل لپاره له بد برخلیک سره مخ شي.

راپور: یوسف خان ځدران

XS
SM
MD
LG