د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۰

پاکستان د ۱۰سرتېرو د وژنې په اړه د ایران اعتراض بې ځایه بللی


د ایران او پاکستان په ګډه پوله د لسو پوله ساتو ایراني ځواکونو وژنې د دواړو هېوادونو اعتراض پارولی دی.

ډان انلاین خپرونې لیکلي چې پاکستاني چارواکو د ایران هغه اعتراض بې ځایه بللی چې لس سرتېري یې مخالفینو ور وژلي دي.

هغه مخالفین چې د ایران په باور په دننه پاکستان کې فعاله دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د صدراعظم نوازشریف خاص مرستیال سیدطارق فاطمي د ایران له سفیر سره په خبرو کې د څو تنو ایراني پوله ساتو ځواکونو په وژنې خواشیني وښوده.

د بیان له مخې ښاغلي فاطمي همدا راز ایراني سفیر ته ډاډ ورکړ چې په پوله باندې د امنیت د لا ټينګښت لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او د سرتېرو د وژنې د پېښې د څېړنې لپاره به اړونده ادارې په تماس کې وي.

د ایران لس پوله ساتي ځواکونه د چهارشنبې په ماښام د سیسټان بلوچستان ایالت د مرجاوې ښار په سرحدي سیمو کې د ګزمې پر مهال وژل شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا هم په اوونیزه خبري غونډه کې پرون وویل چې پېښه د ایران په خاوره کې شوې او پاکستان پرې خواشینی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا وویل:

"ترکومه ځایه چې زه پوهېږم هغه دا دي چې دا پېښه د ایران په خاوره کې شوې ده. نو زه ډېر معلومات نه پرې لرم یوازې همدومره چې دا د ایران په خاوره کې شوې ده. خو د انسان وژل کېدل داسې یو څه دي چې نه یوازې موږ یې غندو بلکې له هغو سره هم خپله خواخوږي څرګندوو چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي دي."

د ایران د پوله ساتو ځواکونو د وژنې مسؤلیت د جېش العدل وسله‎والې ډلې په غاړه اخېستی دی.

د ایران او پاکستان تر منځ سرحدي لانجې تل د دواړو هېوادونو په اعتراضونو تمامېږي خو دا ځل ایراني چارواکو د پاکستان په وروستیو لویو سیاسي او پوځي دریځونو انتقاد کړی دی.

د ایران پریس ټي وي ټلویزیون د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند بهرام قاسمي په حواله ویلي چې د پاکستان حکومت باید په خپله خاوره کې د مخالفو ګروپونو د موجودیت او فعالیت په اړه ځواب ویونکی و اوسي.

هغه د سعودي په مشرۍ په یمن کې د حوثي یاغیانو د ځپلو په خاطر په جوړ شوي ائتلاف کې د پاکستان ګډون ته اشاره وکړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي

د بهرام قاسمي په خبره:

"هغه هېوادونه چې د ترورېزم ضد ائتلافونو غړیتوب لري څنګه په خپله خاوره کې د تروریستي ګروپونو او وسله‎والو ډلو په ځپلو نه برلاسي کېږي؟"

پاکستان خپله خاوره کې د مخالفو ډلو پر ضد د عملیاتو د جاري ساتلو خبره یاده کړې او ویلي یې دي چې هند او افغانستان دغه ډلې تمویلوي؛ هغه څه چې افغان او هندي چارواکي یې له تروریستانو د پاکستان د ملاتړ د پټولو هڅه بولي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG