د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

کابل کې د حکمتیار پلویان د ده راتګ ته چمتووالی نیسي


د ګلبدین حکمتیار راتګ ته تیاری نیول شوی او د نوموړي د ښه راغلاست په دود د کابل ښار ځینو څنډو کې یې عکسونه لګول شوي همدارنګه د دغه حزب غړي د ښاغلي حکمتیار د راتګ په تړاو په جلسو بوخت دي.

د دغه حزب مسؤلین وايي، کابل ته د حکمتیار راتګ ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي.

د حکمتیار د دعوت او هرکلي د انسجام کمېټې مسؤل محمد اکبر بارکزی وايي:

"دا ډاډ درکوم چې حکمتیار صیب به ډېر ژر کابل ته داخل او له خپلو خلکو سره به يوځای شي او دا ان‌شاءالله ډېر نېږدې دی او د ګوتو په شمار ورځو کې به کابل ته داخل شي."

ګلبدین حکمتیار به د سولې د هغې هوکړې له مخې چې د تېر کال د تلې په میاشت کې لاسلیک شوه کابل ته راشي.

د حزب‎اسلامي د مسؤلینو په خبره، د حکمتیار د اوسېدو لپاره د کابل دارالامان سیمه کې درې کورونه د ولسمشر کور ته نېږدې اماده شوي دي.

په دې ورځو کې د حکمتیار يو شمېر پلویان له ولایتونو کابل ته د نوموړي د هرکلي لپاره راغلي.

د بغلان ولایت يو تن اوسېدونکی عبدالهادي چې اوس کابل کې دی وايي، هیله لري چې کابل ته د ښاغلي حکمتیار په راتګ سره په افغانستان کې تل‎پاتې سوله ټینګه شي.

نوموړی وايي:

"ما چې د ښاغلي حکمتیار سیاسي لیدلوری مطالعه کړی، ډاډه یم چې د هغه په راتګ سره به هېواد کې د سولې او امنیت فضا رامنځته شي."

نېږدې دوه میاشتې کېږي چې کابل ته د حکمتیار د راتګ اوازې ګرمې دي.

د حزب‎اسلامي مسؤلین، د افغانستان دولت له لوري د دغه حزب د سیاسي بندیانو نه‌خوشې کېدل کابل ته د ښاغلي حکمتیار د راتګ د ځنډ لامل ګڼي.

د دغه حزب رسنیز مسؤل قریب‌الرحمن سعید د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، ټاکل شوې چې راروانه جمعه د حزب‎اسلامي يو شمېر زندانیان له زندانه ازاد شي.

ښاغلي سعید زیاته کړه:

"طبیعي خبره ده چې امنیتي تدابیر لاتر اوسه بشپړ نه‎دي، بلکې د بشپړېدو په حال کې دي او ټاکل شوې چې د حزب‎اسلامي يو شمېر بندیان د جمعې ورځې ته ازاد شي."

ګلبدین حکمتیار نهه میاشتې وړاندې د دولت وسله‎وال مخالف و خو د تېر کال میزان میاشت کې یې د سولې د هوکړې په لاسلیکولو سره د جنګ پر ځای سیاسي دریځ غوره کړ.

افغان ولسمشر او د حزب اسلامي مشر د سولې تړون لاسليک کړ

د حزب‎اسلامي رسنیز مسؤل وايي، ښاغلی حکمتیار به کابل ته په راتلو هڅه وکړي چې د سیاسي احزابو او ګوندونو تر منځ د نظر يووالی راشي، ځکه د ده په وینا حزب‎اسلامي کوښښ کوي چې په راتلونکو ټاکنو کې د جمعیت اسلامي سره په ګډه يو نوماند د ولسمشرۍ څوکۍ ته معرفي کړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG