د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

د شمالي کوريا ميزاييلو نوې ازموينې نړيوال قدرتونه وپارول


شمالي کوريا نن سهار وختي د يوه باليسټيک ميزاييلو په ازمويلو سره د امريکا متحده ايالات او نور نړيوال قدرتونه تحريک کړل.

د امريکا او جنوبي کوريا چارواکي وايي، دغه ميزاييل د شمالي کوريا د پلازمېنې پيونګ ينګ له يوې شمالي سيمې توغول شوى دى.

د دوى په باور ظاهراً د توغندي دغه ازموينه د نورو هڅو په څېر له ناکامۍ سره مخامخ شوې ده.

د جنوبي کوريا چارواکي وايي د شمالي کوريا له خوا توغول شوى دغه باليسټيک ميزاييل له توغولو څو دقيقې وروسته ټوټې- ټوټې شو او ونه توانېد د شمالي کوريا له قلمرو څخه ووځي.

د توغندي ازموينه په داسې حال کې وشوه چې د امريکا متحده ايالات هڅه کوي له دغسې ازموينو څخه د شمالي کوريا د راګرځولو لپاره نړيوال ملاتړ جلب کړي.

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ چې کله په سپينه ماڼۍ کې د مزاييلو د دې ازموينې په اړه خبر ترلاسه کړ، په ټويټر کې يې وليکل، شمالي کوريا د چين او د چين د ډېر محترم ولسمشر هيلو ته بې احترامي وکړه.

د ده اشاره د چين وروستيو خبرداريو ته وه چې شمالي کوريا ته يې ورکړي وو.

چين ويلي وو، د اټمي وسلو نورې ازموينې به پيکينګ مجبوره کړي چې پر شمالي کوريا نور بنديزونه ولګوي.

خو له دې تازه ازموينې وروسته چين کوم عکس العمل نه دى ښودلى.

شمالي کوريا دا ازموينه په داسې حال کې وکړه چې پرون د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير رېکس ټېلرسن ملګرو ملتونو ته وويل، د شمالي کوريا د اټمي حملې خطر چې سيول او توکيو ته پېښ دى، «واقعي» دى.

د ده په وينا که په دې برخه کې اقدام کول له ناکامۍ سره مخامخ شي، ډېر مصيبت پاروونکي عواقب به ولري.

د شمالي کوريا دغې ازموينې په جاپان کې هم خلک اندېښمن کړي دي.

د جاپان د ساسيبو سيمې اوسېدونکي يوسوکي شيمودا رويټرز ته وويل، بېره لري چې کوم دغسې توغندى پر دوى پرې نه وځي:

"فکر کوم د کوم ميزاييل د راپرېوتو امکان ډېر ډاروونکى دى، په ځانګړي ډول زما لپاره چې ماشومان لرم، دا مسئله وحشتناکه ده."

ملګرو ملتونو د شمالي کوريا اټمي او د باليسټيک ميزاييلو پروګرامونه منع کړي دي.

په وروستيو کې د کوريا ټاپووزمې پر سر د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د شمالي کوريا د رهبر کيم جونګ اون ترمنځ ترخې جملې تبادله شوې دي.

XS
SM
MD
LG