د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

امریکا شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني طالبانو هوايي حمله کړې


یوې مشکوکې امریکایي بې پیلوټه الوتکې د افغانستان پولو ته نېږدې په شمالي وزیرستان کې برید کړی او څو تنه پاکستاني طالبان یې ووژل.

که چېري د چهارشنبې د ورځې دغه برید تائید شي، نو دا به د امریکا د نوي ولسمشر ډونالد ادارې له پیل راهیسې د پاکستان پرخاوره د امریکایي بې پیلوټه الوتکې دوهمه حمله وي.

د شمالي وزیرستان د طالبانو ویاند عبدالله وزیرستاني ویلي چې په دې برید کې درې ملکي کارګر او اووه تنه پاکستاني طالبان وژل شوي دي.

مالک وحیدالله یو سیمه ییز قبایلي مشر دی چې رویترز خبري اژانس ته یې ویلي، دوه توغندي یې لیدلي چې په غره کې یې یو کور په نښه کړ.

دی وایي، زه په بېړه له هغه ځایه لېري شوم.

یوه پاکستاني استخباراتي چارواکي او حکومتي سرچینې ویلي چې د دوی په باور دا د امریکایي بې پیلوټه الوتکې برید وو.

امریکایي چارواکو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

شمالي وزیرستان تر ۲۰۱۴ کال پوري د طالبانو یو پیاوړی مرکز وو، خو وروسته د پاکستان پوځ د طالبانو په وړاندي پراخ تصفیوي عملیات پیل کړه او د دې ډلې ډېری کسان یې اړ ایستل چې د افغانستان لوري ته واوړي.

د پاکستان د طالبانو تحریک سرچینو ویلي په وژل شویو کې یو لوړ پوړی قوماندان عبدالرحمن شامل وو.

په څو وروستیو کلونو کې په پاکستان کې دننه د امریکا د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کم شوي دي.

خو د امریکا متحده ایالاتو وروستی مهم برید تېر کال په مې میاشت کې د پاکستان په بلوچستان کې وشو چې د افغان طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور پکې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG