د کابل د فوټبال غورهلیګ سیالیو په دوهمه لوبه کې نن سفیر استقلال لوبډلې ته ۴ د ۱ پر وړاندې ماتې ورکړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون تخنیکې ډایرکټر طاهر رؤفي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې اوس د اردو او د پنجشیرځوانانو د لوبډلې ترمنځ لوبه پیل شوه.
د دغه لیګ په لړ کې تېره ورځ سره میاشت د امرخېل لوبډلې ته ۲ د صفر پر وړاندې او سباوون د اردو ځوانانو لوبدلې ته ۱ د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه.
ښاغلی رؤفي وایي، دغه سیالۍ د کابل د لسو لوبډلو ترمنځ په دوو ګروپونو کې ترسره کېږي او ۱۱ ورځې دوام کوي.
نوموړی وايي چې د دغو سیالیو هدف دا دی څو د شاهین اسمايي لوبډلې ته غوره څېرې معرفي کړي.