په جلالاباد کې په نړیوالو معیارونو د کرکټ د لوبغالي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د افغانستان د کورنۍ کرکټ مسؤل نظیم جار عبدالرحیمزي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه لوبغالی په ۲۵ جریبه ځمکه باندې په څو پړاوونو کې جوړېږي.
ښاغلي عبدالرحیمزی وايي چې په لومړي پړاو کې د ځمکې هواري او احاطوي دیوال جوړېږي.
نوموړی وایي چې دغه لوبغالي څه باندې دوه میلیونه ډالره مصرف راځي.