د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۴

وسله والو پېښور کې د افغان طالبانو یو مشر وژلی


نامعلومو وسله والو د خیبر پښتونخوا مرکز پېښور ته نېږدې د افغان طالبانو یو مهم غړی مولوی داود په ډزو وژلی دی.

د افغان طالبانو سرچینو د پاکستان «ډیلي ټایمز» ورځپاڼې ته منلې چې ددوی دغه مشر مولوي داود د جمعې په شپه پېښور ته نېږدې په پندو سیمه کې د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

د طالبانو سرچینې زیاتوي، وسله والو د مولوي داود پر موټر ناتاره ډزې کړې وې چې په نتیجه کې یې هغه او ډرېور يې دواړه وژل شوي دي.

د پېښور د پندو سیمې یوه ځايي اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم و غږ یې خپور شي، ازادي راډیوته وویل چې په دې سیمه کې د جمعې په شپه د وسله والو په برید کې درې کسان وژل شوي، خو په خبره یې چې په سیمه کې د هغوی د هویت په اړه چا سره معلومات نشته.

مولوي داود د افغان طالبانو مهم غړی و چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کابل والي هم پاتې شوی و، خو دا مهال په پېښورکې اوسېده.

د راپورونو له مخې، د مولوي داود جناره د پېښور په اضاخېلو سیمه کې شوې چې سلګونو کسانو پکې برخه اخیستې وه.

‌مولوي داود د افغان طالبانو لومړنی مشر نه دی چې په پاکستان کې وژل کېږي، بلکې په دې وروستیو کې په دې هېواد کې د افغان طالبانو هغه مشران او پلویان په مرموز ډول په نښه کېږي چې افغانستان ته د راتلو نیت لري.

په تېر ۲۰۱۶میلادي کال کې د ننګرهار لپاره د طالبانو والي مولوي میراحمد ګل هاشمي او پر ۲۰۱۵ کال د دوی یو پخوانی وزیر مولوي عبدالرقیب هم په پېښور کې وژل شوي و.

همداراز نامعلومو وسله والو د همدې ۲۰۱۶ میلادي کال په اګست میاشت کې د پېښور په ګنج سیمه کې نامتو افغان دیني عالم غلام حضرت له خپل پلار شیخ خواجه محمد حضرت سره یوځای وواژه.

په پېښور کې د افغان طالبانو دغه مشر په داسې وخت کې وژل شوی چې دغه ډلې د جمعې په ورځ په افغانستان کې د منصوري عملیاتو په نوم د خپلو پسرلنیو عملیاتو اعلان او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو او د هغوی د پلویانو په نښه کولو ګواښ یې پکې وکړ.

د یادونې وړ ده چې تر دې دمه لا کومې وسله والې ډلې په پېښور کې د افغان طالبانو د مشر مولوي داود د وژنې مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG