د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۱

فیفا د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته د عملي اصلاحاتو طرحه وسپارله


د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخابانو مؤسسه يا فیفا وايي، د ملي يووالي حکومت او ټاکنیزو کمېسیونونو تر دې مهاله د ټاکنیزو اصلاحاتو او د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره عملي ګامونه نه‎دي پورته کړي.

د دغه مؤسسې مسؤلین وايي، يادې اړتیا ته په کتو يې د ۱۵ سیاسي ګوندونو د مشرانو، د مدني ټولنو له استازو او يو شمېر سازمانونو د مسؤلینو د نظریاتو په رڼا کې يوه جامع طرحه جوړه کړې چې د عملي کېدو لپاره‌يې باید انتخاباتي کمېسیونونه کوټلي ګامونه پورته کړي.

د فیفا اجرائیوي رئیس يوسف رشيد
د فیفا اجرائیوي رئیس يوسف رشيد

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو مؤسسې يا فیفا اجرائیوي رئیس يوسف رشيد د پنجشنبې په ورځ د انتخاباتي کمېسیونونو استازو ته د دغې طرحې د سپارلو پر مهال وویل:

​"هغه پلان چې واقعاً د خلکو د نظریاتو ښکارندویه ده او له چارواکو دا تمه او توقع لري چې عملي يې کړي اماده او چمتو کړې، یعنې موږ په هر حالت کې له حکومته خپل حق غواړو، زمو غوښتنه دا ده چې د دغه بهیر چټکوالي لپاره مټې راونغاړي او عملي کار وکړي."

ښاغلی رشید وايي، انتخاباتي کمېسیونونو د خلکو اعتماد جوړونه په خبرو نه، بلکې په عمل کېږي او دې برخه کې عملي اقداماتو ته اړتیا ده.

د دغې مؤسسې د مسؤلینو په خبره د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره د کاري پلان دغه طرحه هغو مهمو کلیدي موضوعاتو ته اشاره کوي چې په یادو مواردو کې د اصلاحاتو راوستل به نه‌يوازې د ټاکنو د مدیریت په سمون کې اغېزمن رول ولري، بلکې د ټاکنو د پروسې د معیاري کېدو لپاره به د يو ښه لارښود حیثیت هم ولري.

دغه طرحه په نهو مواردو کې د تخنیکي پروسو پر پراختیا او اصلاحاتو ټینګار کوي چې په یادو نهو مواردو کې د ټاکنو د بهیر رونټيا، د رأيې ورکوونکو د نوملړ چمتو کول، د ټاکنیزو حوزو په ګوته کول، ټاکنیز سیسټم، د ټاکنیزو مبارزو مالي لګښت، د برېښنايي رأی ورکونې بهیر، د رأیو شمېرل، د ټاکنو اړوند بنسټونو رول او په ټاکنو کې د ښځو رول شامل دي.

له دې وړاندې ټیفا یا د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ هم ویلي و چې حکومت د انتخاباتو ترسره کولو ته لېوالتیا نه‎لري او د انتخاباتي اصلاح په نوم سیاسي مانور ترسره کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کمېشنر معاذالله دولتي چې ياده غونډه کې يې ګډون درلود وویل چې دوی د مدني ټولنو او د څار بنسټونو د هر ډول نظریاتو هرکلی کوي او اماده دي چې له دوی سره هر وخت ناستې او بحثونه ولري.

دولتي: د مدني ټولنو او د څار بنسټونو هر ډول نظریاتو هرکلی کوم
دولتي: د مدني ټولنو او د څار بنسټونو هر ډول نظریاتو هرکلی کوم

نوموړي وویل:

"دوی چې هر کله او هر وخت وغواړي چې خپل نظر او لیدلوری زموږ سره شریک کړي نو موږ اماده یو چې له دوی سره کېنو او دوی زموږ سره کېنې او نظریات سره تبادله کړو او نن غونډې ته راتګ زموږ د لېوالتیا ښودنه کوي او په دې ډول موږ ډاډه کېږو چې موږ په دې پروګرامونو کې شریک یو."

فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو مؤسسه همدارنګه وايي چې د ملي یووالي حکومت د انتخاباتي نظام اصلاحاتو برخه کې وخت ضایع کړی دی.

د دې مؤسسې مسؤلین وايي، د انتخاباتو برخه کې اصلاحات جدي ارادې ته اړتیا لري او افغان حکومت او انتخاباتي کمېسیونونه تر دې مهاله په‌کې پاتې راغلي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG